• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالله عبدالله پر افغان زلمیانو غږ کړی چې په غیرقانوني لارو بهر ته لاړ نه شي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۳ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله له افغانانو غوښتي، چې په غیرقانوني لارو له سفر کولو ډډه وکړي او کورنۍ هم اجازه ورنه کړي چې د خپلو عزیزانو ژوند یې له خطر سره مخ شي. عبدالله هغه ځوانان ستایلي، چې د ترکیې او ایران په لاره کې یې افغانان ژغورلي دي.

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله نن سې شنبه، د سلواغې پر ۷مه وویل، چې په ځینو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري، چې بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقي او غیرقانوني لارو د تګ له امله ځینو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځینې یې د یوشمېر با احساسه هېوادوالو له لوري ژغورل شوي دي.

عبدالله لیکلي:«د ټولو هغو کسانو ستاینه کوو، چې په قاچاقي لارو کې ایسار هېوادوال او تنکي ځوانان یې ژغورلي دي.»

له تېرو دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د درې تنو افغانانو ویډيوګانې لاس په لاس کېږي، چې په قاچاقي لارو غواړي اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

په یوه ویډیو کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې غبرګونونه راپارولي، لیدل کېږي، چې یو تنکی ځوان چې د ننګرهار ولایت اصلي اوسیدونکی دی، د ایران او ترکیې له لارې په قاچاقي لارو اروپا ته ځي، خو په سختو واورو کې بند پاتې شوی دی او پښې یې سړو وهلې دي.

دا تنګی ځوان چې اوس د افغان پوځ یو پخواني افسر له خوا ژغورل شوی دی او یو خوندي ځای ته انتقال شوی، منتظر دی چې بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

د طالبانو سیاستونو، په هېواد کې بې کاري او خراب اقتصادي وضعیت ګڼ افغانان اړ کړي چې په مرګونو لارو خپل ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: امریکا طالبانو ته په جنورۍ کې ۴۵ میلیونه ډالر نغد سپارلي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې متحده ایالاتود جنورۍ پر۱۳مه طالبانو ته په کابل کې ۴۵ میلیونه ډالر نغد سپارلي دي. د صالح په وینا، متحده ایالاتو ژمنه کړې چې د جنورۍ په میاشت کې به ټولټال ۹۰ میلیونه ډالر طالبانو ته وسپاري.

صالح ویلي، چې دغه پیسې د کابل پر وخت د ماسپښین په دوو بجو طالبانو ته ورکړل شوې دي.

د هغه په وینا، امریکا تر دې وړاندې دغه ډول نغدي مرستې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې سپارلې، خو د ده له افشاګریو وروسته د سپارلو وخت بدل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې دا پیسې په داسې حال کې طالبانو ته ورکړل شوې، چې هغوی لا هم له مخکینیو مرستو۲۳ میلیونه ډالر نه دي لګولي. د صالح په وینا، متحده ایالاتو ژمنه کړې چې د جنورۍ په میاشت کې به ټولټال ۹۰ میلیونه ډالر طالبانو ته وسپاري.

امرالله صالح په خپلو څرګندونو کې د امریکا پر سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي، همغه د ټرمپ اداره چې پر کاناډا تعرفې لګوي، په ورته وخت کې طالبان په سخاوتمندانه ډول تمویلوي.

هغه پوښتنه راپورته کړې چې ایا د طالبانو له لارې د یوه پراخ پلان د عملي کولو هڅه روانه ده که نه؟.

صالح ویلي: «ایا تاسې فکر نه کوئ چې یو څه طرحه کېږي او طالبانو ته د یوه بدرنګه نیابتي ځواک په توګه ځانګړې دنده سپارل شوې؟».

تر اوسه د متحده ایالاتو حکومت او یا هم د طالبانو چارواکو د امرالله صالح د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو په کابل کې د سرغړونې په تور ۲ درملتونونه تړلي دي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کابل ښار کې یې د درملیزو تاسیساتو او خوراکي توکو پلورنځيو څخه د څار پر مهال دوه درملتونونه له روغتیايي قوانیونو د سرغړونې له امله تړلي دي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل ښار د شاوخوا ۶۳ درملیزو او خوراکي توکو له پلورنځيو څخه یې څارنه کړې ده. طالبانو ویلي، چې د یادې څارنې موخه د بیو کنټرول، د احتکار او انحصار مخنیوی، د کیفیت تامین او د روغتیايي قوانینو پلي کول دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د څار پر مهال یې ۳۸ قلمه بېلابېل درمل راټول کړي او د له‌منځه وړولو په موخه یې زېرمتون ته سپارلي دي. طالبانو تر دې وړاندې هم په یوشمېر نورو ولایتونو کې ګڼ روغتونونه او درملتونونه تړلي وو. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ناسم روغتیایي خدمتونه او بې‌کېفیته درمل د ناروغانو پر وړاندې تر ټولو لویې ننګوونې دي.

طالبانو یاد درملتونونه داسې مهال تړلې دي، چې د یادې ډلې او پاکستان ترمنځ له کړکېچ وروسته له دغه هېواده د درملو پر واردولو بندیز لګول شوی. د راپورونو له مخې؛ د درملو ګڼو کاروباریانو له پاکستان نه په قاچاقي لارو د درملو واردولو ته مخه کړې او ځینې کسان هم وخت تېر درمل بازار ته وړاندې کوي.

