• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: په افغانستان کې ۹۰ سلنه ۱۰ کلن ماشومان ساده متن نه‌شي لوستلی

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، په افغانستان کې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان ساده متن نه‌شي لوستلی. یادې ادارې دغه وضعیت د زده‌کړو په برخه کې یو «جدي ناورین» یاد کړی.

یونېسف د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۷مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې «په افغانستان کې زده‌کړې په ډېر سخت حالت کې دي». د یادې ادارې په خبره، په دغه هېواد کې ښوونځي شته؛ خو ماشومان په‌کې زده‌کړې نه ترلاسه کوي.

یونېسف ټینګار کړی، د هر ماشوم څخه د ښو پایلو ترلاسه کولو لپاره مهمه ده چې د لومړنیو زده‌کړو، سواد او شمېر پوهنې په برخه کې دوامداره پانګونه وشي. د راپورونو له مخې؛ د طالبانو له‌خوا د نجونو پر منځنیو زده‌کړو د بندیز له امله شاوخوا ۲.۲ مېلیونه نجونې له ښوونځي بې‌برخې دي.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د نجونو پرمخ یې د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلې دي. په افغانستان کې په منځینو زده‌کړو کې د هلکانو لېوالتیا هم کمه شوې. نړۍوالو بنسټونو پر طالبانو په وار - وار غږ کړی، چې ژر تر ژره دې دغه بندیزونه لرې کړي؛ خو طالبانو د نجونو پر مخ د زده‌کړو بندیز تر «امرثاني» پورې ځنډولی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

په کونړ کې یخنۍ څپې د زلزله ځپلو کورنیو او ماشومانو ژوند له کړاو سره مخ کړی

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۲ GMT+۰

په کونړ کې زلزله ځپلې کورنۍ د درنې واورې او یخنۍ په دې څپه کې د سرپناه د نشتوالي له امله په خېمو کې ژوند کوي او وایي، چې ژوند یې له کړاو سره مخ دی. ځایي طالب چارواکي زیاتوي، چې په همدې سیمه کې د یخنۍ په دې څپه کې یو ماشوم مړ شوی او لسګونه خېمې ویجاړې شوې دي.

په کونړ کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر محمد مبین مفتون عمر ویلي، چې د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې د اندرلچک کلي زلزله ځپلې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي او د دوی ډلې د امکاناتو په برابرولو بوختې دي.

اوس‌مهال یخنۍ او واورینې څپې د کونړ زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکو ژوند ناارامه کړی او له کړاو سره یې مخ کړی دی. دغه کورنۍ وايي، چې د سړې هوا په دې څپه کې د سرپناه د نشتوالي له امله یې ماشومان د ژوند سخت حالت تجربه کوي.

د کونړ د یادې سیمې اوسېدونکی وحید وايي، چې خېمې یې نړېدلې، ماشومان یې په اوبو کې پراته او له سختو ناروغیو سره مخ دي. هغه زیاته کړې:« د باران اوبه مو له خېمو څڅېږي، په خېمو کې ژوند سخت دی، واورې شوې، خېمې نړېدلې، زموږ د سرپناه غم باید وخوړل شي».

دغه اوسېدونکي پر طالبانو او مرستندویه ادارو د مرستې غږ کوي. ځايي طالب چارواکو بیا ډاډ ورکړی، چې د ځانګړو کمېټو له لارې زلزله ځپلو کورنیو ته د سرپناه په برابرولو بوخت دي.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې ویلي، په افغانستان کې درنو واورو او سړې هوا د هغو زرګونه ماشومانو روغتیايي ګواښونه زیاته کړي چې په خېمو کې اوسېږي. په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او د سرپناه د نشتوالي له امله یوشمېر کورنۍ لا هم په خېمو کې شپې او ورځې تېروي.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (IOM) ویلي، چې د زلزلې له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ د ژمي په سړې هوا کې د سرپناه او د نورو اړینو ژمنیو توکو مرستو ته اړتیا لري. دغه ادارې ویلي، چې کارکوونکي یې په سیمه کې ارزونه کوي او د بېړنیو مرستو رسولو چارې پر مخ وړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په روانه اوونۍ کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د درنو واورو له امله څه باندې ۷۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

