• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د طالبانو د واکمنۍ په څلورو کلونو کې ۶۶۶۰ کسان وژل شوي

مصور زادفر
مصور زادفر

خبریال

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د احصاییې او معلوماتو ادارې اسناد، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، ښيي چې د طالبانو د نږدې څلورو کلونو واکمنۍ پر مهال، له ۱۴۰۰ کال نه تر ۱۴۰۳ کال پورې، شاوخوا ۶۶۶۰ وژنې د جنايي جرمونو تر عنوان لاندې ثبت شوې دي.

محمدشاه امیري، چې د اسماعیلیه ټولنې غړی و، د مرغومي میاشتې د ۱۱مې نېټې په ماښام، چې له کاره کور ته روان و، په کوڅه کې د یوه وسله‌وال کس له ناڅاپي برید سره مخ شو. وسله‌وال د کټارو شاته، د دوه ـ درې مترو په واټن کې پر هغه ډزې وکړې.

دا ۲۴ کلن ځوان د افغان‌بیسیم مخابراتي شرکت کارکوونکی و او د بدخشان په فیض‌آباد ښار کې، د کوکچې د سیند پر غاړه، په دشت‌قرق په سیمه کې اوسېده. یوې سرچینې وویل چې مرمۍ د محمدشاه د غوږ تر شا لګېدلې وه او د تندي له برخې وتلې وه.

هغه تر ډزو وروسته څو دقیقې ژوندی و او پر ځمکه پروت و، ساه یې اخیسته. نږدې یو ماشوم پرې خبر شو او په منډه کور ته ولاړ څو نور خلک خبر کړي.

یوې سرچینې وویل چې د استخباراتو ځواکونه له ډزو څو دقیقې وروسته سیمې ته ورسېدل، خو د محمدشاه د لېږد په برخه کې یې ځنډ وکړ: «ویل یې دا موټر زموږ نه دی.» خو بالاخره، له ځنډ وروسته، هغه په همدغه موټر کې روغتون ته ولېږدول شو.

محمدشاه روغتون ته تر رسېدو مخکې په لاره کې ساه ورکړه.

100%

محمدشاه امیري په بدخشان کې ووژل شو

تر اوسه معلومه نه ده چې د بدخشان د دغه اوسېدونکي د ترور عامل څوک دی. خو له دې پېښې شاوخوا یوه میاشت وروسته، د سلواغې د میاشتې په دویمه نېټه، دوه نور د اسماعیلیه ټولنې وګړي په یوه دوکان کې، له هغه ځایه پنځوس متره لرې چې د محمدشاه نیمه‌ژوندی جسد پرې پروت و، تر ډزو لاندې راغلل. هغوی هم د محمدشاه خپلوان وو.

ځايي سرچینې طالبان تورنوي چې د غیر قانوني وژنو په اړه جدي او هر اړخیزې پلټنې نه کوي.

ځايي اوسېدونکي وایي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، په بدخشان ولایت کې اسماعیلیه وګړي په منظم ډول ترور کېږي.

د طالبانو اداره دا ډول ډېری پېښې د جنايي جرمونو په چوکاټ کې څېړي. د طالبانو د احصاییې او معلوماتو ادارې اسناد، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، ښيي چې د طالبانو د نږدې څلورو کلونو واکمنۍ پر مهال، له ۱۴۰۰ تر ۱۴۰۳ کلونو پورې، شاوخوا ۶۶۶۰ وژنې د جنايي جرمونو تر عنوان لاندې ثبت شوې دي.

البته طالبان د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته ورسېدل، او د هماغه کال د لومړیو پنځو میاشتو ثبت شوې پېښې د پخواني حکومت د واکمنۍ پر مهال شوې وې.

په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو چارواکو له هر منبره بیا بیا ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې یې سراسري امنیت ټینګ کړی دی، خو په عمل کې، د لسګونو خونړیو ترهګریزو بریدونو تر څنګ، د طالبانو خپل ارقام د جنايي جرمونو د پام وړ زیاتوالی ښيي.

100%

د جنايي جرمونو ۶۰ سلنه زیاتوالی

دا ارقام، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ د احصایې او معلوماتو ادارې په کلنۍ کتابچه کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په پای کې خپرې شوې، ښيي چې جنايي جرمونه، په ځانګړي ډول قتل او غلا، په تېرو درېیو کلونو کې پام وړ زیات شوي دي.

