• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالۍ نن په اندونیزیا کې پیلېږي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۳ GMT+۰

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو ۱۸م پړاو نن سې‌شنبه (د سلواغې ۷مه) د اندونیزیا په کوربه‌توب پیلېږي. سږ کال د اسیا ۱۶ غوره لوبډلې په څلورو ګروپونو کې سره سیالي کوي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د چهارشنبې په ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې له سعودي عربستان سره مخ شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې په اسیا جام کې یې د ګډون دا دویم ځل دی، د یادو سیالیو په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره همډلې ده. د اسیا جام په تېر پړاو کې چې د ټایلنډ په کوربه‌توب ترسره شو، افغانستان وکولای شوای چې په خپل غوره فعالیت سره د یادو سیالیو پنځم مقام خپل کړي. افغان لوبغاړي وتوانېدل، چې د فوټسال نړۍوال جام ته هم لاره ومومي.

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو ډلبندي:
لومړی ګروپ: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا.

دویم ګروپ: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان.

درېیم ګروپ: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا

څلورم ګروپ: افغانستان، ایران، سعودي عربستان، مالیزیا
په څلورم ګروپ کې که څه هم سعودي عربستان او مالیزیا د افغانستان سخت سیالان ګڼل کېږي؛ خو د افغانستان تر ټولو سخت سیال د ایران ملي لوبډله ده. خو د اسلامي هېوادونو په پیوستون سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.
سعودي عربستان، چې په اسیا جام کې په پرله پسې توګه د درېیم ځل لپاره ګډون کوي، په وروستیو کلونو کې یې د پراخې پانګونې سره د پام وړ پرمختګ کړی او په دغه سیالیو کې به د افغانستان لومړی سیال وي.
د افغانستان د ډله‌ییزو لوبو مهالوېش
د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ لوبه: چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) جاکارتا لوبغالی - سهار ۱۰:۳۰ بجې
د افغانستان او مالیزیا ترمنځ لوبه: جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې
د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه: یکشنبه، (د سلواغې ۱۲مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

فیفا ته د ایران د فوټبال ټولنې لیک: د ایران د فوټبال فدراسیون فعالیتونه وځنډوئ

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۰
فیفا ته د ایران د فوټبال ټولنې لیک: د ایران د فوټبال فدراسیون فعالیتونه وځنډوئ
100%

د ایران د فوټبال یوشمېر لوبغاړو، لوبڅارانو او ورزشي خبریالانو په یوه لیک کې د فیفا له سرمنشي غوښتنه کړې، چې د ایران د خلکو پر وړاندې روان ظلم وغندي او ترڅنګ یې د ایران فوټبال فدراسیون فعالیتونه وځنډوي.

په لیک کې «د فیفا د قوانینو هغو مادو ته اشاره شوې، چې د بشري حقونو درناوی او د انساني کرامت د سرغړونو پر ردولو ټینګار کوي» راغلي، چې په وروستیو لاریونونو کې د فوټبال ټولنې لږترلږه شپږ غړي وژل شوي دي.

لاسلیک کوونکو همدارنګه لیکلي، چې د سپاهان لوبډلې یو لوبغاړی د سوله‌‌ییزو لاریونونو له امله د اعدام له ګواښ سره مخ دی او یوشمېر نور لوبغاړي د خپلو دریځونو له امله احضار شوي، نیول شوي او پوښتنو ګروېږنو ته وړل شوي دي.

لاسلیک کوونکو غوښتنه کړې، د ایران د فوټبال فدراسیون فعالیتونه باید هغه مهال عادي حالت ته راوګرځي چې د تایید وړ تضمین ورکړل شي؛ څو د فوټبال فعالین به نور د سوله‌ییزو نظرونو څرګندولو له امله له څار، نیونې یا اعدام سره مخ نه‌شي.

علي کریمي، محمد تقوا، سوشا مکاني، بختیار رحماني، میلاد زانیدپور، علي‌رضا مرزبان او محمدرضا فغاني د دغه لیک له لاسلیک کوونکو څخه دي. دغه لیک د فیفا ټولو غړو فدراسیونونو ته هم استول شوی دی.

