• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تر پراخو لاریونونو وروسته؛ ټرمپ د مینیاپولیس څخه د کډوالۍ ادارې افسرانو د اېستلو خبر ورکړ

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۸ GMT+۰

د امریکا د کډوالۍ ادارې افسرانو له‌خوا د مینیاپولیس په ښار کې د یو بل کس تر وژنې وروسته ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې دغه افسران به له یاد ښاره واېستل شي. هغه کره نېټه اعلان نه‌کړه؛ خو زیاته یې کړه: «دوی لوی کار کړی او (اوس) له دې ښاره وځي».

په مینیاپولیس کې تر پراخو لاریونونو وروسته دا پرېکړه شوې. د شنبې په ورځ د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې افسرانو په مینیسوټا ښار کې یو سړی په ډزو وواژه، هغه پېښه چې د سلګونه لاریون کوونکو د راټولېدو لامل شوه.

د اسوشیټېټډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې وژل شوی کس د ۵۱ کالو و. تر دې مخکې هم (د جنورۍ په ۷مه نېټه) یوه ۳۷کلنه ښځه په مینیاپولیس کې د کډوالۍ ادارې د یوه افسر په ډزو کې وژل شوې وه.

تر یادو پېښو وروسته د مېنسوټا ایالت والي ټیم والز پر اېکس پاڼه ولیکل: «د مېنسوټا حوصله نوره ختمه شوې ده. دغه وضعیت کرکجن دی». هغه د امریکا له ولسمشر غوښتي و، چې «زرګونه ظالم او ناپوه افسران» دې له دغه ایالت وباسي.

ځايي چارواکو د فدرالي حکومت د کډوالۍ سختې تګلارې په کلکه غندلې او وايي، چې دغه چلند د تاوتریخوالي زیاتېدو او مرګونو پېښو ته لاره هواره کړې ده. هغوی همدارنګه د فدرالي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې، چې د دغه ډزو لامل یې د «ځان دفاع» بللې او د عیني شاهدانو د ثبت شوو ویډیوګانو په استناد وايي چې دغه تصویرونه په ښکاره ډول د حکومت رسمي روایت تر پوښتنې لاندې راولي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

مکرون: فرانسه لومړنی اروپایي هېواد دی چې پر له ۱۵ کلنو کم عمره ماشومانو خواله رسنۍ بندوي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون اعلان وکړ، چې د دې هېواد له ۱۵ کلونو څخه کم‌عمره ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته به نور د خواله رسنیو کارولو اجازه نه‌وي. هغه دا بندیز یو بنسټیز ګام یاد کړ، چې موخه یې د ماشومانو او ځوانانو ساتنه ده.

د هغه په وینا، دا پرېکړه نه یوازې د ساینسپوهانو له ټینګار سره برابره ده، بلکې د فرانسې د اکثریت خلکو غوښتنه هم منعکس کوي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د دوشنبې ورځې ناوخته (د سلواغې ۶مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، له حکومت سره له رغنده همکاریو وروسته، د دغه هېواد پارلمان له دې طرحې سره موافقه کړې او دا یې «یو ستر پرمختګ» بللی دی.

هغه زیاته کړه، اوس د فرانسې د سنا وار دی، څو دې بهیر ته دوام ورکړي او د قانون جوړونې د پړاوونو په بشپړېدو سره د دې پرېکړې عملي کېدل ممکن کړي. مکرون ټینګار وکړ، چې هغه له حکومته غوښتي، څو د چټک قانون جوړونې بهیر فعال کړي، څو دا بندیز د راتلونکي ښوونیز کال له پیل سره سم عملي شي.

هغه د دې پرېکړې د اړتیا په اړه وویل: «زموږ د ماشومانو مغزونه د پلور توکي نه‌دي، نه د امریکايي پلټفارمونو لپاره او نه هم د چینایي شبکو لپاره. د هغوی هیلې او خوبونه باید د الګوریتمونو له خوا مغشوش نه‌شي».

