• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تر ۷۰ زرو ډېر کسان د پاکستان د پوځ د عملیاتو له ویرې له تیرا نه وتلي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۰تازه شوی: ۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۹ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د تیرا سیمې له۷۰ زرو ډېر وګړي، چې زیات یې مېرمنې او ماشومان دي، د ټي ټي پي خلاف د پاکستان د پوځ د عملیاتو له وېرې بېځایه شوي، خو اوس ددغه هېواد چارواکي وايي، چې خلک د واورو له امله وتلي او دوی د وتلو امر نه دی ورته کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد ااصف د سیمې د خلکو او سیمه‌ییزو چارواکو دا څرګندونې چې دوی اېستل شوي، رد کړې او ټینګار یې کړی چې د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې هیڅ ډول پوځي عملیات نه دي پلان شوي.

اصف په اسلام‌اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د خلکو د تښتېدلو علت پوځي اقدامات نه، بلکې سخت اقلیمي شرایط دي. دا څرګندونې څو اونۍ وروسته له هغې مطرح شوې چې خلک د تیرا سیمې څخه د احتمالي پوځي عملیاتو د ویرې له امله وتښتېدل.

د کډوالي څپه وروسته له هغې پیل شوه چې شاوخوا یو میاشت وړاندې، د جوماتونو له ممبرونو خلکو ته ویل شوي وو چې د جنورۍ تر ۲۳مه نېټې د تیرا سیمه پرېږدي څو له احتمالي جګړې په امان کې وي.

د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت ویاند شفیع جان پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې فدرالي حکومت د بې ځایه شویو خلکو د کړاو مسوول دی او اشاره یې کړې چې د اسلام‌اباد چارواکي د پوځي عملیاتو په اړه له خپل مخکیني دریځ څخه شاتګ کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اصف درانی: د ترهګرو د ملاتړ له امله طالبان نه‌دي توانېدلي له نړۍوالې ټولنې سره اړیکې ورغوي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، له نړۍوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې له دې امله زیانمنې شوې چې دوی ترهګرو ډلو ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي. دراني دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) پر اېکس پاڼه کړې دي.

نوموړي ویلي، که افغانستان ثبات، اقتصادي رغونه او عادي نړۍوالې اړیکې غواړي؛ نو باید تمرکز له بهرني ملامتۍ د کور دننه حساب‌ورکونې ته واړوي، په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو د خوندي پټنځایونو پر وړاندې د باور وړ او عملي اقدام له لارې.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي، داعش خراسان، القاعده او د ځینو نورو ډلو دوامدار حضور د پاکستان او د سیمې لپاره مستندې امنیتي پایلې لرلې دي. د هغه په وینا، یاد واقعیت له پامه غورځول یا کم‌ارزښته ګڼل د افغانستان ګټې نه خوندي کوي؛ بلکې نړۍوالې اندېښنې زیاتوي او دغه هېواد انزوا کې ساتي.

دا هغه څرګندونې دي، چې پاکستاني چارواکي یې په وار، وار تکراروي؛ خو طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد ونه کارول شي.

پاکستان کې مېشت افغان زده‌کړیالان: تحصیلي ویزې بندې دي، د اېستلو له ګواښ سره مخ یو

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۰

په پاکستان کې د بېلابېلو پوهنتونونو یوشمېر افغان زده‌کړیالان وایي، د ویزې ستونزې او د اوسېدو قانوني اسنادو نشتوالي یې زده‌کړې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي. د دغه زده‌کړیالانو په وینا؛ د تحصیلي ویزو د ورکړې لړۍ بندېدو له امله د نیول کېدو او جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.

یو افغان زده‌کړیال چې د ویزې موده یې د پای ته رسېدو په درشل کې ده، افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي: «زما ویزه د ختمېدو په حال کې ده او اصلي وېره دا ده، که سیستم بند وي؛ نو ویزه به څنګه تمدید کړم. دا اندېښنه تل له موږ سره وي».

د هغه وینا؛ د ویزې د نه‌لرلو وېرې ډېری افغان زده‌کړیالان دې ته اړ اېستي، چې یوازې له لیلې څخه پوهنتون او له پوهنتون څخه لیلې ته له تګ پرته له هر ډول تګ راتګ ډډه وکړي او له علمي سفرونو، سمینارونو او ښوونیزو پروګرامونو څخه ځان وساتي.

