ایران: د جګړې د مخنیوي لپاره د هر قانوني بهیر هرکلی کوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې تهران د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې د جګړې د مخنیوي لپاره له هر ډول قانوني بهیر څخه هرکلی کوي.
