افغانستان د تېرو لسیزو په اوږدو کې د جګړې، سیاسي بدلونونو او نړیوالو مداخلو مرکز پاتې شوی دی.
خو د ملګرو ملتونو له نظره، د افغانستان حل یوازې له امنیتي او سیاسي خبرو نه شي راتللی، بلکې بشري حقونه، ښځې، نجونې، تعلیم او ټولنیز مشارکت هم د دې معادلې مهم عناصر دي.
د دریو ښځینه استازو پرلهپسې ټاکنه ښايي دا پیغام ولري چې نړیواله ټولنه غواړي د افغانستان د راتلونکې په اړه په خبرو کې د قدرت د کړیو ترڅنګ د ټولنې د هغو برخو غږ هم شامل کړي چې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي.
رباب فاطمه له پراخې نړیوالې تجربې او پیاوړي دیپلوماتیک شالید سره دغه ماموریت ته راځي، خو د افغانستان اوسنی واقعیت به د هغې لپاره له خپلو پخوانیو دندو څخه تر ټولو پېچلو ازموینو یوه هغه وي. د جګړې له میراث، سیاسي بېباورۍ، بشري اړتیاوو او د ښځو حقونو له موضوعاتو سره هممهاله تعامل به د هغې د ماموریت تر ټولو لویه ننګونه وي.
اصلي پوښتنه دا ده چې ایا نړیواله ډیپلوماسي به د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو لپاره له سیاسي دریځونو عملي پایلو ته ورسېږي او که دا ټاکنه به یوازې د نړیوالې ټولنې د اندېښنو او دریځونو یوه سمبولیکه نښه پاتې شي؟
د ملګرو ملتونو لپاره تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې له یوې خوا له طالب چارواکو سره د تعامل لارې خلاصې وساتي او له بلې خوا د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپل اصولي دریځ وساتي. د رباب فاطمې پخوانۍ تجربې ښيي چې نوموړې د مذاکراتو، نړیوالو ایتلافونو او د بشري موضوعاتو په مدیریت کې پراخه تجربه لري.
احتمال دی، چې د هغې د ماموریت په لومړیو پړاوونو کې تمرکز به د افغانانو لپاره د بشري مرستو د دوام ډاډمنول وي. دغه راز د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د چینلونو ساتل، په نړیواله اجنډا کې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع ژوندۍ ساتل او د داسې سیاسي ټولشموله حل لارو لټول به هم د نوموړې د کار اصلي برخه وي، چې د افغانستان د ثبات لپاره زمینه برابره کړي.
دا چې د افغانستان په اړه د نړۍ تر ټولو مهم سیاسي ماموریت درې ځله پرلهپسې ښځو ته سپارل کېږي، د شنونکو له نظره، ناڅاپي انتخاب نه دی.