د فرانسې ولسمشر همدارنګه خبرداری ورکړ، چې دا هېواد د اندېښمن او وارخطا نسل غوښتونکی نه‌دی، بلکې داسې نسل غواړي چې پر فرانسه، پر جمهوریت او د دوی پر ارزښتونو باور ولري.

مکرون یادونه وکړه، چې فرانسه له ۲۰۱۸ کال راهیسې د ډیجیټلي پلټفارمونو د تنظیم او څارنې په برخه کې مخکښه پاتې شوې او اوس هم د دې پرېکړې له لارې لومړنی اروپایي هېواد ګرځي، چې په جدي ډول د ماشومانو لپاره د ټولنیزو شبکو د بندولو پر لور ګام اخلي.

هغه په پای کې وویل: «د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه به زموږ ماشومان او تنکي ځوانان بالاخره خوندي شي. زه به په خپله د دې پرېکړې د پلي کېدو څارنه کوم».

ټرمپ پر سویلي کوریا نوې ګمرکي تعرفې ولګولې

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه)اعلان وکړ، چې د سویلي کوریا پر هغو موټرو او درملو به چې امریکا ته واردیږي ګمرکي تعرفي له ۱۵ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړې کړي.

ټرمپ پر خپله سوشیال ټروت پاڼه لیکلي، چې یاده پرېکړه یې د سویلي کوریا د پارلمان له‌خوا له واشګنټن سره پر شوې تاریخي سوداګریزې هوکړې د عمل کولو په غبرګون کې کړې ده.

ټرمپ لیکلي: «د سویلي کوریا پارلمان له امریکا سره پر خپلې هوکړې ولاړ نه‌دی. ځکه چې هغوی زموږ تاریخي سوداګریزه هوکړه لا نه‌ده تصویب کړې، زه له همدې امله پر کوريايي موټرو، درملو او نورو متقابلو وارداتو تعرفې له ۱۵ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړوم».

دواړو هېوادونو تېرکال هوکړه کړې وه، چې امریکا به پر کوریايي صادراتو تعرفې ۱۵ سلنې ته راټیټوي، خو د روانې میاشتې په پیل کې د سویلي کوریا د مالیې وزیر ویلي وو، چې په امریکا کې د ۳۵۰ میلیارده ډالرو د پانګونې پلان ښايي د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمايي کې پیل نه‌شي.

سویلي کوریا ویلي وو، چې د یاد هېواد د کرنسۍ ارزښت خورا راټیټ شوی او امریکا ته د دومره لویې کچې پیسو وتل به د سویلي کوریا اقتصاد ته سخت زیان ورسوي.

تر اوسه لا څرګنده نه‌ده، چې پر کوریايي توکو به د امریکا نوې لګول شوې تعرفې له کومې نیټې پلې شي.

په امریکا کې د ژمني توپان له امله تر اوسه ۲۸ کسان مړه شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۰

د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس د راپور له‌مخې، له شنبې تر دوشنبې پورې په امریکا کې د سخت ژمني توپان، زیاتې یخنۍ او واورو له امله ۲۸ کسان مړه شوي دي. دغه ناورین د دې هېواد په سویلي ایالتونو کې رامنځته شوی او له امله یې د سلګونه زره کورونو او د سوداګریزو مرکزونو برېښنا هم پرې شوې ده.

د امریکا د هوا پوهنې ملي ادارې ویلي، چې د دغه هېواد په ځینو برخو، په ځانګړي ډول په پنسلوانیا ایالت کې تر ۵۰ سانتي‌متره پورې واوره ورېدلې ده. د یادې ادارې په وینا، سخته یخني او ساړه بادونه به د دوشنبې تر ناوخته او د سې‌شنبې تر ورځې دوام ولري.

د اسوشېتېد پرېس د راپور له‌مخې، د امریکا په سویلي سیمو کې له یخ سره ګډ باران د ونو څانګې ماتې کړي او د برېښنا ستنې یې راغورځولې دي. د برېښنا ډېری پرې کېدنې په سویلي سیمو کې ثبت شوې دي، چې په‌کې د مسیسي‌پي شمالي برخې او د ټېنسي ایالت ځینې سیمې شاملې دي.