نورستاني د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام لپاره د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۴ GMT+۰
نورستاني د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام لپاره د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ
100%

د کرېکټ نړۍوالې شورا اعلان کړی، چې د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ لوبډلې توپ اچوونکي نورستاني عمرزي د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام لپاره د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې د ۱۰ وېکټو په اخیستلو سره لومړی ځای خپل کړی.

له هغه وروسته د ۹ وېکټو په اخیستلو سره د هند هینال پټېل او د پاکستان علي رضا دویم او درېیم ځای خپل کړی دی. د نورستاني عمرزي په څېر ګڼ لوبغاړي د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډله کې ډېر ښه وځلېدل، د ډله‌ییزو لوبو پړاو کې یې اغېزمن فعالیت وکړ او د سویلي افریقا، وېسټ انډیز او تنزانیا په وړاندې یې د درېیو پرله‌پسې بریاوو سره د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته لاره وموندله.

د کرېکټ نړۍوالې شورا د قانون له مخې؛ د ډله‌ییزو لوبو پړاو امتیازونه بل پړاو ته لېږدول کېږي، افغانستان اوس د شپږو غوره لوبډلو په پړاو کې څلور امتیازونه لري او نیمه پای لوبې ته د تګ لوړ چانس لري.

افغانستان د شپږو غوره لوبډلو پړاو په لومړي ګروپ کې د اسټرالیا، سریلانکا، وېسټ انډیز، سویلي افریقا او اېرلنډ سره همډلی دی او په‌دې پړاو کې به دوی د سریلانکا او اېرلینډ په وړاندې لوبه وکړي. له یوې بریا سره افغان لوبډله کولای شي د سیالیو بل پړاو ته لاره ومومي.
د شپږو غوره لوبډلو پړاو لپاره د افغانستان د لوبو مهالوېش:
افغانستان د سریلانکا په وړاندې | د جنورۍ ۲۶مه (دوشنبه، د سلواغې ۶مه)| د وینډهوک لوبغالی نامیبیا
افغانستان د اېرلنډ په وړاندې | د جنورۍ ۳۰مه (جمعه، د سلواغې ۱۰مه) | د هرارې لوبغالی، زیمبابوې

بنګله‌دېش له ۲۰ اوریز نړۍوال جام څخه واېستل شو او پر ځای یې سکاټلنډ ته لاره ورکړل شوه

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۶ GMT+۰
بنګله‌دېش له ۲۰ اوریز نړۍوال جام څخه واېستل شو او پر ځای یې سکاټلنډ ته لاره ورکړل شوه
100%

د کرېکټ نړۍوالې شورا په رسمي ډول اعلان وکړ، چې بنګله‌دېش به د ۲۰۲۶ کال په ۲۰ اوریز نړۍوال جام کې ګډون ونه‌کړي او پر ځای به یې د سکاټلنډ ملي لوبډله په دغو سیالیو کې برخه واخلي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا نن شنبه په رسمي ډول اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۶ کال له شل اوریز نړۍوال جام څخه یې د بنګله‌دېش لوبډله اېستلې او پر ځای به یې د سکاټلنډ ملي لوبډله ګډون وکړي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا دا تاریخي پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي اندېښنو له امله هند ته د خپلې لوبډلې له استولو انکار وکړ.

د کرېکټ نړۍوالې شورا په اعلامیه کې راغلي: «د کورنیو او بهرنیو کارپوهانو په مرسته مو په هندوستان کې امنیتي وضعیت په بشپړ ډول وڅېړه. د دغو څېړنو پایله دا وه چې د بنګله‌دېش لوبډلې او مینه‌والو ته هېڅ ډول «د اعتبار وړ یا ثابت شوی» امنیتي ګواښ شتون نه‌لري».

د کرېکټ نړۍوالې شورا نن د شنبې په ورځ په رسمي ډول د سکاټلنډ لوبډله د بنګله‌دېش پر ځای د نړۍوال جام په C ګروپ کې ځای پر ځای کړل.