هغه وایي: «زده‌کړیالان د نیول کېدو او اېستل کېدو له وېرې جرأت نه‌کوي، چې د پوهنتون څخه بهر په علمي پروګرامونو کې ګډون وکړي». نوموړی زیاتوي، چې دغه وضعیت د زده‌کړیالانو تمرکز په جدي ډول ګډوډ کړی دی: «هره ورځ د درسونو پر ځای، د مېشتېدو او ویزې تشویش د زده‌کړیالانو ذهن ګډوډوي».
دغه زده‌کړیال همدارنګه د ویزې د ترلاسه کولو او تمدید بهیر له ستونزو هم یادونه کوي او ټینګار کوي، چې دغه ستونزې یوازې د سیستم له تړل کېدو سره تړاو نه‌لري. د هغه په وینا؛ ان د سیستم له بندېدو مخکې هم زده‌کړیالان د ځانګړي سیستم له نشتوالي او پېچلو پروسو سره مخ وو.
هغه وایي: «زده‌کړیالان اړ وو، چې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته ساعتونه په کتار کې ودرېږي. ځکه جلا سیستم نه و، ځینې زده‌کړیالان اړ اېستل کېده، چې د خپل نوبت مخکې کولو لپاره پیسې ورکړي؛ څو د درس وخت یې ضایع نه‌شي».
د نوموړي په وینا؛ پخوا د ویزې د پروسې یوه برخه انلاین وه؛ خو وروسته زده‌کړیالان اړ شول چې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان سفارت ته مرکه ورکړي، هغه بهیر چې لا ډېر وخت‌نیونکی او پېچلی دی.

هغه وایي، دا مهال د ویزې د ترلاسه کولو او تمدید پروسه د څو بېلابېلو ادارو لاسلیکونو ته اړتیا لري چې دا چاره د لا زیات ځنډ او لالهاندۍ لامل شوې ده. په همدې حال کې یوې افغان زده‌کړیالې چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي وایي، د مېشتېدو قانوني اسنادو نشتوالي یې ورځنی ژوند سخت محدود کړی دی.

د هغې په وینا؛ ان په پوهنتون کې عادي تګ‌راتګ هم ورته ستونزمن شوی دی. هغه وایي:« دا مهال اسناد نه‌لرم او د وېرې له امله حتا په اسانۍ د پوهنتون په انګړ کې هم نه وځم. هره شېبه داسې احساس کوم، چې ښايي ونیول شم».
نوموړې زیاتوي، سره له دې چې پوهنتون ته پولیس نه‌دي راغلي؛ خو د افغانانو د جبري اېستلو بهیر یې وېره زیاته کړې او د هغې د زده‌کړې راتلونکی یې له ابهام سره مخ کړی دی. هغه وایي: «وېره لرم، چې زده‌کړې مې نیمه پاتې نه‌شي. ټول وخت، زحمت او پیسې چې تر دې ځایه مې لګولي، ښايي ضایع شي».

د هغې په وینا؛ د همدې وېرې له امله یې یو شمېر دوستان نه افغانستان ته ستانه شوي او نه هم توانېدلي چې عادي ژوند ولري. د اقامتي ستونزو تر څنګ، افغان زده‌کړیالان د کاري فرصتونو په برخه کې له تبعیض شکایت هم کوي.

د مرکه شوي زده‌کړیال په وینا؛ ډېری افغان زده‌کړیالان له کلونو زده‌کړو وروسته سره له دې چې لوړې نمرې او په کاري مرکو کې ښه وړتیا لري، یوازې د افغان‌تابعیت له امله له ګومارنې پاتې کېږي.

هغه وایي: «افغان زده‌کړیال چې لوړه فیصدي او قوي وړتیا ولري، یوازې د خپل تابعیت له امله نه ګومارل کېږي؛ خو پاکستانی زده‌کړیال چې ټیټې نمرې هم ولري، هماغه دنده ترلاسه کولی شي».

افغان زده‌کړیالان د پاکستان له حکومت او اړوندو ادارو غواړي، چې د ویزې او مېشتېدنې د ستونزو د حل لپاره یو روڼ، مشخص او پایدار مېکانېزم رامنځته کړي؛ څو وکولای شي له وېرې، تبعیض او لالهاندۍ پرته خپلو زده‌کړو او راتلونکي ته دوام ورکړي.

خواجه اصف: په تیراه دره کې هېڅ پوځي عملیات روان نه دي، خلک د واورې له امله کډې کوي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، د خېبرپښتونخوا په تیراه دره کې هېڅ ډول پوځي عملیات نه دي روان او له سیمې څخه د خلکو کډه کېدل د ډېرې واورې له امله دي. هغه زیاته کړې، چې د عملیاتو په تړاو څرګندونې یوازې یو اټکل او بې‌بنسټه اوازې دي.

نوموړي په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې هر کال خلک له تیراه درې څخه د زیاتو واورو ورېدو له امله کډه کېږي. هغه وایي، د تیراه درې اړوند ټولې چارې د ایالتي حکومت او سیمه‌ییزې جرګې په سلا او مشورې هوارې شوې دي.

د دفاع وزیر په خبره، د خېبرپښتونخوا حکومت غواړي چې خپلې ناکامۍ پر پوځ یا پر داسې عملیاتو واچوي چې اصلا وجود نه لري. هغه دا هم وویل، چې دا مهال د تیراه درې دننه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د منع شوې ډلې شاوخوا ۵۰۰ غړي د خپلو کورنیو سره مېشت دي.

