د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر: د ترهګرې ډلې په توګه د سپاه پاسداران له اعلانولو ملاتړ کوو

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې پاریس په اروپايي ټولنه کې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران له شاملولو ملاتړ کوي او د پنجشنبې په ورځ به په بروکسل کې د هغو کسانو پر وړاندې بندیزونه تصویب شي، چې په ایران کې یې د اعتراضونو په ځپلو کې لاس درلود.
هغه د زندانیانو د خوشې کولو، د اعدامونو د بندولو او د ډیجیټلي محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
ژان نویل بارو وویل، چې فرانسه له خپلو اروپايي شریکانو سره یوځای د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د هغو کسانو پر وړاندې نوي بندیزونه تصویبوي، چې په ایران کې یې د اعتراضونو په ځپلو کې لاس درلود. د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، په دغو بندیزونو کې اروپا ته د دغو کسانو پر ننوتلو بندیز او د هغوی د شتمنیو کنګل کول شامل دي.
بارو ټینګار وکړ، چې د ایران د خلکو د سولهییز پاڅون «د نه زغم وړ» ځپل باید بېځوابه پاتې نهشي او زیاته یې کړه، هغه بېسارې مېړانه چې ایراني وګړو د خپل ځان پر وړاندې د روان وحشت په مقابل کې ښودلې، باید بېپایلې پاتې نهشي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل، چې اسلامي جمهوري نظام باید سمدستي بندیان خوشې کړي، اعدامونه پای ته ورسوي، ډیجیټلي محاصره لغوه کړي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا حقیقت موندونکي پلاوي ته اجازه ورکړي چې په ایران کې د شویو جرمونو په اړه څېړنه وکړي.
