• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیویارک ټایمز: ایا په ایران کې قاتلان باید بې‌مجازاته پاتې شي؟

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۳ GMT+۰

برېټ سټیونز د نیویارک ټایمز په یوه یادښت کې د هغو جنایتونو ابعادو ته په اشارې چې ایران په ځانګړي ډول د مرغومي په ۱۸مه او ۱۹مه ترسره کړي، دا پوښتنه راپورته کړې ده چې ایا هغه قاتلان چې په زرګونو یا ان په لسګونو زره ایرانیان یې وژلي، باید بې‌مجازاته پاتې شي؟

هغه په داسې یوه یادښت کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۷مه) خپور شو، لیکلي دي: «د همدې میاشتې په ترڅ کې د حکومت په لاس د ایران د خلکو د وژنې د ابعادو د درک لپاره، بده نه ده چې هغه ته په یوه تاریخي چوکاټ کې وګورو. په هغه برید کې چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه ترسره کړ، له ۱۲۰۰ څخه ډېر اسراییلیان او بهرني وګړي ووژل شول. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې هم لږ تر لږه درې زره کسانو ژوند له لاسه ورکړ. د انټیټام جګړې چې د متحده ایالاتو په پوځي تاریخ کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه، شاوخوا ۳۶۰۰ تنه مړه پر ځای پرېښودل».
سټیونز زیاته کړې ده: «تر دې دمه، په متحده ایالاتو کې میشتې د ایرانیانو د بشري حقونو یوې ډلې د ۵۵۰۰ څخه د ډېرو اعتراض کوونکو وژل کېدل تایید کړي او لا هم د ۱۷ زرو نورو دوسیو په څېړلو بوخته ده. په زرګونو نور کسان ټپیان شوي او خپلواک راپورونه ښيي، چې په لسګونو زره ایرانیان نیول شوي یا په خپلسري ډول زنداني شوي دي».
هغه بیا د اصفهان په ښار کې له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې د یوه ایراني ډاکټر څرګندونې راخیستي چې ویلي یې وو: «له داسې ځوانانو سره مخ شوی چې ماغزه یې په مرمیو اېستل شوي وو او داسې یوه مور چې په غاړه ویشتل شوې وه، په داسې حال کې چې دوه واړه ماشومان یې په موټر کې ژړل او داسې یو ماشوم چې مثانه، لګن او د ښي خوا کولمه یې د مرمۍ له امله راوتلې وه».
سټیونز په دې باندې په ټینګار سره چې دا یوازې له لسګونو عیني روایتونو څخه یو دی او هغه د اسلامي جمهوري دولت د قضایه قوې د مشر غلام حسین محسني اژه‌یي څرګندونې رایادې کړې دي چې ویلي یې وو، مجازات به «بې له یوې ذرې تېرېدنې» ترسره شي او بیا یې پوښتنه کړې: «ایا نړۍ به هغه ته اجازه ورکړي چې خپلې موخې ته ورسېږي؟»
د هغه په وینا: «دا هغه پوښتنه ده چې د دغو کرښو د لیکلو پر مهال د ټرمپ د حکومت پر وړاندې پرته ده؛ نه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر وړاندې چې هلته جمهوري اسلامي په مسکو او بېجینګ کې د خپلو نږدې دوستانو پر ډیپلوماټیک ملاتړ حساب کولی شي؛ نه د اروپایي ټولنې پروړاندې چې جمهوري اسلامي یې غندلې او پرې یې بندیزونه لګولي، خو د هغې د مجازات لپاره کومه اغېزناکه وسیله په اختیار کې نه‌لري؛ نه د عربي مشرانو پروړاندې چې یو کمزوری ایران غوره ګڼي چې خپل خلک وځپي، نه یو پاشل شوی ایران چې بې‌ثباتي صادروي او یا یو ازاد شوی ایران چې نورو ته الهام بښونکی شي او نه هم د پوهنتونونو د فعالانو او نړۍوالو خیر غوښتونکو پروړاندې چې هغوی د فلسطینیانو د ژوند په اړه دومره بوخت دي چې د ایرانیانو ژوند ته نور هېڅ ارزښت نه ورکوي.»
سټیونز دې پایلې ته رسېدلی، چې په دغو شرایطو کې یوازې متحده ایالات دی چې کولی شي پر ایراني حکومت واقعي او معنا لرونکي لګښتونه تحمیل کړي؛ هغه حکومت چې د دې پېړۍ یو له بدترینه جنایتونو څخه یې ترسره کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ اکسیوس ته وویل، د ایران اسلامي جمهوري غواړي معامله وکړي، ترڅو د امریکا د پوځي برید مخه ونیسي، خو د نیویارک ټایمز د یادښت لیکونکي په وینا، تهران تر دې دمه د امریکا د اصلي غوښتنو د منلو هېڅ نښه نه ده ښودلې چې په هغو کې د یورانیمو پر خپلواکې غني کولو بشپړ بندیز، له حزب‌الله او نورو نیابتي ډلو څخه د ملاتړ پای ته رسول او د لرې واټن ویشتونکو او بالسټیک توغندیو پر پروګرام د محدودیتونو لګول شامل دي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

