هغه له بنسټیزو انساني حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو محرومول په سختو ټکو وغندل.
ښاغلي توګندهات د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) پر خپلې اېکسپاڼه لیکلي، طالبان له اساسي حقونو د ښځو او نجونو محرومول د یوې «کرکجنې اسلامپالې ایډیالوژۍ» په نوم توجیه کوي.
توګندهات چې پخوا د برېتانیا د امنیت وزیر پاتې شوی، دا مهال د دغه هېواد د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشري پر غاړه لري، د طالبانو د لوړو زدهکړو د وزیر ندا محمد ندیم یوه ویډیو هم پر خپله پاڼه خپره کړې ده. په دې ویډیو کې، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږي په میاشت کې خپره شوې، ندیم د نجونو د زدهکړو او تعلیم پوښتنه تر «امرثاني» پورې منع اعلان کړې ده.
طالب چارواکو په تېرو څلورو کلونو کې بیا بیا ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانېستلو لپاره شرایط برابر نهدي، خو په عین حال کې ادعا کوي، چې په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او د لویو بنسټیزو پروژو چارې روانې دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د افغانستان د ټولنې ځینې برخې د نجونو له زدهکړو سره موافق نهدي. طالبان له هغه وخته چې د ۱۳۷۰یمو کلونو په پیل کې راڅرګند شول، د ښځو د کار او زدهکړې سخت مخالفین پاتې شوي دي.
ټام توګندهات پرته له دې چې د امریکا نوم واخلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ شوی تړون د افغان ښځو د اوسني ناوړه وضعیت لامل وباله. دا د دوحې د سولې د تړون په اړه د یوه مخکښ برېتانوي سیاستوال له لوري نادره نیوکه بلل کېږي، ځکه برېتانیا د امریکا نږدې متحد هېواد دی.
هغه وویل، چې د سولې له تړون وروسته «افغانستان داسې برخلیک ته پرېښودل شو. دا سوله د چا لپاره وه؟ د افغانانو لپاره نه وه».
امریکایي چارواکي، سره له دې چې پوهېدل د اشرف غني حکومت د طالبانو پر وړاندې د مقاومت توان نهلري، خو بیا هم په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له افغانستانه ووتل. د وتلو له وروستیو ورځو سره سم، پخوانی ولسمشر غني له افغانستانه ووت او د افغانستان پوځ هم ونړېد.