د اسنادو له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې د جنايي جرمونو ټول شمېر شاوخوا ۱۷ زره او ۳۲۰ پېښو ته رسېدلی دی.

دا شمېر په ۱۴۰۰ کال کې، د طالبانو د واکمنېدو پر مهال، ۱۰ زره او ۸۳۴ پېښې وې. یو کال وروسته، په ۱۴۰۱ کې ۱۲ زره او ۶۸۸ ته ورسېدې، او بیا په ۱۴۰۲ کې ۱۶ زره او ۱۸۶ ته لوړې شوې.

د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۳ کلونو د ارقامو پرتله کول ښيي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته جنايي جرمونه شاوخوا ۶۰ سلنه زیات شوي دي.

د «جنايي» وژنو ۱۵ سلنه زیاتوالی

یوازې په ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا ۱۷۳۴ جنايي وژنې ثبت شوې دي. دا شمېر په ۱۴۰۱ کې ۱۶۷۳ او په ۱۴۰۲ کې ۱۷۵۱ پېښې وې.

په ۱۴۰۰ کال کې، چې د طالبانو د بیا واکمنۍ لومړی کال و، د احصایې او معلوماتو ادارې د افغانستان په کچه د ۱۵۰۲ کسانو وژل کېدل ثبت کړي وو. دا شمېر په ۱۴۰۳ کال کې ۲۳۲ پېښې زیات شوی، چې له ۱۵ سلنې ډېر زیاتوالی ښيي.

انسان‌تښتونې

د مرغومي میاشتې د ۳۰مې نېټې د سې‌شنبې په شپه، څلور وسله‌وال کسان له یوه سپین رنګ ټویوټا کرولا موټر څخه ښکته شول او محمد داوود هوشمند یې چې ډاکټر و، د کابل د خیرخانې له سیمې د خپل کور له نږدې سیمې وتښتاوه. هغه له خپل کلینیک څخه کور ته روان و.

د دغه ۶۳ کلن ډاکټر له تښتول کېدو نږدې یوه اونۍ تېرېږي، خو کورنۍ یې تر اوسه د هغه په اړه هېڅ معلومات نه لري. د هغه یوه خپلوان افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې نوموړی د لوړ فشار ناروغي لري او کورنۍ یې د هغه د روغتیا په اړه سخته اندېښمنه ده.

100%

په دې وروستیو کې افغانستان انټرنشنل یوه ویډیو خپره کړه چې پکې ښکاري، یوه چادري پوښه ښځه د مرغومي میاشتې د ۲۸مې نېټې له غرمې مخکې، په مزارشریف کې له یوې کوڅې څخه یو درې کلن ماشوم پورته کوي، په غېږ کې یې نیسي او له ځان سره یې وړي. د دې شېبې انځورونه یوې څارګرې کمرې ثبت کړي وو.

د دغه ماشوم کورنۍ په پیل کې فکر کاوه چې ماشوم ورک شوی دی، خو د څارګرې کامرې د انځورونو له لیدلو وروسته پوه شول چې ماشوم د یوې ښځې له‌خوا تښتول شوی دی. د دې ویډیو له خپرېدو درې ورځې وروسته، په بلخ کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د نوو انځورونو په خپرولو سره اعلان وکړ چې ماشوم موندل شوی دی. په ویډیو کې ویل کېږي چې هغه ښځه چې ماشوم یې له ځان سره بیولی و، نیول شوې ده.

د طالبانو د احصائیې او معلوماتو ادارې په خپل راپور کې ویلي دي چې په ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې په ټولیز ډول ۲۲۴ د انسان‌تښتونې پېښې ثبت شوې دي. دا شمېرې د کلونو له مخې ۱۳۳، ۴۱ او ۵۰ پېښې دي، چې د طالبانو د شمېرو له مخې د کموالي په لور روانې دي.

طالبانو په ځینو مواردو کې د تښتول شویو کسانو د ژغورنې خبرونه ورکړي دي، خو په ډېرو مواردو کې د تښتول شویو کسانو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته. په ډېرو پېښو کې تښتوونکي د قربانیانو د خوشې کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه کوي.

100%

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال غلاوې دوه برابره شوې دي

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې یوازې په ۱۴۰۳ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۶ زره او ۲۲۵ د غلا پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، دا شمېر په ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو کې په ترتیب سره ۴۸۴۷ او ۵۷۰۳ پېښې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په یوه پخواني ورته راپور کې د ۱۴۰۰ کال د غلا پېښې ۳۱۰۲ ثبت شوې وې. یعنې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د غلا پېښې سل سلنه زیاتې شوې او دوه برابره شوې دي.