خواجه اصف زیاته کړې، په تیراه دره کې پر شاوخوا ۱۲ زره جریبه ځمکه د چرسو کرکېله کېږي او له هر جریب څخه یې شاوخوا ۳۵ لکه روپۍ عاید ترلاسه کېږي او همدا د شخړې او لانجې اصلي لامل دی.

په همدې غونډه کې د لومړي وزیر شهباز شریف د خېبرپښتونخوا چارو سلاکار او همغږی کوونکی اختیار ولي وویل، ځینې کړۍ د پرمختیايي پروژو په نوم پیسې باسي او هغه بیا پر سړکونو د احتجاجي تحریکونو لپاره لګوي. د ده په وینا، د پیسو د ګټلو لپاره یوه پروژه جوړه شوې، خو فدرالي حکومت او د پاکستان پوځ له دې پروژې سره هېڅ تړاو نه لري.

تر دې مخکې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ هم یادونه کړې وه، چې په تیراه دره کې د پوځي عملیاتو هېڅ ډول پلان نشته او نه هم پوځ خلکو ته ویلي، چې له سیمې څخه کډې وکړي. د خېبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي دغه څرګندونې دوه مخي توب بللی او د پاکستان په پوځ کې یې یو شمېر جنرالان په پښتنو سیمو کې پر کړکېچ تورنې کړې دي.

سر وزیر درې ورځې وړاندې د سوات په مینګوره کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د پوځ دننه یو شمېر جنرالان غواړي، چې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې امنیتي وضعیت لا خراب شي او له دې سره هڅې کوي چې خپلې موخې لاسته راوړي.

په بلوچستان او پښتونخوا کې په ټرافیکي پېښو کې ۹ کسان مړه او ۱۳ نور ټپيان شوي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۰

د بلوچستان په چاغي او د پښتونخوا په صوابۍ کې په دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې ۹ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د بلوچستان ایالت د چاغي ولسوالۍ په یک مچ سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۷ کسان مړه شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ ځايي چارواکو ویلي، چې د صوابۍ پر عمومي سړک د پنځو موټرو د ټکر په پېښه کې ۲ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو چارواکو د یادو ټرافیکو پېښو د لامل په اړه څه نه‌دي، خو تر ډېره د دغه ډول پېښو لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي ګڼل کېږي.

د پاکستان حکومت اپوزېسیون د فبرورۍ پر ۸مه د ټول هېواد د بندېدو اعلان وکړ

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۰

د پاکستان حکومت اپوزېسیون او د سیاسي ګوندونو ګډ خوځښت اعلان کړی، چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې پر ۸مه به دې هېواد کې ټول کاروبارونه بند وي. د شهباز شریف حکومت پر وړاندې د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزی وایي، پر دې ورځ به ټول پاکستان بند وي او هر ډول چارې به په ټپه ولاړې وي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وایي، دا پرېکړه د سیاسي ګوندونو ګډ خوځښت له دې امله کړې،‌ څو په تېرو ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف ګوند سره شوی «ظلم» وغندي. هغه زیاتوي، چې د عمران خان ګوند تېرې ټاکنې ګټلې وې، خو پایلې برعکس شوې او جمهوري حقونه تر پښو لاندې شول.

هغه د پاکستان له ټولو اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې په دې سراسري لاریون کې ورسره په سوله‌ییزه توګه ونډه واخلي او په پوره جرأت دې خپل دوکانونه هم بند کړي. اڅکزی زیاتوي: «د پاکستان هر هغه اوسېدونکی چې له دې هېواد سره مینه لري، جمهوریت یې خوښېږي او غواړي چې هېواد یې د انصاف لرونکی وي؛ نو باید خپل دوکانونه وتړي او سوله‌ییزو احتجاجونو کې برخه واخلي».

نوموړي ویلي، د پاکستان له پوځ او څارګرو ادارو سره هېڅ ډول ستونزه نه‌لري او نه هم ورسره کومه دښمني لري. محمود خان اڅکزی وایي: «ټولې ادارې باید په خپل چوکاټ کې واوسي، هر هغه څه چې د پاکستان قانون وایي، باید ځانونه یې تابع کړي».

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پاکستان کې سیاسي او امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي. ګڼو سیاسي خوځښتونو پر اسلام اباد واکمن ملکي حکومت خلاف سره لاسونه یو کړي‌ او تېره اوونۍ یې محمود خان اڅکزی د اپوزېسیون د مشر په توګه هم وټاکه.

د عمران خان ګوند او د سیاسي ګوندونو خوځښت وايي، د شهباز شریف حکومت په درغلیو واک ته رسېدلی او د پاکستان پوځ په دې کار کې لوی لاس لري. پخواني لومړي وزیر عمران خان څو ځله نیوکه کړې، چې د پاکستان پوځ سیاسي شوی او په نا اعلان شوې توګه دغه هېواد د نظامیانو له لوري اداره کېږي.