هند افغانستان ته ۲،۵ ټنه د سرطان ضد درمل استولي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې هند د خپلو همکاریو په دوام ۲،۵ ټنه د سرطان ضد درملو بله جوپه کابل ته لیږلې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې هند د خپلو همکاریو په دوام ۲،۵ ټنه د سرطان ضد درملو بله جوپه کابل ته لیږلې ده.
طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر ویلي چې تر دې مخکې هم هند له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې کابل ته ۷،۵ ټنه د سرطان ضد درمل استولي وو.
د هند مرسته په داسې حال کې ده چې د طالبانو ماليې وزارت د سلواغې په لومړۍ نېټه خبرداری ورکړ، چې د روانې سلواغې میاشتې تر ۱۹مې نېټې وروسته له پاکستان نه هر ډول وارېدوونکي درمل نه محصولېږي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په سپارښتنه شوې ده.


د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۰۵ ل کال د حج فریضې د ادا کولو لپاره د نوملیکنې د متقاضیانو ترمنځ د قرعه اچونې بهیر پیل کړ. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۹۸ زره، ۷۷۲ متقاضیانو نوم لیکنه کړې وه.
یاد وزارت زیاتوي چې دغه بهیر د اړوندو ادارو د استازو په حضور او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ټاکل شويو اصولو له مخې ترسره شو.
د وزارت مسلکي مرستیال مولوي محمد حامد حسیب، د بهیر د څرنګوالي او شفافیت په اړه وویل چې د نویو متقاضیانو د نوملیکنې پروسه د مرغومي میاشتې په ۲۴ نېټه په کابل او ټولو ولایتونو کې پیل او د د سلواغې میاشتې په ۴ نېټه پای ته ورسېده.
د کابل ښار د ناحیو په شمول په ټول هېواد کې اته نوي زره، اووه سوه او دوه اویا تنو نویو متقاضیانو د حج ادا کولو لپاره نوم لیکنه کړې او نن چارشنبه د هغوی ترمنځ د قرعه اچونې بهیر پیل شو.
حسیب زیاته کړه چې د قرعې اچونې له لارې منتخب شوي متقاضیان به د سږ کال د حج لپاره واستول شي.

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون سره په ناسته کې په کابل ښار کې د مسلکي سوالګرو شته والی جدي بللی. یاد کمیسون ویلي، چې تر دې دمه یې۷۴ زره او ۹۶۸ سوالګر راټول کړي، چې ۳۷ زره پکې مسلکي دي.
د طالبانو د سوالګرو د راټولونې او سوالګرۍ مخنیوي کمیسیون د چارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ویلي، چې په کابل ښار کې تر دې دمه ۷۴٬۹۶۸ سوالګر راټول شوي، چې له دې ډلې ۳۷٬۹۴۷ تنه مستحق سوالګر پېژندل شوي او ۳۷٬۰۲۱تنه مسلکي سوالګر بلل شوي دي.
راپور زیاتوي چې مستحق سوالګر د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندل شوي او هره میاشت به د بانکي حسابونو له لارې ورسره نغدي مرستې کېږي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د طالبانو اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د سوالګرو د راټولولو بهیر چټک کړي او له مستحقو کسانو سره لازمې مرستې وکړي.
یاد کمیسیون په خپل رپوټ کې ویلي، چې یو شمېر نور کسان د درملنې او یا د کارموندنې لپاره اړوندو ادارو ته معرفي شوي دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د دفتر د معلوماتو له مخې، ملا برادر د کمېسیون غړو ته سپارښتنه کړې چې د طالبانو د مشر د منظورې شوې کړنلارې پر بنسټ د سوالګرو د راټولولو او مخنیوي چارې په اغیزناکه توګه عملي کړي.
د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې کاري فرصتونه محدود شوي، اقتصادي سرچینې کمې شوې او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ډېر کسان سوالګرۍ ته اړ شوي، په ځانګړې توګه هغه ښځې، چې د کورونو سرپرستان نه لري او پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله، پخپله د کار او کاروبار اجازه نه لري.

