ناروې د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره نږدې یو مېلیون ډالر مرسته کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وایي، له ناروې څخه یې شاوخوا ۹۹۰زره امریکایي ډالره نوې مرسته ترلاسه کړې چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لارې به د بېړنیو حالاتو پر مهال د مرستندویه ادارو فعالیتونه چټک او اغېزمن کړي.