نړۍوال بانک: طالبانو په ۹ میاشتو کې شاوخوا ۹۷ مېلیارده افغانۍ په امنیتي لګښتونو مصرف کړي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۰

د نړۍوال بانک په تازه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو ادارې د ۲۰۲۵کال په لومړیو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۹۶.۹ مېلیارده افغانۍ په امنیتي چارو لګولې دي. د راپور له مخې؛ په ورته موده کې پراختیایي لګښتونه ۱۵.۷ مېلیارده افغانیو ته رسېدلي دي.

دغه راپور څرګندوي، چې ملکي او عامه خدماتو برخو ته هم ۱۰۶ مېلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي. نړۍوال بانک وايي، افغانستان په دغه موده کې دوه مېلیارده افغانۍ بودجوي کسر تجربه کړی؛ دا ځکه چې د ۲۰۰.۹ مېلیارده افغانیو ټول عاید د ۲۰۲.۹ مېلیارده افغانیو د ټولو لګښتونو پرتله یو څه کم وو.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان د کډوالو د لویې کچې راستنېدو او له پاکستان سره د لارو تړل پاتې کېدو له امله تر فشار لاندې دی. سره له دې چې د ټیټ انفلاسیون او د حکومت په عوایدو کې نسبي زیاتوالی راغلی، کمزورې پانګونې د دوامداره ودې او د تولید زیاتوالي مخه نیولې ده.

نړۍوال بانک وړاندې وايي، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵کال پرمهال به د هر کس عاید شاوخوا څلور سلنه کم شوی وي او فقر به په پراخه کچه دوام ومومي. ورته مهال د افغاني اسعارو ارزښت په دسمبر میاشت کې وده کړې؛ خو د وارداتو او ترانسپورت لګښتونو د زیاتوالي له امله سوداګریز کسر ۱۹ سلنه زیات شوی.

د راپور له مخې؛ د سوداګرۍ له پلوه پاکستان ته د افغانستان صادرات کم شوي، چې د ډسمبر میاشتې لپاره یې برخه ۲.۹ سلنه وه؛ برعکس هند بیا د افغانستان ستر صادراتي بازار ګرځېدلی او د افغانستان د ټولو صادراتو ۶۱ سلنه برخه جوړوي. د ازبکستان ونډه هم د روان مالي کال په لړ کې ۷.۷سلنې ته لوړه شوې ده.

د اقتصادي فشارونو او سوداګریزو محدودیتونو سره، سره د نړۍوال بانک راپور څرګندوي، چې د حکومت مالي وضعیت او د اسعارو بازار نسبي ثبات لا هم ساتل شوی دی.

اېلان ماسک د طالبانو له‌خوا د «غلامۍ» په رسمیت پېژندلو په اړه د نړۍ پر چوپتیا نیوکه کړې

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۰

امریکایي میلیاردر اېلان ماسک پر اېکس پاڼه د یوه کاروونکي د یادښت په بیا خپرولو سره د طالبانو له‌خوا د «غلامۍ» په رسمیت پېژندلو په اړه د نړۍ پر چوپتیا نیوکه کړې ده. هغه د دغه پوسټ د بیا شریکولو سره لیکلي: «ښه پوښتنه ده».

د اېکس یوه کاروونکي په یوه یادښت کې لیکلي، «د غلامۍ» زوړ سیسټم چې ماشومان په‌کې د جنسي غلامانو او نوکرانو په توګه نیول کېدل اوس په رسمي‌ ډول افغانستان ته راغلی دی. هغه زیاته کړې: «کېڼ اړخي چېرته دي، چې د دغه کار پر وړاندې اعتراض وکړي؟ لاریونونه چېرته دي؟ ویناوې چېرته دي؟…چوپتیا».

اېلان ماسک د دغه پوسټ په بیا شریکولو سره لیکلي: «ښه پوښتنه ده».

