ملګري ملتونه: طالبان باید سمدستي تبعیضي قوانین او فرمانونه لغوه کړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د طالبانو د جزايي اصول‌نامې په غبرګون وویل، چې دا سازمان په افغانستان کې له واکمنې ډلې غواړي چې تبعیضي قوانین او فرمانونه لغوه کړي. سټیفن دوجاریک د سې‌شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان باید نړۍوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي.