• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لومونډ فرانسوۍ ورځپاڼه: بریدونو په افغانستان کې د چین ستراتیژي له امنیتي ننګونو سره مخ کړې

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۰

فرانسوۍ ورځپاڼې لوموند ویلي، په افغانستان کې د چین ستراتیژي د پرله‌پسې بریدونو له امله له جدي امنیتي ننګونو سره مخ ده. لوموند وايي، پر چینايي وګړو بریدونو دا پوښتنه ټوکولې چې که په کابل کې امنیت نه شي ټینګېدای، نو په لرې پرتو ولایتونو کې د لویو پروژو خوندیتوب به څنګه تضمین شي.

لومونډ وايي، بیجینګ چې افغانستان د کانونو، زیربنایي او سیمه‌ییزو امنیتي موخو لپاره مهم ګڼي، هڅه کوي هلته اقتصادي حضور وساتي، په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج په برخه کې، ځکه دا د چین د سنکیانګ ایالت د ثبات له سیاست سره مستقیم تړاو لري.

خو ورځپاڼه وايي، چې وروستيوچاودنو، په ځانګړي ډول په کابل کې پر چینايي اهدافو بریدونو، د دې ستراتیژۍ کمزورې نقطې بربنډې کړې دي.

کابل په همدې میاشت کې د یوې خونړۍ چاودنې شاهد و، چې د یوه چینايي وګړي په ګډون پکې اووه تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول. ددې چاودنې مسوولیت داعش وسله والې ډلې پرغاړه واخېست. د برید هدف یو چینایی رسټورانټ و، چې طالبانو یې څښتن د چین د سنکیانګ سیمې یو مسلمان وګړی وباله.

یوه چینايي بلاګ بینګچي شېجيه جیه‌شي، چې په دفاعي او امنیتي چارو کې تخصص او شهرت لري، ویلي، چې « که د پلازمېنې په زړه کې د یوه عادي رستورانت امنیت هم تضمین کېدای نه شي، نو بیا څنګه کېدای شي د لرې پرتو ولایتونو په سیمو کې د سترو کاني او زیربنایي پروژو امنیت ټینګ شي؟».

تر دې وړاندې، د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپلو اتباعو ته یادونه کړې وه چې «د افغانستان له سفر څخه دې په نږدې راتلونکي کې ډډه وکړي، ځکه هلته اوسنی امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی».

دغه وزارت خپله دا غوښتنه د جمعې په ورځ، د جنورۍ پر۲۳مه، بیا هم تکرار کړه.

په دې وروستیو کې پر چینايي وګړو بریدونه، په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال او تاجکستان کې، چې د افغانستان له وضعیت او دلته میشتو وسله والو سره تړل کیږي، د چینايي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

طالبانو له تاجکستان سره د پولې د امنیت لپاره د یوې ځانګړې قطعې د جوړولو خبر ورکړی و، چې د چین او منځنۍ اسیا د هېوادونو، په ځانګړې توګه تاجکستان اندېښنو ته ځواب ووايي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اسوشیېټډ پرېس: بنګله‌دېشي کارګران د کار په نامه له روسیې نه د اوکراین جګړې ته لیږل کیږي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۸ GMT+۰

اسوشیېټډ پرېس خبر ورکړی چې روسیې ته دملکي دندو لپاره تللي یو شمېر بنګله‌دېشي کارګر د اوکراین جګړې ته استول شوي دي. د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، دغه کارګران د دروغجنو ژمنو له لارې جذب شوي او وروسته د زور، ګواښ او تاوتریخوالي له لارې د روسیې په پوځ کې شامل کړل شوي دي.

مقصود الرحمان، چې د بنګله‌دېش د لکشمي پور ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ویلي چې د کار څښتن یې دې ته وهڅاوه چې د صفاکار دندې لپاره روسیې ته ولاړ شي. د نوموړي په وینا، د میاشتې له ۱۰۰۰تر ۱۵۰۰ډالرو معاش او دایمي استوګنې ژمنه ورکړل شوې وه، خو مسکو ته له رسېدو څو اونۍ وروسته هغه ځان د جګړې په لومړیو کرښو کې وموند.

رحمان وايي، دی او نور بنګله‌دېشي کارګران اړ کړل شول چې په روسي ژبه لیکل شوي اسناد لاسلیک کړي، چې وروسته معلومه شوه دا د پوځ قراردادونه وو. هغوی پوځي کمپونو ته ولېږدول شول او هلته یې د ډرون جګړې، د ټپیانو د انتقال، او د درنو وسلو کارولو لنډه خو سخته روزنه واخیسته.

اسوشیېټډ پرېس له درې بنګله‌دېشي وګړو سره مرکې کړې چې له روسي پوځ څخه تښتېدلي دي. هغوی ویلي چې د خپلې خوښې خلاف د جګړې لومړۍ کرښې ته استول شوي وو او د اکمالاتو لېږد، د ټپیانو اېستل او د وژل شویو سرتېرو د جسدونو راټولول ورسپارل شوي وو.

