په اندونیزیا کې د ځمکې ښویېدو له امله ۱۷ کسان مړه او ۸۰ نور تري تم دي

د اندونیزیا په لوېدیځ باندونګ سیمه کې د ځمکې ښویېدو له امله لږترلږه ۱۷ کسان مړه او ۸۰ نور چې ۱۹ یې د ځانګړو سمندري ځواکونو غړي دي، تري تم دي. دغه پېښه تر سختو ورښتونو وروسته شوې او سیمهییزو چارواکو د ژغورنې عملیات هم پیل کړي دي.
