• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د سعودي عربستان پروړاندې لوبېږي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو کې په خپلې لومړۍ لوبه کې د سعودي عربستان له لوبډلې سره مخامخ کېږي. دغه لوبه نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) د اندونیزیا د جاکارتا ښار په ولودروم لوبغالي کې د سهار په ۱۰:۳۰ بجو پیلېږي.

افغانستان او سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې څو ځلې یو د بل پر وړاندې لوبېدلي، چې په ټوله کې د افغانستان لوبډله بریالۍ وه. خو په وروستیو کلونو کې په فوټسال برخه کې د سعودي عربستان پراخو پانګونو د دواړو لوبډلو ترمنځ تخنیکي واټن کم کړی او سیالیو ته یې لا جدي بڼه ورکړې ده.

سره له دې افغانستان لاهم په نړۍواله ډل‌بندۍ کې خپل غوره موقف ساتلی دی. د فیفا د وروستۍ ډلبندۍ له مخې؛ افغانستان په نړۍواله کچه ۲۸م او په اسیا کې ۷م مقام لري، په داسې حال کې چې سعودي عربستان په نړۍ کې ۴۵م او په اسیا کې ۱۱م ځای لري.

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو کې د اسیا ۱۶ غوره لوبډلې ګډون لري، چې په څلورو ګروپونو کې سیالي کوي. افغانستان په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له پیاوړو لوبډلو سره په یوه ډله کې دی.

په دې ډله کې ایران د تېر پړاو اتل او د ۱۳ اتلولیو لرونکی د افغان لوبډلې ترټولو سخت سیال بلل کېږي. سعودي عربستان د پراخ مالي ملاتړ سره سیالیو ته راګرځېدلی او مالیزیا هم په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د دې ترڅنګ، افغانستان هم د تېر پړاو پرتله په ښه چمتووالي سره سیالیو ته راغلی.

که څه هم د ټپي کېدو له امله افغان لوبډله د لوبډلمشر مهدي نوروزي او همدارنګه مهران غلامي په څېر یو شمېر کلیدي لوبغاړي نه‌لري؛ خو بیا هم دغه لوبډله د خپلې لومړنۍ اسیايي تجربې پرتله لا ډېره تجربه‌لرونکې او منسجمه ده.

د سعودي عربستان پر وړاندې لومړۍ لوبه د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. په دې سیالۍ کې بریا کولای شي بل پړاو ته د تګ لاره هواره کړي.

د افغانستان د لوبو مهالوېش:

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو ډلبندي:
لومړی ګروپ: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا.

دویم ګروپ: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان.

درېیم ګروپ: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا

څلورم ګروپ: افغانستان، ایران، سعودي عربستان، مالیزیا
په څلورم ګروپ کې که څه هم سعودي عربستان او مالیزیا د افغانستان سخت سیالان ګڼل کېږي؛ خو د افغانستان تر ټولو سخت سیال د ایران ملي لوبډله ده. خو د اسلامي هېوادونو په پیوستون سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.
سعودي عربستان، چې په اسیا جام کې په پرله پسې توګه د درېیم ځل لپاره ګډون کوي، په وروستیو کلونو کې یې د پراخې پانګونې سره د پام وړ پرمختګ کړی او په دغه سیالیو کې به د افغانستان لومړی سیال وي.
د افغانستان د ډله‌ییزو لوبو مهالوېش
د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ لوبه: چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) جاکارتا لوبغالی - سهار ۱۰:۳۰ بجې
د افغانستان او مالیزیا ترمنځ لوبه: جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې
د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه: یکشنبه، (د سلواغې ۱۲مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالۍ نن په اندونیزیا کې پیلېږي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۳ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالۍ نن په اندونیزیا کې پیلېږي
100%

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو ۱۸م پړاو نن سې‌شنبه (د سلواغې ۷مه) د اندونیزیا په کوربه‌توب پیلېږي. سږ کال د اسیا ۱۶ غوره لوبډلې په څلورو ګروپونو کې سره سیالي کوي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د چهارشنبې په ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې له سعودي عربستان سره مخ شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې په اسیا جام کې یې د ګډون دا دویم ځل دی، د یادو سیالیو په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره همډلې ده. د اسیا جام په تېر پړاو کې چې د ټایلنډ په کوربه‌توب ترسره شو، افغانستان وکولای شوای چې په خپل غوره فعالیت سره د یادو سیالیو پنځم مقام خپل کړي. افغان لوبغاړي وتوانېدل، چې د فوټسال نړۍوال جام ته هم لاره ومومي.

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوټسال سیالیو ډلبندي:
لومړی ګروپ: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا.

دویم ګروپ: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان.

