عراقچي: موږ له امریکا سره د خبرو اترو غوښتنه نهده کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې په وروستیو ورځو کې د تهران او امریکا د ځانګړي استازي سټیو وېټکاف ترمنځ هېڅ ډول خبرې نهدي شوې. نوموړي ویلي، چې د خبرو لپاره کومه غوښتنه هم نهده وړاندې شوې.
عراقچي ویلي، چې ځینې هېوادونه د منځګړو په توګه سلامشورې کوي او اړیکې ورسره دوام لري.