د دوشنبې تر ماسپښینه، په ټوله امریکا کې د ۷۵۰ زره پورې د برېښنا پرې کېدو پېښې ثبت شوې دي.

دغه ژمني توپان لا هم د خلکو تګ راتګ او سفرونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د اسوشېتېد پرېس د معلوماتو له‌مخې، یوازې د دوشنبې په ورځ په امریکا کې له ۸ زرو څخه زیاتې الوتنې ځنډېدلي یا لغوه شوي او د یکشنبې په ورځ د ټول هېواد ۴۵ سلنه الوتنې لغوه شوې وې.

سپینه ماڼۍ: له غزې د وروستي یرغمل شوي اسراییلي جسد ترلاسه کول د ټرمپ ډیپلوماټیکه بریا ده

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۰

سپینې ماڼۍ په غزه کې د یرغمل شوي وروستي اسراييلي کس د جسد ترلاسه کول د ډونالډ ټرمپ د بهرني سیاست یوه لویه او تاریخي بریا بللې ده. اسراییل هم دا تایید کړې، چې په غزه کې وروستی پاتی شوی اسراییلي جسد ور سپارل شوی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لېوېټ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي: «په غزه کې د اسراييلي یرغمل شویو کسانو وروستی پاتې شوی جسد هم ترلاسه شو. دا د امریکا د ولسمشر، د اسراییل د حکومت او د ټولې نړۍ لپاره د بهرني سیاست یوه لویه لاسته راوړنه ده. ټرمپ ناممکن، ممکن کړل».

له دې سره سم، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یوې غونډې پرمهال تایید کړې، چې په غزه کې د یرغمل شویو کسانو د وروستي کس جسد یې هم ترلاسه کړی دی.

نوموړي زیاته کړې:«موږ د اسراییل اتل، ران ګویلي بېرته راستون کړ. یاد دې تل وي. په غزه کې نور یرغمل شوی کس نه‌لرو».

څو ورځې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو خبرداری ورکړی وو، چې تر هغو به د مصر او فلسطین ترمنځ د رفح لارې پرانېستلو ته اجازه ور نه‌کړي،‌ څو د وروستي اسراییل جسد نه‌وي ورسپارل شوی، خو تر اوسه لا هم د رفح لارې د پرانېستلو په اړه کوم جزییات نه دي ورکړل شوي.

ملګري ملتونه: د غزې په ګڼو سیمو کې بشري وضعیت بوږنوونکي پړاو ته داخل شوی

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی، چې په غزه او لویدیځه غاړه کې بشري وضعیت بوږنوونکي حالت ته داخل شوی او د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو له امله زرګونه امیندواره ښځې او نوي زېږېدلي ماشومان له مرګوني ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د فلسطین په ځینو سیمو کې میلیونونه کسان د سېلابونو، لوږې او سړې هوا له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د دوی په خبره هلته روغتیايي سیستم پاشل شوی او ډېری تاسیسات یې هم ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې مرکزونه له خپل ظرفیت څخه څو برابره زیات کار کوي.

یاد سازمان زیاته کړې: «امیندواره ښځې، نوي زېږېدلي ماشومان او تنکي ځوانان له جدي خطرونو سره مخ دي، چې په‌کې د خوارځواکۍ او د ولادت پر مهال د مخنیوي وړ اختلالونه شامل دي».

راپور زیاتوي، چې په لویدیځه غاړه کې د سختو پوځي عملیاتو، تاوتریخوالي او پر تګ راتګ د محدودیتونو له امله روغتیايي خدمتونو، زده کړو او د ملاتړ مرکزونو ته لاسرسی ستونزمن شوی دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې له میداني ستونزو سربیره یې په غزه او لویدیځه غاړه کې خپل خدمات چټک کړي، خو د کړکېچ کچې او دوام ته په کتو کافي بودجه نه‌لري.

دوی د ۲۰۲۶ کال لپاره په غزه کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د روغتیايي خدماتو د بیارغونې لپاره د ډیرې بودجې غوښتنه کړې ده.