په دغه نړۍوال جام سیالیو کې ګډون کوونکې ۲۰ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي. په لومړي ګروپ کې هند، امریکا، نامیبیا، هالنډ او پاکستان شامل دي. په دویم ګروپ کې اسټرالیا، سریلانکا، زمبابوې، اېرلنډ او عمان، په ګروپ درېیم ګروپ کې انګلستان، وېسټ انډیز، سکاټلنډ، اېټالیا او نیپال، او په څلورم ګروپ کې سوېلي افریقا، نیوزېلنډ، افغانستان، کاناډا او متحده عربي امارات شامل دي.
د دغه سیالیو له هر ګروپ څخه به دوه غوره لوبډلې د اته غوره (Super Eights) مرحلې ته لاره ومومي. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال د شل اوریز نړۍوال جام ته بشپړ چمتوالی اعلان کړی.
د دغه جام لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ (ACB) د ملي لوبډلې ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې، چې راشد خان یې لوبډلمشري په غاړه لري. په دې ترکیب کې د تجربهکارو او ځوانو لوبغاړو ترمنځ متوازن ترکیب شامل دی، چې هد یې په نړیوۍل جام کې د غوره پایلې ترلاسه کول دي.
د مرکزي لوبډلې لوبغاړي رحمانالله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیقالله اتل، عظمت عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد لکڼوال، مجیب الرحمان، فضلحق فاروقي، عبدالله احمدزی او څو نور لوبغاړي غوره شوي دي.
دغه سیالۍ افغان لوبډلې ته ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې په ۲۰۲۴کال کې یې د نړۍوال جام په نیمهپایلوبه کې د خپلې وړتیا ثبوت وړاندې کړی و چې له امله یې په مستقیمه توګه د ۲۰۲۶کال نړۍوال جامته لاره وموندله.
افغان لوبډلې د نړۍوال جام تر پیل وړاندې د وېسټ انډیز په وړاندې شل اوریزه لوبلړۍ ترسره کړه، چې د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. بل خوا د ۲۰۲۶کال د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام وارماپ یا تمریناتي سیالۍ به د فبرورۍ له ۲مې تر ۶مې ترسره شي؛ څو د سیالیو ګډون کوونکې لوبډلې خپل وروستي چمتوالي ته ورسېږي.
دغه سیالۍ د نړۍوال جام رسمي لوبو نه مخکې ترسره کېږي او لوبغاړو ته فرصت ورکوي، چې د بېلابېلو شرایطو، لوبغالو او مقابل لوري سره ځان عیار کړي. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په دغه تمریناتي لوبو کې دوه مهمې سیالۍ لري.
لومړۍ لوبه به د فبرورۍ ۲مه د سکاټلنډ پر وړاندې په بېنګلور کې ترسره شي او دویمه لوبه به د فبرورۍ ۴مه د وېسټ انډیز پر وړاندې ترسره شي. دواړه لوبې د بېنګلور په لوبغالي کې پلان شوې دي، چې ملي لوبډلې ته د نړۍوال جام لپاره د خپل تاکتیک، لوبغاړو ترکیب او سیالۍ شرایطو ازموینې ښه فرصت برابروي.
د وارماپ سیالیو له لارې به لوبډلې وشي کړای، چې خپل ستراتیژیک پلانونه بشپړ کړي، د ځوانو او تجربهکارو لوبغاړو ظرفیت وازمويي او د نړۍوال جام د سختو سیالیو لپاره خپله وړتیا لوړه کړي. دغه تمریناتي لوبې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره مهمه ده؛ ترڅو د نړۍوال جام رسمي سیالیو ته په بشپړ چمتوالي سره ورننوځي.
دغه نړۍوال جام د کرېکټ یو له مهمو سیالیو څخه ګڼل کېږي، چې د نړۍ تر ټولو غوره لوبډلې پهکې برخه اخلي. افغان مینهوال په تمه دي، چې د خپلې ملي لوبډلې غوره پایلې وویني او د هېواد کرېکټ یو ځل بیا په نړۍواله کچه وځلوي.
یاده دې وي، چې د دغه نړۍوال جام پایلوبه د نړۍ د تر ټولو لوی لوبغالي نرندرا مودي سټیډیم (احمداباد) کې ترسره کېږي او که پاکستان پایلوبې ته ورسېږي؛ نو د سیالۍ ځای به کولمبو ته واړول شي.
د دغه سیالیو نیمه پایلوبې به په کلکته او ممبي کې ترسره شي؛ خو که هند او پاکستان په نیمه پایلوبه کې مخامخ شي، نو لوبه کولمبو ته لېږدول کېږي. دا د هند او سریلانکا د نړۍوال جام دویم ځل کوربهتوب دی؛ مخکې سریلانکا په ۲۰۱۲ او هند په ۲۰۱۶کال کې د دغه سیالیو کوربهتوب کړی و.
د شل اوریز نړۍوال جام پخوانیو اتلانو کې هند، انګلستان، پاکستان، سریلانکا، ویسټ انډیز او اسټرالیا شامل دي.