د امریکا د سنا د بهرنیو چارو کمېټې مشر: له طالبانو سره مالي مرستې باید ودرول شي

د امریکا د سنا د بهرنیو چارو کمیټې مشر جېم رېچ د طالبانو د «اصولنامې» په غبرګون ویلي، له طالبانو سره مالي مرستې باید بندې شي.

د امریکا د سنا د بهرنیو چارو کمیټې مشر جېم رېچ د طالبانو د «اصولنامې» په غبرګون ویلي، له طالبانو سره مالي مرستې باید بندې شي.
نوموړي د سېشنبې په ورځ (د سلواغې ۷مه) په خپل اېکس کې لیکلي، طالبانو بیا ځلې په افغانستان کې د غلامۍ بېرته ستنېدل تایید کړي او له دوی سره باید د امریکا مرستې بندې شي.
د هغه په خبره: «دا نه یوازې د امریکا له ګټو سره په ټکر کې او د هغو ټولو سرتېرو سپکاوی دی چې هلته یې خدمت کړی، بلکې طالبان په پرلهپسې ډول د شاتګ په حال کې دي».
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د افغانستان انټرنشنل د موندنو لهمخې، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده په دې وروستیو کې د «جزایي اصولنامې» په نوم نوی قانون توشېح کړی، چې لهمخې یې عام وګړي له سختو سزاګانو سره مخ کېږي، خو د طالبانو غړو او ملایانو ته پهکې ځانګړی معافیت ورکړل شوی دی.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پخواني استاد نصرالله ستانکزي په ګډون د هېواد ګڼو حقوق پوهانو د ملا هبتالله دا توشېح شوی قانون غندلی دی. یو شمېر سیاستوالو بیا ویلي، د طالبانو مشر غواړي چې په دې تازه «اصولنامې» سره افغانان نور هم د «غلام» تر سیورې لاندې راولي او ازادۍ یې محدودې کړې دي.
د خپرو شویو راپورونو لهمخې، د امریکا متحده ایالاتو حکومت لا هم په دوامداره توګه هره اوونۍ ۴۰ مېلیونه ډالر نغدي بشري مرسته افغانستان ته استوي، چې د نیوکه کوونکو په باور دا پیسې په مستقیم یا غېرمستقیم ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې بنسټونو ته رسېږي.