د ایران د بشري حقونو سازمان هنګاو خبر ورکړی، چې د مشهد په وروستیو لاریونونو کې د ایران د دولتي ځواکونو په ډزو کې لږترلږه څلور افغانان هم وژل شوي، چې یو تن پکې ۱۶ کلن ماشوم دی.
د هنګاو د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې، دغه کسان د جنورۍ پر۸مه نېټه د ماښام پر وخت د مشهد په بېلابېلو سیمو کې د ایران دولتي ځواکونو وژلي دي.
وژل شوي کسان ۱۶ کلن امیرحسین مرادي، ۱۹ کلنه یزدان تمنا، ۲۰ کلن علیرضا بهبودي یاو ۲۲ کلن کیارش کریمدادي ښودل شوي دي.
سرچینې وايي، امیرحسین مرادي په نوده سیمه کې په ډزو ووژل شو، په داسې حال کې چې علیرضا بهبودي او کیارش کریمدادي په وکیلآباد کې ووژل شول او یزدان تمنا د امامیه پولیسو د څانګې له خوا وژل شوې ده.
د وژل شویو کسانو پر کورنیو امنیتي ادارو فشار راوړی، چې په دې اړه غلي پاتې شي.
د مړو د سپارنې لپاره له څو ځله مراجعې وروسته، هغوی ته اجازه ورکړل شوې، چې خپل مړي تسلیم کړي او پټه خوله یې خاورو ته وسپاري.

د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پراختیا دفتر (یو اېن هېبیتات) په افغانستان کې د اوبو د مدیریت لپاره د «سفنجي سیمو» د تګلارې پر عملي کېدو ټینګار کړی دی. دغه اداره وايي، دا نوې تګلاره د باراني اوبو د بهېدو د ورو کولو او په ځمکه کې د اوبو د جذب امکانات برابروي.
یو اېن هېبیتات ویلي چې د سفنجي سیمو رامنځته کول د ښاري او کلیوالي چاپېریال د لا زرغونېدو، یخ او مقاوم کېدو لامل ګرځي.
د دې ادارې په وینا، دې تګلارې ته د اوبو د ګواښ په توګه نه، بلکې د کرنې، شنو ساحو او مقاومو ښارونو لپاره د یوې ارزښتناکې سرچینې په توګه ګوري.
د ملګرو ملتونو د دغه بنسټ د سپارښتنې له مخې، د سفنجي سیمو جوړول د اوبو بهیر پر سمه لاره سیخوي او تر ځمکې لاندې اوبو زېرمو ته ګټه کوي او که پلې شي په پلازمېنه کې به د اوبو د کمښت کړکیچ راکم کړي.
همدارنګه، دا اداره وايي چې له ونو سره یوځای کرنه (تلفیقي کرنه) او د اوبو د مسیرونو طرح کول چې د ځنګلونو، له وښو ډکو دښتو، لندو سیمو، د سېلابي میدانونو او ښاري شنو فضاوو رامنځته کول پکې شامل دي، د باران اوبه ساتي او د ضایع کېدو مخه یې نیسي.
سربېره پر دې، د کمعمقه سیندونو او ویالو بیا رغونه چې په نباتاتو پوښل شوي وي، د اوبو له کنټرول شوي بهیر سره مرسته کوي، او د ونو او بوټو کتارونه او د ځمکې سطحي نباتي پوښ د خاورې د نفوذ وړتیا زیاتوي او د سېلابونو مخه نیسي.
د ملګرو ملتونو د پایدار ښاري پراختیا پروګرام ټینګار کوي چې دا لارې چارې نه یوازې د اوبو په جذب او زېرمه کولو کې مرسته کوي، بلکې د ښار د تودوخې درجه راټیټوي، ایکوسیستمونه پیاوړي کوي او ښارونه او کلي د وچکالۍ او سختو بارانونو پر وړاندې لا مقاومه وي.

اروپایي پارلمان کې د جرمني غړې هانا نیومن د طالبانو نوې جزايي اصولنامه د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض او عملي غلامۍ د لا پیاوړتیا هڅه بللې ده. نوموړې وایي، دا قانون په اصل کې د جنسیتي اپارتاید پر بنسټ ولاړ دی او د ښځو د بنسټیزو بشري حقونو سپکاوی کوي.
هانا نیومن ټینګار کړی چې طالبان باید د دغسې قوانینو له امله حساب ورکړي او نړیواله ټولنه باید د دوی پر وړاندې چوپه پاتې نه شي.
نوموړې یو ځل بیا ویلي چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول تر هغه د منلو وړ نه دي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان سیستماتیک ظلم پای ته نه وي رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان د نوې جزایي اصولنامې د توشیح په حال کې دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې ددوی پر قوانینو هر ډول اعتراض پر اسلامي شریعت اعتراض ګڼل کېږي او قانوني تعقیب به ولري.