اوکراین: روسیې په خارکیف تازه بریدونو کې استوګنیزې ودانۍ او ښوونیز مرکزونه په نښه کړي

د اوکراین پر خارکیف د روسیې د ډرون او توغندیزو بریدونو له امله شاوخوا ۸۰ سلنه ښار او شاوخوا سیمې له برېښنا بېبرخې شوې دي. د سیمهییزو چارواکو په وینا؛ په دغه بریدونو کې استوګنیزې ودانۍ، یو ښوونځی او یو وړکتون په نښه شوی او دوه کسان پهکې ټپیان شوي هم دي.