فاطمه (مستعار نوم)، چې د کابل د څلورمې کارتې سیمې اوسېدونکې ده، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په دې سیمه او د کابل په ځینو نورو برخو کې، په ځانګړي ډول له ماښام وروسته، خلک د غلاوو هدف ګرځي. هغې وویل، د طالبانو د تبلیغاتو برعکس، خلک نه شي کولی په ارامه زړه په سړکونو وګرځي.

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پخوانی رییس بسم‌الله تابانوایي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په تر ټولو خوندي ولایتونو کې هم د غلا پېښې زیاتې شوې دي. د هغه په وینا، خلک هره ورځ له وسله‌والو غلاوو څخه په ولسوالیو لکه جاغوري کې خبر ورکوي، چې پخوا خوندي بلل کېدې.

تابان له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په افغانستان کې زیاتره وسله د طالبانو اړوند کسانو په لاس کې ده.

موږ د کابل له یوه اوسېدونکي وپوښتل، چې د طالبانو د امنیتي تبلیغاتو په رڼا کې، ایا په کابل کې د موبایل غلا کمه شوې ده؟ هغه په خندا وویل: «د جمهوریت په شلو کلونو کې مې یو موبایل ورک کړ، خو د امارت په دوره کې مې دوه موبایلونه غلا شول».

هغه زیاته کړه: «هیڅ منطق دا نه مني چې په یوه ټولنه کې بې‌کاري او فقر زیات شي، خو غلا کمه شي».

په هرات کې ناامني

افغانستان انټرنشنل د سلواغې میاشتې په پنځمه نېټه راپور ورکړ چې یوازې په یوه اونۍ کې په هرات ښار کې اووه کسان وژل شوي دي. په دې پېښو کې د یوه ګرځنده صراف وژل کېدل، د هرات ـ کرخ پر لاره د دوو ځوانانو وژل، د یوه تنکي لاس‌پلورونکي وژل، په یوولسمه ناحیه کې د یوه سړي وژل کېدل او د ښار په مرکز کې د ترور دوه پېښې شاملې دي.

د هرات اوسېدونکي وایي چې دا ښار په دې وروستیو کې سخت ناامن شوی دی. طالبان زیاتره د دې پېښو په اړه څرګندونې نه کوي او د خلکو په وینا، د عاملانو پر وړاندې جدي پوښتنه نه کېږي. د دغو وژنو یوه برخه د وسله‌والو غلاوو پر مهال رامنځته شوې ده.

د «سراسري امنیت» حقیقت

د پخواني حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رییس وایي، طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته مسلکي او روزل شوي کارکوونکي لرې کړي او پر ځای یې «ملایان او د ماین‌اېښودنې متخصصین» ګومارلي دي.

بسم‌الله تابان وویل چې د طالبانو ځواکونه نه د جرمونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري او «نه د افغانستان د خلکو د ساتنې نیت». هغه دا هم وویل چې خلک د جنايي جرمونو د راپور ورکولو لپاره لږ طالبانو ته مراجعه کوي، ځکه پوهېږي چې پایله به ونه لري.

دغه پخواني دولتي چارواکي د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې وړاندې شویو شمېرو ته هم د شک په سترګه ګوري. د هغه په وینا، دا معلومات له سخت سانسور او د رسنیزو او سیاسي پایلو له ارزونې وروسته خپرېږي او د افغانستان د واقعي وضعیت نیمګړی انځور وړاندې کوي.

بسم‌الله تابان زیاته کړه، هغه څه چې طالبان یې د «سراسري امنیت» تر نوم لاندې د خپلې لاسته‌راوړنې په توګه تبلیغوي، په حقیقت کې د خلکو د امنیتي ذهنیت ناوړه استفاده ده؛ هغه ذهنیت چې د ده په وینا، د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې کلونو کې د دې ډلې د خونړیو بریدونو له امله رامنځته شوی و.

د طالبانو د ادارې شمېرې یوازې ثبت شوې جنايي پېښې ښيي. یو شمېر خلک د طالبانو د غیرمسلکي چلند له امله، د وېرې له کبله دا ډول پېښې نه راپورکوي.