ملګري ملتونه: د پکتیا او پکتیکا تر زرو ډېرو کورنیو ته کرنیز او سوداګریز فرصتونه برابر شوي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې (UNODC) ویلي، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي صندوق (UN STFA) په مالي ملاتړ یې په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ۱۴۶۰ کورنیو ته د دوامداره قانوني عایداتي لارو د پیاوړتیا لپاره کرنیزې مرستې برابرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي، د دغه پروګرام له لارې ۶۶۰ بزګرانو چې ۷۴ښځې هم په‌کې شاملې دي، د سبزیجاتو د کرکېلې اړوند تخنیکي او عملي ملاتړ ترلاسه کړی دی. د دغه ادارې په وینا؛ د کرنیزو عوایدو لوړولو په موخه ۷۶۰ د مېوو بڼونه هم جوړ شوي، څو کورنۍ وکولای شي له دوامداره کرنیزو سرچینو ګټه واخلي.

په همدې لړ کې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا له کنفرانس (UNCTAD) سره په ګډه ۶۰ کوچني او منځني سوداګریز بنسټونه (MSMEs) رامنځته شوي، چې ۱۳یې د ښځو له‌خوا اداره کېږي.

یاده دې وي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کرکېلې پر ځای خلکو ته قانوني او دوامداره عایداتي بدیلونه برابر کړي؛ څو بې‌وزلي راکمه شي او د ناقانونه فعالیتونو مخه ونیول شي. د UNODC دغه ډول پروګرامونه تر ډېره په کرنه، کوچنيو سوداګریزو فعالیتونو او د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا تمرکز دي.

یونېسف: په افغانستان کې ۹۰ سلنه ۱۰ کلن ماشومان ساده متن نه‌شي لوستلی

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، په افغانستان کې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان ساده متن نه‌شي لوستلی. یادې ادارې دغه وضعیت د زده‌کړو په برخه کې یو «جدي ناورین» یاد کړی.

یونېسف د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۷مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې «په افغانستان کې زده‌کړې په ډېر سخت حالت کې دي». د یادې ادارې په خبره، په دغه هېواد کې ښوونځي شته؛ خو ماشومان په‌کې زده‌کړې نه ترلاسه کوي.

یونېسف ټینګار کړی، د هر ماشوم څخه د ښو پایلو ترلاسه کولو لپاره مهمه ده چې د لومړنیو زده‌کړو، سواد او شمېر پوهنې په برخه کې دوامداره پانګونه وشي. د راپورونو له مخې؛ د طالبانو له‌خوا د نجونو پر منځنیو زده‌کړو د بندیز له امله شاوخوا ۲.۲ مېلیونه نجونې له ښوونځي بې‌برخې دي.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د نجونو پرمخ یې د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلې دي. په افغانستان کې په منځینو زده‌کړو کې د هلکانو لېوالتیا هم کمه شوې. نړۍوالو بنسټونو پر طالبانو په وار - وار غږ کړی، چې ژر تر ژره دې دغه بندیزونه لرې کړي؛ خو طالبانو د نجونو پر مخ د زده‌کړو بندیز تر «امرثاني» پورې ځنډولی.

په کونړ کې یخنۍ څپې د زلزله ځپلو کورنیو او ماشومانو ژوند له کړاو سره مخ کړی

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۲ GMT+۰

په کونړ کې زلزله ځپلې کورنۍ د درنې واورې او یخنۍ په دې څپه کې د سرپناه د نشتوالي له امله په خېمو کې ژوند کوي او وایي، چې ژوند یې له کړاو سره مخ دی. ځایي طالب چارواکي زیاتوي، چې په همدې سیمه کې د یخنۍ په دې څپه کې یو ماشوم مړ شوی او لسګونه خېمې ویجاړې شوې دي.

په کونړ کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر محمد مبین مفتون عمر ویلي، چې د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې د اندرلچک کلي زلزله ځپلې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي او د دوی ډلې د امکاناتو په برابرولو بوختې دي.

اوس‌مهال یخنۍ او واورینې څپې د کونړ زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکو ژوند ناارامه کړی او له کړاو سره یې مخ کړی دی. دغه کورنۍ وايي، چې د سړې هوا په دې څپه کې د سرپناه د نشتوالي له امله یې ماشومان د ژوند سخت حالت تجربه کوي.

د کونړ د یادې سیمې اوسېدونکی وحید وايي، چې خېمې یې نړېدلې، ماشومان یې په اوبو کې پراته او له سختو ناروغیو سره مخ دي. هغه زیاته کړې:« د باران اوبه مو له خېمو څڅېږي، په خېمو کې ژوند سخت دی، واورې شوې، خېمې نړېدلې، زموږ د سرپناه غم باید وخوړل شي».

دغه اوسېدونکي پر طالبانو او مرستندویه ادارو د مرستې غږ کوي. ځايي طالب چارواکو بیا ډاډ ورکړی، چې د ځانګړو کمېټو له لارې زلزله ځپلو کورنیو ته د سرپناه په برابرولو بوخت دي.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې ویلي، په افغانستان کې درنو واورو او سړې هوا د هغو زرګونه ماشومانو روغتیايي ګواښونه زیاته کړي چې په خېمو کې اوسېږي. په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او د سرپناه د نشتوالي له امله یوشمېر کورنۍ لا هم په خېمو کې شپې او ورځې تېروي.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (IOM) ویلي، چې د زلزلې له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ د ژمي په سړې هوا کې د سرپناه او د نورو اړینو ژمنیو توکو مرستو ته اړتیا لري. دغه ادارې ویلي، چې کارکوونکي یې په سیمه کې ارزونه کوي او د بېړنیو مرستو رسولو چارې پر مخ وړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په روانه اوونۍ کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د درنو واورو له امله څه باندې ۷۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.