د طالبانو د کندهار والي: ږېره خرېيلي او نوي ځوانان تلاشي کړئ «فساد» په همدوی کې دی

۵

په سوریې کې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د کیمیاوي وسلو متخصص ونیول شو

•
•
•

نور کیسې

کرملین وايي چې کارمندان یې په پراخه کچه مصنوعي ځیرکتیا کاروي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۰
100%

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف تایید کړه، چې د کرملین کارمندان په پراخه کچه مصنوعي ځیرکتیا کاروي. نوموړي وویل چې ددوی کارکوونکي د روسیې اړوند مصنوعي ځیرکتیا کاروي.

پېسکوف د سلواغې پر ۷مه د روسیې رسنیو ته وویل:« د مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژي لا دمخه د کرملین لپاره یو معیاري وسیله ګرځیدلې او د کارمندانو له خوا په پراخه کچه کارول کیږي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د کرملین کارمندان په خپل کار کې مصنوعي ځیرکتیا کاروي، پېسکوف وویل: «البته موږ یې کاروو. اوس دا د کار لپاره یو معیاري وسیله ده.»

هغه د روسیې مصنوعي ځیرکتیا پیاوړې او خوندي وبلله.

د ۱۴۰۳ کال په مروغومي میاشت کې ولادیمیر پوتین د روسیې حکومت ته امر وکړ، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې له چین سره همکاري پراخه کړي.

د وروستي‌ اسراییلي‌ یرغمل شوي جسد له غزې اسراییل ته ولېږدول شو

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۰
100%

د اسراییل پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې تر ۸۴۳ ورځې جګړې وروسته ټول اسراییلي یرغملي او د هغوی جسدونه د غزې له تړانګې اسراییل ته لېږدول شوي دي. د اسراییل پوځ له‌خوا په خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې په غزه کې د وروستي یرغملي جسد ترلاسه شوی او اسراییل ته لېږدول شوی دی.

د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې د دغه جسد په موندلو سره، «له غزې تړانګې څخه د ټولو یرغملو د بېرته ستنولو لړۍ بشپړه شوې ده». د جسدونو تبادله د امریکا په منځګړیتوب د اوربند د یوې برخې په توګه وشوه، چې د ۲۰۲۵کال (د اکتوبر په ۱۰مه) پیل شوه.

