د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د انټرنېټ دوامداره بندېدل وغندل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د انټرنېټ د دوامداره بندیز او د حکومت لهخوا سوداګرو ته د حکومتي مامورینو تر څار لاندې په سوداګرۍ خونې کې د ۲۰ دقیقو لپاره د انټرنېټ د اجازې ورکړې ته په اشارې سره لیکلي: «دغه اقدام د ایران د رژیم د معلوماتو د بهیر څخه وېره» ښیي.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي: «دغه ظالمانه اقدام د دې لپاره دی، چې د اعتراضونو انځورونه له ایران څخه بهر شریک نهشي او مخالفین چوپ کړل شي».
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه: «ایران په سوداګرۍ برخه کې د سوداګرو لهخوا د انټرنېټ د کارونې څارنه کوي؛ ترڅو د لاریونونو د انځورونو شریکولو او له فعالانو سره اړیکه نیولو هڅو مخه ونیسي». دغه وزارت ویلي: «د کنټرول دغه کچه یوازې ظالمانه نه؛ بلکې یوه نهیلې کوونکې هڅه ده، چې مخالفین چوپ کړي او ایرانیان له نړۍ څخه جلا کړي».
