• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د سپاه پاسداران په تړاو د څرګندونو له امله د ایټالیا سفیره احضار کړه

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تهران کې د ایټالیا سفیره د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو له امله وزارت ته احضار شوې ده.

د ایران د «صدا و سیما» د راپور له‌مخې، ایران کې د ایټالیا سفیرې پاولا امادېي د ایران د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا احضار شوې ده.

دا احضار وروسته له هغه ترسره شو، چې د ایتالیا د بهرنیو چارو وزارت انتونیو تایاني د ایران د وروستیو اعتراضونو د ځپلو په اړه وویل، چې ایټالیا د سپاه پاسداران نوم د ترهګرو سازمانونو په لېست کې د شاملولو ملاتړ کوي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

د طالبانو د کندهار والي: ږېره خرېيلي او نوي ځوانان تلاشي کړئ «فساد» په همدوی کې دی

۵

په سوریې کې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د کیمیاوي وسلو متخصص ونیول شو

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په بلخ او غور ولایتونو کې یې دوه کوډګر نیولي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، دوه کسان یې په بلخ او غور ولایتونو کې د کوډګرۍ او د خلکو د غولولو په تور نیولي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو کسانو د غولوونکو چارو او د خلکو له دیني باورونو په ناسمه استفادې سره په غیر مشروع ډول له خلکو ډېرې پیسې اخیستې، خو بالاخره د ځايي خلکو له شکایتونو وروسته نیول شوي دي.

دغه وزارت ویلي، یاد کسان به ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

طالبانو یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې د اسلامي شریعت خلاف هر ډول چاره به په جدي توګه وڅارل شي او سرغړوونکي به د قانون منګلو ته وسپارل شي.

په مکسیکو کې د فوټبال په لوبغالي کې د ډزو له امله ۱۱ کسان وژل شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۰
100%

د مکسیکو په سالامانکا ښار کې د فوټبال په یوه لوبغالي کې د وسله والو ډزو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۱۲نور یې ټپیان کړي دي. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، قربانیان د فوټبال لوبې له پای ته رسېدو وروسته سره راټول شوي وو.

د سالامانکا ښاروال په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، «مافیايي ډلې هڅه کوي حکومت په ګونډو کړي، خو هغوی به هیڅکله په دې کې بریالي نه شي.»

سالامانکا ښار د مکسیکو یو سرحدي ښار دی چې د تیلو یوه مهمه تصفیه‌خونه هم پکې ده.

دلته دوه واکمنې مافیايي ډلې هڅه کوي د ښار کنټرول ترلاسه کړي څو د مخدره توکو قاچاق او د تیلو غلا فعالیتونه پیاوړي کړي.

اسراییل: د وروستي یرغمل شوي اسراییلي د جسد تر موندلو وروسته به د رفح لاره پرانیزو

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۰
100%

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې له مصر سره د غزې د رفح سرحدي لاره به د مساپرو پر مخ یوازې هغه مهال پرانېستل شي، څو چې په غزه کې د وروستي پاتې شوي اسراییلي یرغمل شوي کس د جسد موندلو عملیات بشپړ شوي نه وي.

د راپورونو له‌مخې، د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ د غزې په شمال کې د ران ګویلي په نوم د یوه وژل شوي افسر د جسد موندلو په موخه عملیات پیل کړي دي.

یو اسراییلي استخباراتي چارواکي ویلي، چې د دغه جسد د احتمالي ځای په اړه څو استخباراتي نښې ترلاسه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ استازو له نتنیاهو سره په لیدنه کې غوښتنه کړې وه، چې ژر تر ژره دې د فلسطین او مصر ترمنځ د رفح سرحدي لاره پرانیزې، خو اوس نتنیاهو د یادې لارې د پرانېستلو لپاره د خپلو یرغمل شویو کسانو د جسدونو د موندلو شرط ایښی دی.

طالبان: په درېیو ولایتونو کې مو لسګونه کسان له واورو وژغورل

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د بادغیس په جوند، د پروان په جبل السراج او سالنګونو او د فاریاب په لولاش ولسوالیو کې یې لسګونه هغه کسان د چورلکو په وسیله ژغورلي، چې د درنو واورو له امله په لارو کې بند پاتې وو.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې په واورو کې بنند پاتې کسان یې خوندي سیمو ته لېږدولي دي.

په یادو کسانو کې ناروغه ښځې هم شاملې وې.

طالبانو زیاته کړې، چې په ځینو سیمو کې یې په واورو کې بند پاتې څاروي هم ژغورلي دي.

د تعلیم نړۍواله ورځ؛ ګوترېش: زده‌کړه د هر انسان بنسټیز حق دی

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د تعلیم د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د نړۍ په کچه شاوخوا ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان د فقر، تبعیض، جګړو، بې‌ځایه کېدو او طبیعي پېښو له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي.

انتونیو کوترېش په ایکس لیکلي، چې باید د ټولو لپاره ټول‌شموله، مقاوم او نوښتګر تعلیمي نظامونه رامنځته شي، څو د زده‌کړې حق ټولو ته تضمین شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې نږدې پنځه کاله کېږي له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.

د روان کال په پیل کې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک خبرداری ورکړی و، چې که د نجونو پر زده‌کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو د زده‌کړو څخه د بې‌برخې نجونو شمېر به تر څلورو میلیونو لوړ شي.