له همدې سره بنګله‌دېش غواړي، چې دا موضوع د شخړو د حل کمېټې (DRC) له لوري حل کړي، خو د کرېکټ د نړۍوالې شورا د قوانینو له مخې یاده کمېټه نه‌شي کولای چې د بورډ د هغه پرېکړې خلاف پرېکړه وکړي، چې د غړو په اکثریت رایه تایید شوې وي.

افغانستان د فوټبال فدراسیون د میدانونو د رغونې او پراختیا لپاره نوې پروژې ترلاسه کړي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۱ GMT+۰
افغانستان د فوټبال فدراسیون د میدانونو د رغونې او پراختیا لپاره نوې پروژې ترلاسه کړي
100%

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د هرات، غزني او لوګر ولایتونو د فوټبال میدانونو د رغونې او د کندهار او بلخ د فوټبال پروژو قراردادونه ترلاسه شوي، چې د هېواد د فوټبال د پرمختګ او ځوانو لوبغاړو د استعدادونو د ودې لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کېراغلي، ددغه فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر، چې د فیفا د تخنیکي او پرمختیایي کمېټې غړی هم دی، د مالیزیا په رسمي غونډه کې د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) او د فیفا استازو سره وکتل.

یوسف کاګر ویلي: «موږ د افغانستان د فوټبال لپاره لومړني سترې پرمختیایي پروژې ترلاسه کړې. دا پروژې به زموږ ځوانانو ته د لوبې مناسب چاپېریال برابر کړي او د فوټبال کچه په هېواد کې لوړه کړي.»

خبرپاڼه زیاتوي، په دې غونډه کې د هرات او غزني ولایتونو د فوټبال میدانونو د رغونې او د لوګر ولایت د سپورتي میدان د جوړولو قراردادونه لاسلیک ته چمتو شوي، او د کندهار او بلخ ولایتونو فوټبال پروژې هم نهایي شوې.

کارګر ویلي: «دغه پروژې به ژر د رسمي قرارداد له لارې پیل شي او موږ هیله لرو چې په دې سره د افغانستان فوټبال په نوي پړاو کې وده وکړي.»

خبرپاڼه زیاتوي، د بدخشان ولایت د فوټبال سټېډیم د جوړولو او د کابل سټېډیم د رغونې موضوع هم د فیفا او AFC استازو سره وڅېړل شوه، او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې عملي شي.

د فدراسیون د خبرپاڼې په وینا، محمد یوسف کارګر د دې لاسته راوړنو په اړه وویل: «دا پروژې نه یوازې د لوبغاړو د روزنې او میدانونو د رغونې لپاره مهمې دي، بلکې د افغانستان د فوټبال راتلونکی هم تضمینوي او ځوانو لوبغاړو ته د پرمختګ زمینه برابروي.»

په کابل کې د اسنوبورډ لومړنی ورزشي پروګرام د ۱۰۰ لوبغاړو په ګډون ترسره شو

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۰
په کابل کې د اسنوبورډ لومړنی ورزشي پروګرام د ۱۰۰ لوبغاړو په ګډون ترسره شو
100%

د افغانستان د اسنوبورډ فدراسیون اعلان وکړ، چې په هېواد په ځانګړي ډول کابل ښار کې د وروستیو واورو له ورېدو وروسته د اسنوبورډ لومړنی پروګرام د کابل په امید سبز ښارګوټي کې د غونډیو او غرونو پر لمنو ترسره شو. د فدراسیون د معلوماتو له‌مخې، په دې پروګرام کې ۱۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.

یاد فدراسیون وايي، چې د دې پروګرام موخه د ځوانانو ترمنځ د ژمنیو ورزشونو په ځانګړې توګه د اسنوبورډ معرفي او ترویج او په ټولنه کې د خوښۍ او لېوالتیا رامنځته کول وو.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې د ژمنیو ورزشونو د ودې لپاره په ځانګړې توګه په سړو او واوره لرونکو ولایتونو لکه بامیان کې د ځینو سیالیو د ترسره کېدو هڅو سره سره، دغه رشتې لکه اسنوبورډ، سکي او نورو څانګو یې تر اوسه کافي وده نه ده کړې او له محدودو امکاناتو سره مخ دي.