په ورته وخت کې د فلسطین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییل پوځ په غزه کې لسګونه جوړښتونه ویجاړ کړي، د سیمې په ختیځ کې د «ژېړ زون» په نوم یې پېژندل شوی امنیتي زون پراخ کړی او د خپلو ځواکونو لپاره یې لږترلږه شپږ نوي ځایونه جوړ کړي دي. دغه اقدام د غزې په ځینو برخو کې د اسراییل د پوځي حضور د پیاوړتیا په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» د پرانیستې په مراسمو کې اعلان وکړ، چې امریکا به د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو لوبغاړو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

ګارډین: پر ایران برید به د دغه هېواد مشرتابه په نښه کړي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۰
100%

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) په یوه راپور کې د څارونکو په حواله لیکلي، چې ایران ته نږدې د «یو.اېس‌.اېس» ابراهام لېنکلن الوتکه وړونکې بېړۍ تر لېږد وروسته امریکا او اسراییل د یوه نوي‌ برید لپاره چمتوالی نیسي.

د دغه رسنۍ د راپور له مخې؛ داسي ګڼل کېږي چې واشنګټن د اسراییل جنګي الوتکو سره په همغږۍ د خپلو بریدونو د ترسره کولو لپاره اړین اور وژونکی ځواک لري، چې موخه یې د هغه حکومت نسکورول دي چې د لاریونونو پرمهال د زرګونه ایرانیانو په وژنه تورن دی.

ګارډین لیکي، چې احتمالي برید به د ایران له مخکې زیانمن شوي اټومي پروګرام د کمزوري کولو لپاره نه؛ بلکې د ایران د سیاسي مشرتابه د هدف ګرځولو او سړکونو ته د هغو معترضو د راوېستو لپاره وي، چې د خپل ژوند د خرابېدو له امله په غوسه دي.

په ورته وخت کې اېکونومېسټ مجلې په یوه راپور کې د ایران شاوخوا د امریکا د پوځي چمتوالي په اړه د خلیجي چارواکو په حواله لیکلي، چې د امریکا د پراخ برید احتمال ډېر دی او ښايي د ایران سیاسي مشرتابه په نښه کړي.

امریکا: تهران دې د اټومي او توغندیزو فعالیتونو زیاتوالی او د نیابتي ډلو ملاتړ پای ته ورسوي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ایران انټرنشنل ته ویلي، د ټرمپ حکومت غواړي چې «په نړۍ کې د ترهګرۍ ترټولو لوی دولتي ملاتړی» ایران خپل اټومي فعالیتونه، د بالستیک توغندیو پروګرام او په سیمه کې د خپلو نیابتي ډلو ملاتړ ودروي.

نوموړي ویلي: «د ایران حکومت په تېرو څو لسیزو کې په قصدي ډول د دغه هېواد اقتصاد، کرنه، اوبه او برېښنا له پامه غورځولي او پر ځای یې د ایران د خلکو سترې شتمنۍ او راتلونکی د ترهګریزو نیابتي ډلو او د اټومي وسلو د څېړنو لپاره لګولې دي».

دغه څرګندونې د ایران دولتي رسنیو د یوه راپور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې شوې دي. په هغه کې راپور کې ادعا شوې وه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران سره د جوړجاړي لپاره د «اسراییل په رسمیت پېژندلو» شرط زیات شوی دی.

ټرمپ مخکې «اکسیوس» وېب‌‌پاڼې ته ویلي و، د ایران وضعیت «په بدلېدو دی»، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې دوی سیمې ته یو «ستر سمندري ځواک» ولېږه؛ خو په ورته وخت کې باوري و، چې تهران د یوې هوکړې لپاره لېواله دی. هغه زیاته کړه: «هغوی غواړي هوکړې ته ورسېږي. زه په دې پوهېږم. څو، څو ځله یې اړیکه نیولې. غواړي خبرې وکړي».

تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۴۸۶ فلسطینیان وژل شوي دي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۰
100%

د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۴۸۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۳۴۱ نور بیا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ ټینګ شو. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یوشمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.

الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۱زره او ۶۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا د فلسطین ۱۷۱زره او ۴۱۹ وګړي ټپیان شوي هم دي.

په دې مرګ ژوبله کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.