رحمان وايي، که به چا د جګړې له ترسره کولو انکار کاوه، نو د لس کلن بند، وهلو ټکولو او حتا مرګ له ګواښونو سره مخ کېده.

هغه زیاتوي: «موږ به ژړل، خو هغوی به ویل: ولې کار نه کوئ؟ او بیا به یې موږ وهلو».

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د کارګرو دا ادعاوې د اسنادو له لارې تایید شوې دي، چې پکې د سفر اسناد، د روسي پوځ قراردادونه، طبي راپورونه، د ټپونو انځورونه او نور شواهد شامل دي. د دغو اسنادو له مخې، یاد کارګران په مستقیم ډول د جګړې په عملیاتو کې ښکېل وو.

که څه هم دقیق شمېر نه دی معلوم، خو دغو بنګله‌دېشي وګړو ویلي چې هغوی په اوکراین کې د روسي ځواکونو ترڅنګ سلګونه نور بنګله‌دېشي کارګران هم لیدلي دي.

تر اوسه د روسیې د دفاع وزارت، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د بنګله‌دېش حکومت د دې راپور په اړه داسوشیېټډ پرېس پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

چارواکي او د بشري حقونو فعالان وایي چې روسیې نه یوازې د بنګله‌دېش، بلکې د هند، نیپال او ځینو افریقایي هېوادونو وګړي هم له ورته لارو د جګړې لپاره جذب کړي دي.

د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې له بحث وروسته د شاوخوا ۲،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې شوې دي. په دې پرژو کې د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست د هوايي ډګرونو د ګمرکونو د سکنرونو اخیستل شامل دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن سې شنبه، د سلواغې پر ۷مه وویل چې په دې پروژو کې له ګردیز څخه تر خوست پورې د عمومي سړک ترمیم، د غزني او فراه ولایتونو د امنیه قوماندانیو د ودانیو جوړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د اوبو لګولو د تفصیلي ډیزاین او امکان سنجۍ مطالعات، د سرپل ولایت د سانچارک، سوزما کلا او ګوسفندي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې او د کندوز ولایت په قلعه ذال، د هلمند ولایت په ګرشک، د پروان ولایت په شینوارو، د فراه ولایت په پرچمن، د خوست ولایت په لکڼ، د تخار ولایت په ورسج، د کاپیسا ولایت په اله سای، د کابل ولایت په شکردرې او د بدخشان ولایت په درایم ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول شامل دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ۷ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل او همداراز یوه پروژه بیاځلې پرانیستل شوې او بله پروژه د ګټونکي شرکت د مخکنیو کاري نیمګړتیاوو له امله معطل شوې ده.

د یاد معاونیت په وینا، د دغه شرکت د ټولو شته قراردادونو د هراړخیزې څېړنې لپاره کمېټه وټاکل شوه، څو له څېړنې وروسته خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

همدارنګه یوه پروژه بېرته اړوند وزارت ته د تدارکاتي ستونزو له امله راجع شوې او د دوو پروژو د قیمتونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه له ګټونکو شرکتونو سره خبرې وکړی او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې منظورې شوې پروژې ددې ډلې د داخلي بودجې له لوري تمویلېږي.

سهیل شاهین د مسلمانو علماوو شورا له رییس سره کتلي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۰

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین په دوحه کې د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له رییس شيخ علي محيي الدین القره داغي سره کتلي دي. په قطر کې د طالبانو سفارت وايي، چې شاهین له نوموړي سره د طالبانو د واقعي انځور په رسولو کې د ديني عالمانو پر رول خبرې کړې دي.

په دوحه کې د طالبانو سفارت نن سې شنبه، د سلواغې پر ۷مه په اېکس کې لیکلي، چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د دیني عالمانو او د اتحاد علماء المسلمین ترمینځ د اړیکو او همکارۍ په هکله خبرې وشوې.

د طالبانو د قطر سفارت ددې ناستې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

په داسې حال کې چې په ټوله اسلامي نړۍ کې نجونې او ښځې د زده کړو او کار اجازه لري، خو په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او همداراز ښځې د کار اجازه نه لري.

د اسلامي هېوادونو کنفرانس او د ګڼو هېوادونو د دیني عالمانو ټولنو له طالبانو نه په مکرر ډول نجونو ته د زده کړو د اجازې ورکولو غوښتنې کړې دي، خو دې ډلې تراوسه دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر له سره صلیب نه د پراختیايي پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشرې کاتارینا ریټز سره په لیدنه کې له هغې غوښتنه کړې ده، چې سور صلیب دې په افغانستان کې د بشري مرستو ترڅنګ پراختیايي بنسټیزو پروژو ته هم پاملرنه وکړي.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت نن سې شنبه، د سلواغې پر ۷مه وویل، چې د یاد وزارت وزیر عبداللطیف منصور په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشرې کاتارینا ریټز او مل پلاوي سره لیدلي دي.