د وژنو تر شا د طالبانو لاس

افغانستان انټرنشنل تر دې وړاندې د لومړي ځل لپاره په یوه پراخه څېړنه کې د هغو قضیو جزئیات او د طالبانو د غړو د اعترافاتو ویډیوګانې افشا کړې، چې له هدفمندو وژنو سره تړاو لري.

دا افشاګري په څو ولایتونو کې په هدفمندوترورونو کې د دې ډلې د غړو له مستقیم رول پرده پورته کوي او د لومړي ځل لپاره د لږ تر لږه څلورو قضیو په اړه، لکه د عاملانو انګېزې، امر ورکوونکي، د ترور د اجرا طریقه او د طالبانو د امنیتي او عدلي قضايي سیستم چلند په تړاو، معلومات وړاندې کوي.

رسنیو او د بشر د حقونو معتبرو بنسټونو راپور ورکړی چې په کندهار، ننګرهار، خوست کې ګڼې وژنې شوې، د کابل په شمال کې موټر درول شوي، پنجشیري ځوانان ښکته او نادرکه شوي، اسماعیلیان په شمال کې د خپل مذهب له امله په ډزو وژل شوي، او د پخواني افغان دولت د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د جاسوسۍ، تعقیب او وژنو لړۍ دومره شدیده شوې وه چې هغوی ان د خپلو کورنیو له غړو وېرېدل او اړ شول ګاونډیو هېوادونو ته وتښتي.

د هدفمند ترورونو د قربانیانو کورنۍ ډېری وخت طالبان پړه ګڼي، خو طالبان اکثره دا تورونه رد یا تکذیبوي. د طالبانو ویاندویانو په نږدې څلور نیمو کلونو کې د رسنیو پوښتنو ته د دغو ترورونو د قضیو په اړه ځواب نه دی ویلی او نه یې د پلټنو او عدلي چلند څرنګوالی له ولس سره شریک کړی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په پنجشېر کې د یاقوتو ۱۰ نوي کانونه کشف کړي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۱ GMT+۰

په پنجشېر کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په حصه‌اول ولسوالۍ کې د یاقوتو لس نوي کانونه پېژندل شوي او هم‌مهاله په ابشار او عنابه ولسوالیو کې د بیروج ډبرو کېندنه هم پیل شوې ده.

په پنجشېر کې د طالبانو رسنیز دفتر له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي ټیمونه د وروستیو ساحوي ارزونو پر مهال د حصه‌اول ولسوالۍ په یوشمېر سیمو کې د یاقوتو لس نوي کانونه تثبیت کړي دي.

په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد وزارت متخصصانو او انجنیرانو له نږدې څېړنو وروسته د دغه کانونو شته‌والی تایید کړی دی. د طالبانو ځایي چارواکي بیا وايي، له دې تازه موندنې سره هم‌مهاله په ابشار او عنابه ولسوالیو کې د تورمالین (بیروج) کان رسمي استخراج هم پیل شوی، چې موخه یې د پنجشېر د طبیعي سرچینو «منظم مدیریت او اغېزمنه ګټه‌اخیستنه» ده.

پنجشېر د افغانستان له مهمو سیمو شمېرل کېږي، چې د ګران بیه ډبرو او په ځانګړې توګه د زمردو او یاقوتو سترې زېرمې لري. په وروستیو کلونو کې بېلابېلو راپورونو ښودلې، چې دغه ولایت د ګران بیه ډبرو د تولید لوړه وړتیا لري.

طالبانو تر دې وړاندې هم په پنجشېر کې د نویو کانونو د پېژندنې خبرونه ورکړي او ویلي یې وو، چې لسګونه تخنیکي ډلې یې د دغه ولایت د ځمکپوهنې جوړښت د ارزونې لپاره ګومارلې دي. د دوی د معلوماتو له مخې؛ په ځینو سیمو لکه پریان او حصه‌اول کې سلګونه نوي د زمردو کانونه تثبیت شوي او د ځینو استخراج یې هم پیل شوی دی.

ځینې طالب چارواکي ادعا کوي، چې تر اوسه په پنجشېر کې له زرو ډېر د زمردو کانونه ثبت شوي او سلګونه نورو ته د استخراج جوازونه ورکړل شوي دي. د ځمکپوهنې په اړه نړۍوالې څېړنې ښیي، چې د پنجشېر زمرد د کیفیت، روڼوالي او رنګ له پلوه د نړۍ له غوره ګران بیه ډبرو شمېرل کېږي او په نړۍوالو بازارونو کې ځانګړي پېرېدونکي لري.

