
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د طالبانو له لوري د هغو بنسټونو د جوازونو لغوه کېدو او د فعالیتونو د ځنډېدو په اړه جدي اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې له خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.
دغه سازمان وایي، چې یاده پرېکړه به د رسنیو ازادۍ، د خبریالانو خوندیتوب او د معلوماتو ازاد بهیر لپاره ناوړې پایلې ولري. یاد سازمان په خپلې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، لومړني معلومات ښيي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC)، د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ مرکز او د افغان مطبوعاتو مرکز جوازونه نوي شوي؛ خو د یوشمېر نورو رسنیزو ملاتړو بنسټونو فعالیتونه لغوه یا درول شوي دي.
امسو ټینګار کړی، چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د افغانستان د رسنیز چاپېریال مهمه برخه جوړوي او د خبریالانو د مسلکي خوندیتوب، قانوني ملاتړ، ظرفیت لوړونې او د بیان ازادۍ د ساتنې په برخه کې حیاتي رول لري. د یاد بنسټ په وینا؛ «د دغه ادارو محدودول یا تړل کېدل په مستقیم ډول د خبریالانو پر امنیت، د هغوی پر کار او د خلکو پر دې حق اغېز کوي، چې ازادو او کره معلوماتو ته لاسرسی ولري».
په خبرپاڼه کې پر کابل واکمنو څخه غوښتنه شوې، چې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د جوازونو لغوه کېدو پرېکړه دې له سره وڅېړي، د ثبت او فعالیت لپاره دې روښانه، شفاف او عادلانه معیارونه اعلان کړي او دغه بنسټونو ته دې اجازه ورکړي چې د بیان ازادۍ له اصولو سره سم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دغه بنسټ همداراز له نړۍوالو رسنیزو او د بشري حقونو له ادارو غوښتي، چې په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ په اړه خپل غږ پورته کړي او د خبریالانو او د هغوی د ملاتړو بنسټونو د ساتنې لپاره ملاتړ زیات کړي.