د وزارت په وینا، ملا عبداللطیف منصور ویلی، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په سختو شرایطو کې له بېوزلو او اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې دوامدارې ساتلې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بشري مرستو تر څنګ باید بنسټیزو پراختیايي پروژو ته هم پاملرنه وشي، څو د خلکو ستونزې په بنسټیز ډول راکمې شي.

په دې لیدنه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې ویلي چې هڅې کوي د هېواد هرې سیمې، ښار او کلیو ته د اوبو رسولو، روغتیا، ښوونې او نورو برخو کې خپلې مرستې ورسوي.

نوموړې د مرستو پر دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د سره صلیب نړیواله کمېټه هڅه کوي خپلې مرستې د افغانستان تر ټولو لرې پرتو سیمو ورسوي.

سور صلیب دپالیسۍ له مخې پراختیايي اداره نه ده او تمرکز یې ډېری پر بېړنیو بشري مرستو، د جګړو او طبیعي پېښو پر مهال د ملکي وګړو پر خوندیتوب، روغتیا او بیړنیو اړتیاوو دی.

دغه سازمان په ځینو مواردو کې د بیارغونې محدود، ټولنمحوره او غیرسیاسي پروګرامونه هم پلي کوي چې ډېری د اوبو کوچني سیستمونه او روغتیايي ملاتړ وي.

په دې وروستیو کې د طالبانو ګڼ چارواکي د بهرنیو سازمانونو له استازو سره د پراختیايي مرستو او پروژو پر پلي کېدو ټینګار کوي.

زېلېنسکي: روسیې په یوه میاشت کې د افغانستان د لس کلنې جګړې هومره تلفات ورکړي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۵ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دغه هېواد د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د واحدونو د فعالیتونو د ارزونې د یوې نوې طرحې د پیل پر مهال وویل چې روسیه په اوکراین که په یوه میاشت کې تر هغو ډېر سرتېري له لاسه ورکوي چې شوروي اتحاد په افغانستان کې په ۱۰ کلونو کې وړکړي وو.

زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ د خپلې وینا پر مهال وویل چې یوازې د ۲۰۲۵کال په ډسمبر میاشت کې ۳۵زره روسي سرتېري یا وژل شوي او یا هم سخت ټپیان شوي دي او زیاته یې کړه چې دا شمېر د شوروي پوځ له هغو تلفاتو څخه دوه برابره ډېر دی چې هغوی د افغانستان د لس کلنې جګړې پر مهال درلودل.

زېلېنسکي ټینګار وکړ چې عصري جګړه پر دې ولاړه ده چې «څوک په ټکنالوژۍ کارولو او د هغې د تطبیق په برخه کې چټک او اغېزناک وي».

هغه وویل چې اوکراین لا له وړاندې د ډرونونو په جګړه‌ییزو عملیاتو کې د نړۍ له مخکښو هېوادونو څخه دی او دا چې تر ۲۰۲۵کال پورې اوکرایني واحدونو له ۸۰۰زرو څخه پر ډېرو روسي اهدافو بریدونه کړي دي.

د زېلېنسکي په وینا، د اوکراین له‌خوا کارېدونکي ډېری ډرونونه په کور دننه تولیدېږي.

سره له دې، د اوکراین ولسمشر ټینګار وکړ چې د اوکراین پوځ باید داسې کچې ته ورسېږي چې د روسیې میاشتني تلفات د دغه هېواد د نویو سرتېرو د جلب او جذب له توان څخه واوړي، چې دا توان شاوخوا په میاشت کې ۵۰زره سرتېري اټکل شوی دی.

زېلېنسکي وویل: «دا بې‌شکه یو سخت هدف دی، خو دا هغه پوله ده چې تر هغې وروسته به روسیه اړه شي خپلې کړنې او د دې جګړې لاملونه له سره وارزوي.»

هغه همدارنګه د روسي ډرونونو پر ضد د سیستمونو د لا پرمختګ پر اړتیا ټینګار وکړ.

تېره اونۍ په داوس نړیوال اقتصادي فورم کې زېلېنسکي راپور ورکړ چې په ۲۰۲۵کال کې د وژل شویو او یا سخو ټپي شویو روسي سرتېرو میاشتنی شمېر له ۱۴زرو څخه ۳۵زرو ته لوړ شوی دی. هغه وویل سره له دې چې روسیې هره میاشت ۴۰زره تر ۴۳زرو پورې کسان بسیج کړي، بیا هم د دوی تلفات تر ۴۵زرو پورې رسېدلي دي.

دا شمېرې د بریتانیا د دفاع وزارت له معلوماتو سره سمون لري. دغه وزارت د ۲۰۲۵کال په نومبر کې راپور ورکړی و چې د تېر کال له پیل راهیسې ۳۸۲زره روسي سرتېري وژل شوي یا سخت ټپیان شوي دي، چې دا په میاشت کې په اوسط ډول شاوخوا ۳۴زره او ۷۰۰کسان کېږي.

د بریتانیا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲کال له فبرورۍ راهیسې، چې روسیې پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړ، نږدې یو میلیونه او ۲۲۵زره روسي سرتېري وژل شوي او یا سخت ټپیان شوي دي.