• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بېل ګېټس بنسټ د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د ۶۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۰

د بېل او ملیندا ګېټس بنسټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) سره د ۶۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه. یونېسف وایي، دا مرسته به د افغانستان په ختیځ کې له زلزلو څخه د اغېزمنو شویو ماشومانو او کورنیو لپاره په بېړنیو مرستندویه چارو کې ولګول شي.

یونېسف د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا بېړنی ژمنی ملاتړ دغه سازمان ته امکان ورکوي چې پر یو زرو ۴۵ زیانمنو شویو کورنیو بېړنۍ نغدي مرستې ووېشي.
دغه مرستندویه سازمان زیاته کړې، چې د دې مرستې په واسطه کولی شي د کال په تر ټولو سړو میاشتو کې د ماشومانو او میندو لپاره د حیاتي ملاتړ چمتو کولو په موخه ۴۷ خدماتي خیمې ودروي. په دغو خیمو کې به روغتیايي خدمتونه، د ماشومانو لپاره ځانګړې فضا، لنډمهاله ښوونیز مرکزونه او د شیدو ورکولو ځایونه د ژمي له سړې هوا سره د مبارزې لپاره چمتو شي.
په افغانستان کې د یونېسف استازي ډاکتر تاج‌الدین اویواله وویل: «د ګېټس بنسټ دا مرسته په خورا حساس وخت کې وشوه؛ دې چارې له کورنیو سره د هغوی د سمدستي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کړې او د ژمي په خورا سختو شرایطو کې یې د ماشومانو او مېندو لپاره د حیاتي خدمتونو دوام ممکن کړی دی».

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر یا اوچا خبرداری ورکړی، چې د روان ژمي په درشل کې له هرو پنځو کسانو دوه کسان یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې یونېسف هم ویلي وو، چې په وروستیو ورځو کې د واورې ورېدنې له امله د افغانستان په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو ماشومانو وضعیت لاپسې سخت شوی دی. یونېسف زیاته کړې، چې په افغانستان کې اړمن کسان بېړني او ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر یا اوچا یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه تر ټولو لوی بشري ناورین تجربه کوي.

اوچا په افغانستان کې په سملاسي توګه د ۱۷ اعشاریه ۵ میلیونه کسانو د لاسنیوي لپاره د ۱ اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

جنیوا کې د همغږۍ شورا: د طالبانو جزایي اصولنامه له قانون او نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې ده

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۴ GMT+۰

په جنیوا کې د افغانستان کونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا د طالبانو د نوې خپرې شوې «جزایي اصولنامې» په اړه ویلي چې دغه جزایي اصولنامه د افغانستان د نافذه قانوني چوکاټ، نړیوالو ژمنو او د منل شويو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې ده.

یادې شورا په خپله تازه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپره کړې، ویلي، چې دغه قانون د یوه عصري، ټولشموله او باثباته افغانستان له بنسټیزو اړتیاوو سره سمون نه لري او پر ځای یې یو سخت، تبعیضي او شاتګپالی چوکاټ رامنځته کوي چې د برابر تابعیت، عدالت او انساني کرامت ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راولي.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو له خوا وړاندې شوی قانون د کلاسیکې فقهې پر محدودو تفسیرونو ولاړ دی او د معاصرو حقوقي معیارونو له پامه غورځولو سره یې د تبعیض، د بنسټیزو ازادیو د محدودولو او د ټولنیز جوړښت د کمزوري کولو زمینه برابره کړې ده.

یادې شورا ټینګار کړی، چې افغانستان د بشري حقونو د نړیوالو مهمو تړونونو لکه د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق، د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو میثاق، د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون او د ماشومانو د حقونو کنوانسیون غړی دی، خو د طالبانو اصولنامه دغه ژمنې تر پښو لاندې کوي.