درېیم ګروپ: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا

څلورم ګروپ: افغانستان، ایران، سعودي عربستان، مالیزیا
په څلورم ګروپ کې که څه هم سعودي عربستان او مالیزیا د افغانستان سخت سیالان ګڼل کېږي؛ خو د افغانستان تر ټولو سخت سیال د ایران ملي لوبډله ده. خو د اسلامي هېوادونو په پیوستون سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.
سعودي عربستان، چې په اسیا جام کې په پرله پسې توګه د درېیم ځل لپاره ګډون کوي، په وروستیو کلونو کې یې د پراخې پانګونې سره د پام وړ پرمختګ کړی او په دغه سیالیو کې به د افغانستان لومړی سیال وي.
د افغانستان د ډله‌ییزو لوبو مهالوېش
د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ لوبه: چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) جاکارتا لوبغالی - سهار ۱۰:۳۰ بجې
د افغانستان او مالیزیا ترمنځ لوبه: جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې
د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه: یکشنبه، (د سلواغې ۱۲مه) د ویلوډروم جاکارتا لوبغالی - ماسپښین ۲:۳۰ بجې

فیفا ته د ایران د فوټبال ټولنې لیک: د ایران د فوټبال فدراسیون فعالیتونه وځنډوئ

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۰
فیفا ته د ایران د فوټبال ټولنې لیک: د ایران د فوټبال فدراسیون فعالیتونه وځنډوئ
100%

د ایران د فوټبال یوشمېر لوبغاړو، لوبڅارانو او ورزشي خبریالانو په یوه لیک کې د فیفا له سرمنشي غوښتنه کړې، چې د ایران د خلکو پر وړاندې روان ظلم وغندي او ترڅنګ یې د ایران فوټبال فدراسیون فعالیتونه وځنډوي.

په لیک کې «د فیفا د قوانینو هغو مادو ته اشاره شوې، چې د بشري حقونو درناوی او د انساني کرامت د سرغړونو پر ردولو ټینګار کوي» راغلي، چې په وروستیو لاریونونو کې د فوټبال ټولنې لږترلږه شپږ غړي وژل شوي دي.

لاسلیک کوونکو همدارنګه لیکلي، چې د سپاهان لوبډلې یو لوبغاړی د سوله‌‌ییزو لاریونونو له امله د اعدام له ګواښ سره مخ دی او یوشمېر نور لوبغاړي د خپلو دریځونو له امله احضار شوي، نیول شوي او پوښتنو ګروېږنو ته وړل شوي دي.

لاسلیک کوونکو غوښتنه کړې، د ایران د فوټبال فدراسیون فعالیتونه باید هغه مهال عادي حالت ته راوګرځي چې د تایید وړ تضمین ورکړل شي؛ څو د فوټبال فعالین به نور د سوله‌ییزو نظرونو څرګندولو له امله له څار، نیونې یا اعدام سره مخ نه‌شي.

علي کریمي، محمد تقوا، سوشا مکاني، بختیار رحماني، میلاد زانیدپور، علي‌رضا مرزبان او محمدرضا فغاني د دغه لیک له لاسلیک کوونکو څخه دي. دغه لیک د فیفا ټولو غړو فدراسیونونو ته هم استول شوی دی.

نورستاني د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام لپاره د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۴ GMT+۰
نورستاني د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام لپاره د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ
100%

د کرېکټ نړۍوالې شورا اعلان کړی، چې د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ لوبډلې توپ اچوونکي نورستاني عمرزي د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام لپاره د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې د ۱۰ وېکټو په اخیستلو سره لومړی ځای خپل کړی.

له هغه وروسته د ۹ وېکټو په اخیستلو سره د هند هینال پټېل او د پاکستان علي رضا دویم او درېیم ځای خپل کړی دی. د نورستاني عمرزي په څېر ګڼ لوبغاړي د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډله کې ډېر ښه وځلېدل، د ډله‌ییزو لوبو پړاو کې یې اغېزمن فعالیت وکړ او د سویلي افریقا، وېسټ انډیز او تنزانیا په وړاندې یې د درېیو پرله‌پسې بریاوو سره د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته لاره وموندله.

د کرېکټ نړۍوالې شورا د قانون له مخې؛ د ډله‌ییزو لوبو پړاو امتیازونه بل پړاو ته لېږدول کېږي، افغانستان اوس د شپږو غوره لوبډلو په پړاو کې څلور امتیازونه لري او نیمه پای لوبې ته د تګ لوړ چانس لري.

