مقصود الرحمان، چې د بنګلهدېش د لکشمي پور ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ویلي چې د کار څښتن یې دې ته وهڅاوه چې د صفاکار دندې لپاره روسیې ته ولاړ شي. د نوموړي په وینا، د میاشتې له ۱۰۰۰تر ۱۵۰۰ډالرو معاش او دایمي استوګنې ژمنه ورکړل شوې وه، خو مسکو ته له رسېدو څو اونۍ وروسته هغه ځان د جګړې په لومړیو کرښو کې وموند.
رحمان وايي، دی او نور بنګلهدېشي کارګران اړ کړل شول چې په روسي ژبه لیکل شوي اسناد لاسلیک کړي، چې وروسته معلومه شوه دا د پوځ قراردادونه وو. هغوی پوځي کمپونو ته ولېږدول شول او هلته یې د ډرون جګړې، د ټپیانو د انتقال، او د درنو وسلو کارولو لنډه خو سخته روزنه واخیسته.
اسوشیېټډ پرېس له درې بنګلهدېشي وګړو سره مرکې کړې چې له روسي پوځ څخه تښتېدلي دي. هغوی ویلي چې د خپلې خوښې خلاف د جګړې لومړۍ کرښې ته استول شوي وو او د اکمالاتو لېږد، د ټپیانو اېستل او د وژل شویو سرتېرو د جسدونو راټولول ورسپارل شوي وو.
رحمان وايي، که به چا د جګړې له ترسره کولو انکار کاوه، نو د لس کلن بند، وهلو ټکولو او حتا مرګ له ګواښونو سره مخ کېده.
هغه زیاتوي: «موږ به ژړل، خو هغوی به ویل: ولې کار نه کوئ؟ او بیا به یې موږ وهلو».
د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د کارګرو دا ادعاوې د اسنادو له لارې تایید شوې دي، چې پکې د سفر اسناد، د روسي پوځ قراردادونه، طبي راپورونه، د ټپونو انځورونه او نور شواهد شامل دي. د دغو اسنادو له مخې، یاد کارګران په مستقیم ډول د جګړې په عملیاتو کې ښکېل وو.
که څه هم دقیق شمېر نه دی معلوم، خو دغو بنګلهدېشي وګړو ویلي چې هغوی په اوکراین کې د روسي ځواکونو ترڅنګ سلګونه نور بنګلهدېشي کارګران هم لیدلي دي.
تر اوسه د روسیې د دفاع وزارت، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د بنګلهدېش حکومت د دې راپور په اړه داسوشیېټډ پرېس پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
چارواکي او د بشري حقونو فعالان وایي چې روسیې نه یوازې د بنګلهدېش، بلکې د هند، نیپال او ځینو افریقایي هېوادونو وګړي هم له ورته لارو د جګړې لپاره جذب کړي دي.