شورا زیاتوي، چې د افغانستان خلک د عادلانه حکومتولۍ، د قانون د حاکمیت او یو خپلواک قضایي سیستم حق لري، خو نوی قانون د دیني تفسیر تر نامه لاندې یو طبقاتي نظام رامنځته کوي، ټولنه په نابرابرو کټګوریو وېشي او د ښځو او نجونو پر تعلیم، د حرکت پر ازادۍ او ټولنیزو فرصتونو سخت بندیزونه لګوي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان قومي، ژبنۍ او مذهبي تنوع د هېواد ستر ځواک دی، خو د طالبانو نوی قانون د همدې تنوع د له منځه وړلو هڅه کوي او د مذهبي اقلیتونو د څنډې ته کولو له لارې د تاوتریخجنې ایډیولوژیکې واکمنۍ بنسټ ږدي.

د بښنې نړیوال سازمان: د رسنیو د ملاتړو سازمانونو د جوازونو لغوه کول د ازادۍ له منځه وړل دي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري د هغو بنسټونو د جوازونو پر لغوه کېدو او د فعالیتونو پر ځنډېدو جدي اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې له خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي. یاد سازمان ویلي، چې طالبان هڅه کوي په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ مخه ونیسي.

د بښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو دغه اقدام بې رحمانه کړنه یاده کړې او ویلي یې دي چې طالبان هڅه کوي چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ مخه ونیسي او د هغوی ازادي له منځه یوسي.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او دغو بنسټونو ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو له دریو ملاتړو سازمانونو پرته د نورو ټولو بنسټونو جوازونه لغوه کړي او پر فعالیت یې بندیز لګولی. طالبانو ویلي، دغو بنسټونو په نړۍواله کچه د افغانستان د رسنیو ملاتړو سازمانونو باور ته زیان اړولی و.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) ویلي، چې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یوازې د دریو بنسټونو جوازونه تمدید او د پاتې نورو یې لغوه کړي. د طالبانو دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خبریالانو او رسنیو له پرله‌پسې شکایتونو وروسته یې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو هراړخیزه ارزونه کړې.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د افغانستان لپاره د معلوماتو د ازاد جریان، د حقایقو د خپرولو او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره حیاتي ارزښت لري او د هغوی فعالیت محدودول د بیان د ازادۍ له اصولو سره په ټکر کې دي.

طالبانو له جلال اباد وروسته د مهترلام مرکزي ساحو کې هم پر رېکشاوو بندیز لګولی

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت د مهترلام ښار په مرکزي ساحو کې پر عمومي سړکونو د رېکشاوو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی. یاد مدیریت ویلي، چې د دې پرېکړې موخه د ښاري نظم ټینګښت، د عامه تګ راتګ خوندیتوب، او پر سړکونو د بې‌نظمۍ مخنیوی دی.

د طالبانو د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت نن سې شنبه، د سلواغې ۷مه په وویل، چې د چارشنبې ورځې له سهار ۷:۰۰ بجو وروسته ریکشا چلوونکو ته اجازه نه ورکول کیږی چې دښار دننه په عمومي سړکونو کې تګ راتګ وکړي.

د طالبانو د ترافیکو مدیریت له لوري د ریکشاوو لپاره ځانګړي خط‌ السیرونه او ساحې ټاکل شوې او ټول ریکشا چلوونکي مکلف ګڼل شوي، چې یوازې په همغو مشخصو سیمو کې فعالیت وکړي او له هغو لارو او ساحو څخه چې تګ راتګ پکې منعه شوی،ډډه وکړي.

طالبانو خبرداری ورکړی، هر هغه څوک چې له ټاکل شویو اصولو او مقرراتو سرغړونه وکړي، د نافذه قوانینو له مخې به ورسره چلند وشي.

تر دې وړاندې طالبانو د روانې میاشتې په لومړیو کې په هرات او ننګرهار ولایتونو کې هم د ښارونو په مرکزي سیمو کې د رېکشاوو پر تګ راتګ بندیز لګولی و.

د هرات او ننګرهار ولایتونو اوسیدونکو د رېکشاوو د بندیز په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د ګاڼو او ګران بیه توکو په پلورلو سره یې ځان ته د کار لپاره رېکشاوې پېرلې وې، خو طالبانو اوس پرې بندیز لګولی.