افغانستان د شپږو غوره لوبډلو پړاو په لومړي ګروپ کې د اسټرالیا، سریلانکا، وېسټ انډیز، سویلي افریقا او اېرلنډ سره همډلی دی او په‌دې پړاو کې به دوی د سریلانکا او اېرلینډ په وړاندې لوبه وکړي. له یوې بریا سره افغان لوبډله کولای شي د سیالیو بل پړاو ته لاره ومومي.
د شپږو غوره لوبډلو پړاو لپاره د افغانستان د لوبو مهالوېش:
افغانستان د سریلانکا په وړاندې | د جنورۍ ۲۶مه (دوشنبه، د سلواغې ۶مه)| د وینډهوک لوبغالی نامیبیا
افغانستان د اېرلنډ په وړاندې | د جنورۍ ۳۰مه (جمعه، د سلواغې ۱۰مه) | د هرارې لوبغالی، زیمبابوې

بنګله‌دېش له ۲۰ اوریز نړۍوال جام څخه واېستل شو او پر ځای یې سکاټلنډ ته لاره ورکړل شوه

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۶ GMT+۰
بنګله‌دېش له ۲۰ اوریز نړۍوال جام څخه واېستل شو او پر ځای یې سکاټلنډ ته لاره ورکړل شوه
100%

د کرېکټ نړۍوالې شورا په رسمي ډول اعلان وکړ، چې بنګله‌دېش به د ۲۰۲۶ کال په ۲۰ اوریز نړۍوال جام کې ګډون ونه‌کړي او پر ځای به یې د سکاټلنډ ملي لوبډله په دغو سیالیو کې برخه واخلي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا نن شنبه په رسمي ډول اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۶ کال له شل اوریز نړۍوال جام څخه یې د بنګله‌دېش لوبډله اېستلې او پر ځای به یې د سکاټلنډ ملي لوبډله ګډون وکړي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا دا تاریخي پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي اندېښنو له امله هند ته د خپلې لوبډلې له استولو انکار وکړ.

د کرېکټ نړۍوالې شورا په اعلامیه کې راغلي: «د کورنیو او بهرنیو کارپوهانو په مرسته مو په هندوستان کې امنیتي وضعیت په بشپړ ډول وڅېړه. د دغو څېړنو پایله دا وه چې د بنګله‌دېش لوبډلې او مینه‌والو ته هېڅ ډول «د اعتبار وړ یا ثابت شوی» امنیتي ګواښ شتون نه‌لري».

د کرېکټ نړۍوالې شورا نن د شنبې په ورځ په رسمي ډول د سکاټلنډ لوبډله د بنګله‌دېش پر ځای د نړۍوال جام په C ګروپ کې ځای پر ځای کړل.

له همدې سره بنګله‌دېش غواړي، چې دا موضوع د شخړو د حل کمېټې (DRC) له لوري حل کړي، خو د کرېکټ د نړۍوالې شورا د قوانینو له مخې یاده کمېټه نه‌شي کولای چې د بورډ د هغه پرېکړې خلاف پرېکړه وکړي، چې د غړو په اکثریت رایه تایید شوې وي.

افغانستان د فوټبال فدراسیون د میدانونو د رغونې او پراختیا لپاره نوې پروژې ترلاسه کړي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۱ GMT+۰
افغانستان د فوټبال فدراسیون د میدانونو د رغونې او پراختیا لپاره نوې پروژې ترلاسه کړي
100%

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د هرات، غزني او لوګر ولایتونو د فوټبال میدانونو د رغونې او د کندهار او بلخ د فوټبال پروژو قراردادونه ترلاسه شوي، چې د هېواد د فوټبال د پرمختګ او ځوانو لوبغاړو د استعدادونو د ودې لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کېراغلي، ددغه فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر، چې د فیفا د تخنیکي او پرمختیایي کمېټې غړی هم دی، د مالیزیا په رسمي غونډه کې د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) او د فیفا استازو سره وکتل.

یوسف کاګر ویلي: «موږ د افغانستان د فوټبال لپاره لومړني سترې پرمختیایي پروژې ترلاسه کړې. دا پروژې به زموږ ځوانانو ته د لوبې مناسب چاپېریال برابر کړي او د فوټبال کچه په هېواد کې لوړه کړي.»

خبرپاڼه زیاتوي، په دې غونډه کې د هرات او غزني ولایتونو د فوټبال میدانونو د رغونې او د لوګر ولایت د سپورتي میدان د جوړولو قراردادونه لاسلیک ته چمتو شوي، او د کندهار او بلخ ولایتونو فوټبال پروژې هم نهایي شوې.

کارګر ویلي: «دغه پروژې به ژر د رسمي قرارداد له لارې پیل شي او موږ هیله لرو چې په دې سره د افغانستان فوټبال په نوي پړاو کې وده وکړي.»

خبرپاڼه زیاتوي، د بدخشان ولایت د فوټبال سټېډیم د جوړولو او د کابل سټېډیم د رغونې موضوع هم د فیفا او AFC استازو سره وڅېړل شوه، او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې عملي شي.

د فدراسیون د خبرپاڼې په وینا، محمد یوسف کارګر د دې لاسته راوړنو په اړه وویل: «دا پروژې نه یوازې د لوبغاړو د روزنې او میدانونو د رغونې لپاره مهمې دي، بلکې د افغانستان د فوټبال راتلونکی هم تضمینوي او ځوانو لوبغاړو ته د پرمختګ زمینه برابروي.»