نوموړي تر څو ساعتونو وروسته خپل دغه پوسټ بېرته لرې کړی دی.
طالبانو په خپلو جزايي محاکمو کې د اصولنامې په هغه نوې نسخه کې چې تازه خپره شوې، د «غلام» کلمه په څو ځایونو کې یاده کړې او په دې توګه یې په خپلې واکمنۍ کې د غلامۍ نظام رسمي کړی دی. طالبانو د یادې اصولنامې په څلورمه او ۱۵مه ماده کې د غلامۍ موضوع او اړوند حقونو ته اشاره کړې. غلامي په نړۍوالو قوانینو کې په ټولو بڼو کې په بشپړ ډول منعه ده.

نصیراحمد اندېشه: طالبانو د نجونو پر زده‌کړو بندیز د واک د ساتلو لپاره سیاسي وسیله ګرځولې

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۰

په جنیوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وایي، طالبانو نه یوازې په افغانستان کې د ښځو او نجونو زده‌کړې په بشپړه توګه منعه کړې؛ بلکې ان په دې اړه یې په هر ډول پوښتنې هم بندیز لګولی، چې «ولې تعلیم بند دی».

اندېشه پر اېکس پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ د زده‌کړو نړۍواله ورځ نمانځي؛ طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او د دغه بندیز په اړه هر ډول پوښتنې ته هم اجازه نه‌ورکوي.

هغه دغه چلند «اداره کول نه؛ بلکې د ناپوهۍ بنسټیزول» بللي او ویلي یې دي، چې دا د افغان ولس، اسلامي ارزښتونو او ملګرو ملتونو پر وړاندې مستقیم سپکاوی دی.

هغه زیاته کړې، طالبانو په ډاګه کړې چې دغه بندیز نه لنډمهالی دی، نه دیني توجیه لري او نه هم د بحث وړ دی؛ بلکې د واک د کنټرول لپاره یوه سیاسي وسیله ګرځېدلې ده. اندېشه ټینګار کړی، چې د ازادۍ او انساني کرامت لپاره مبارزه دوام لري او بالاخره به بریالۍ شي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان: د خبریالانو د ملاتړو ادارو تړل د بیان ازادۍ ته ګواښ دی

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۳ GMT+۰

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د طالبانو له لوري د هغو بنسټونو د جوازونو لغوه کېدو او د فعالیتونو د ځنډېدو په اړه جدي اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې له خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.

دغه سازمان وایي، چې یاده پرېکړه به د رسنیو ازادۍ، د خبریالانو خوندیتوب او د معلوماتو ازاد بهیر لپاره ناوړې پایلې ولري. یاد سازمان په خپلې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، لومړني معلومات ښيي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC)، د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ مرکز او د افغان مطبوعاتو مرکز جوازونه نوي شوي؛ خو د یوشمېر نورو رسنیزو ملاتړو بنسټونو فعالیتونه لغوه یا درول شوي دي.

امسو ټینګار کړی، چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د افغانستان د رسنیز چاپېریال مهمه برخه جوړوي او د خبریالانو د مسلکي خوندیتوب، قانوني ملاتړ، ظرفیت لوړونې او د بیان ازادۍ د ساتنې په برخه کې حیاتي رول لري. د یاد بنسټ په وینا؛ «د دغه ادارو محدودول یا تړل کېدل په مستقیم ډول د خبریالانو پر امنیت، د هغوی پر کار او د خلکو پر دې حق اغېز کوي، چې ازادو او کره معلوماتو ته لاسرسی ولري».

په خبرپاڼه کې پر کابل واکمنو څخه غوښتنه شوې، چې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د جوازونو لغوه کېدو پرېکړه دې له سره وڅېړي، د ثبت او فعالیت لپاره دې روښانه، شفاف او عادلانه معیارونه اعلان کړي او دغه بنسټونو ته دې اجازه ورکړي چې د بیان ازادۍ له اصولو سره سم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دغه بنسټ همداراز له نړۍوالو رسنیزو او د بشري حقونو له ادارو غوښتي، چې په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ په اړه خپل غږ پورته کړي او د خبریالانو او د هغوی د ملاتړو بنسټونو د ساتنې لپاره ملاتړ زیات کړي.