په قرغیزستان کې د طالبانو سفیر د هند له سفیر سره په لیدنه کې د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰

په قرغیزستان کې د طالبانو د سفارت سرپرست عبدالشکور حقاني په دغه هېواد کې د هند د جمهوریت ورځې په نمانځغونډه کې ګډون کړی دی. حقاني د هند سفیر بیرېندر سِنگ ته د جمهوریت مبارکي ویلې او د طالبانو او هند تر منځ د اړیکو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.

په قرغیزستان کې طالبانو سفارت ویلي، چې د هند جمهوریت نمانځغونډې کې د طالبانو سفیر له یوشمېر سفیرانو او ډیپلوماټانو سره پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداگريزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د طالبانو او هند اړیکې ښې شوې دي او په وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون دریو طالب وزیرانو نوي ډیلي ته سفرونه وکړل.

هند طالبانو ته په دغه هېواد کې د افغانستان سیاسي استازولۍ سپارلې دي.

لومونډ فرانسوۍ ورځپاڼه: بریدونو په افغانستان کې د چین ستراتیژي له امنیتي ننګونو سره مخ کړې

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۰

فرانسوۍ ورځپاڼې لوموند ویلي، په افغانستان کې د چین ستراتیژي د پرله‌پسې بریدونو له امله له جدي امنیتي ننګونو سره مخ ده. لوموند وايي، پر چینايي وګړو بریدونو دا پوښتنه ټوکولې چې که په کابل کې امنیت نه شي ټینګېدای، نو په لرې پرتو ولایتونو کې د لویو پروژو خوندیتوب به څنګه تضمین شي.

لومونډ وايي، بیجینګ چې افغانستان د کانونو، زیربنایي او سیمه‌ییزو امنیتي موخو لپاره مهم ګڼي، هڅه کوي هلته اقتصادي حضور وساتي، په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج په برخه کې، ځکه دا د چین د سنکیانګ ایالت د ثبات له سیاست سره مستقیم تړاو لري.

خو ورځپاڼه وايي، چې وروستيوچاودنو، په ځانګړي ډول په کابل کې پر چینايي اهدافو بریدونو، د دې ستراتیژۍ کمزورې نقطې بربنډې کړې دي.

کابل په همدې میاشت کې د یوې خونړۍ چاودنې شاهد و، چې د یوه چینايي وګړي په ګډون پکې اووه تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول. ددې چاودنې مسوولیت داعش وسله والې ډلې پرغاړه واخېست. د برید هدف یو چینایی رسټورانټ و، چې طالبانو یې څښتن د چین د سنکیانګ سیمې یو مسلمان وګړی وباله.

یوه چینايي بلاګ بینګچي شېجيه جیه‌شي، چې په دفاعي او امنیتي چارو کې تخصص او شهرت لري، ویلي، چې « که د پلازمېنې په زړه کې د یوه عادي رستورانت امنیت هم تضمین کېدای نه شي، نو بیا څنګه کېدای شي د لرې پرتو ولایتونو په سیمو کې د سترو کاني او زیربنایي پروژو امنیت ټینګ شي؟».

تر دې وړاندې، د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپلو اتباعو ته یادونه کړې وه چې «د افغانستان له سفر څخه دې په نږدې راتلونکي کې ډډه وکړي، ځکه هلته اوسنی امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی».

دغه وزارت خپله دا غوښتنه د جمعې په ورځ، د جنورۍ پر۲۳مه، بیا هم تکرار کړه.

په دې وروستیو کې پر چینايي وګړو بریدونه، په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال او تاجکستان کې، چې د افغانستان له وضعیت او دلته میشتو وسله والو سره تړل کیږي، د چینايي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

طالبانو له تاجکستان سره د پولې د امنیت لپاره د یوې ځانګړې قطعې د جوړولو خبر ورکړی و، چې د چین او منځنۍ اسیا د هېوادونو، په ځانګړې توګه تاجکستان اندېښنو ته ځواب ووايي.