طالبانو په پکتیکا کې دوه کسان په دُرو وهلي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ کې یې دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو ته یې د درېیو کلونو تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۵ دُرو سزا ورکړې ده. طالبانو یوازې تېره اونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۳ کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

اصف درانی: د ترهګرو د ملاتړ له امله طالبان نه‌دي توانېدلي له نړۍوالې ټولنې سره اړیکې ورغوي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، له نړۍوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې له دې امله زیانمنې شوې چې دوی ترهګرو ډلو ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي. دراني دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) پر اېکس پاڼه کړې دي.

نوموړي ویلي، که افغانستان ثبات، اقتصادي رغونه او عادي نړۍوالې اړیکې غواړي؛ نو باید تمرکز له بهرني ملامتۍ د کور دننه حساب‌ورکونې ته واړوي، په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو د خوندي پټنځایونو پر وړاندې د باور وړ او عملي اقدام له لارې.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي، داعش خراسان، القاعده او د ځینو نورو ډلو دوامدار حضور د پاکستان او د سیمې لپاره مستندې امنیتي پایلې لرلې دي. د هغه په وینا، یاد واقعیت له پامه غورځول یا کم‌ارزښته ګڼل د افغانستان ګټې نه خوندي کوي؛ بلکې نړۍوالې اندېښنې زیاتوي او دغه هېواد انزوا کې ساتي.

دا هغه څرګندونې دي، چې پاکستاني چارواکي یې په وار، وار تکراروي؛ خو طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد ونه کارول شي.

لوګزامبورګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق سره ۲مېلیونه یورو مرسته کړې

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق (UN_STFA) اعلان کړی، چې د لوګزامبورګ حکومت له لوري ورکړل شوې ۲ مېلیونه یورو مرسته به په هېواد کې د اړینو خدمتونو پراختیا، اقتصادي پیاوړتیا او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د مقاومت لوړولو په برخه کې ولګول شي.

یاد صندوق پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دغه مرسته به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د بنسټیزو خدمتونو د ښه‌والي، د خلکو د عایداتي سرچینو د پیاوړتیا او د راتلونکو اقلیمي ننګونو پر وړاندې د ټولنو د چمتووالي په برخه کې ولګول شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق ټینګار کړی، چې د نړۍوالو شریکانو عملي همکاري کولای شي د افغانانو ژوند ته بدلون ورکړي او د دوامداره پرمختګ لپاره بنسټیز فرصتونه برابر کړي.

دغه ادارې یادې مرستې د افغانستان د ملاتړ په لور یو مهم ګام بللی دی.

تېره میاشت تر ۱۴زره ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، په تېرې مرغومي میاشت کې شاوخوا ۱۴زره او ۴۱۹ کورنۍ له ترکیې، ایران او پاکستان نه په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه وزارت وایي، چې ستنو شویو کډوالو ته یې اړینې مرستې هم برابرې کړې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د راستنېدونکو کورنیو د ثبت او مېشتولو په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې ځانګړي مرکزونه فعال شوي او د مرستو د وېش لپاره روڼ او منظم مېکانیزم رامنځته شوی دی.

د دغه وزارت ویاند مولوي عبدالمطلب حقاني وايي: «راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې لپاره نغدي مرستې، خوراکي توکي، خېمې، کمپلې او نور غیرخوراکي توکي ورکړل شوي دي. روغتیايي خدمات، لنډمهاله سرپناوې او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو اسانتیاوې هم ورسره مل دي».

همداراز د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تازه راستانه شویو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د دغه وزارت په وینا؛ تر دې مهاله په ټول هېواد کې پر ۵۵۰۰ کورنیو ځمکې وېشل شوې او دغه لړۍ لا هم په کندهار، کونړ، لغمان، ننګرهار، کندوز، میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې روانه ده.

د یادونې وړ ده، په وروستیو کلونو کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې چې له امله یې د راستنېدونکو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو عملیات چټک شوي، افغانان نیول کېږي او په جبري توګه افغانستان ته ستنول کېږي. د پاکستان له ځينو ښارونو داسې راپورونه هم ترلاسه شوي، چې پاکستاني پولیسو د هغه کورنو دروازې ماتې کړې چې ګومان کېده افغان کډوال به په‌کې اوسېږي.