• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې او طالبانو د امنیتي همکاريو پر پراختیا خبرې وکړې

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۰

د روسیې او طالبانو د دفاع وزارتونو مرستیالانو مسکو کې په یوه لیدنه کې د پوځي او امنیتي همکاریو او د هغو د پراخېدو پر راتلونکو لارو چارو باندې خبرې کړي. د روسیې د دفاع وزارت مرستیال واسیلي اُسماکوف او د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید مسکو کې سره لیدلي.

د روسیې د دفاع وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، دغه لیدنه چهارشنبه د (سلواغې ۸مه)‌ په مسکو کې شوې ده.

د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له‌مخې، دواړو لوریو په دې ناسته کې د اوسني وضعیت ترڅنګ د هغو پوځي همکاریو پر راتلونکو فرصتونو بحث کړی، چې د دواړو لوریو لپاره ګډ ارزښت لري.

په همدې حال کې، د روسیې دولتي خبري اژانسونو «ټاس» او «انترفاکس» هم د دې لیدنې خبر خپور کړی او لیکلي یې دي، چې د غونډې اساسي تمرکز د پوځي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو او د دوامدارو اړیکو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړولو و.

د روسیې دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «په هغو برخو کې چې د دواړو لوریو لپاره مهمې دي، د پوځي همکاریو د پراختیا وضعیت او راتلونکی وڅېړل شو». په خبرپاڼه کې همداراز راغلي: «د دې لیدنې د پایلو پر بنسټ، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د منظمې او سیستماتیکې پوځي همکارۍ د ټینګښت لپاره ګډ عملي ګامونه پورته کړي».

روسیه هغه لومړنی هېواد بلل کېږي، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.

ځینې سرچینې وایي، طالبان غواړي چې مسکو ورسره د پوځي وسایطو او چورلکو د ترمیم او ساتنې په برخه کې همکاري وکړي. بلخوا، روسیه د افغانستان له خاورې څخه د راټوکېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري، په ځانګړې توګه د خپلو متحدو هېوادونو د پولو پر وړاندې د بریدونو له امله چې د منځنۍ اسیا هېوادونه لکه تاجکستان او ازبکستان په‌کې شامل دي.

په وروستیو میاشتو کې، وسله‌والو څو ځله د افغانستان له خاورې د تاجکستان پر پولو بریدونه کړي او همداراز یې د بدخشان ولایت او د تاجکستان د ختلان په سیمه کې چینايي وګړي په نښه کړي دي. ازبکستان هم تر دې وړاندې د داعش ډلې د یو شمېر غړو د نیولو خبر ورکړی و.

روسیې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو او د توندلارۍ د پراخېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. د روسیې په وینا، د منځنۍ اسیا یو شمېر ترهګر د منځني ختیځ له سیمو افغانستان ته ورغلي دي.

په دې وروستیو کې د ازبکستان د ولسمشر لوړپوړي سلاکار هم ویلي، چې هېواد یې افغانستان ته د منځني ختیځ څخه د ترهګرو د ورتګ له امله اندېښمن دی. هغه زیاته کړې، چې همدې اندېښنو ته په کتو سره ازبکستان د ټرمپ د سولې له تړون سره یوځای شوی دی.

روسیه لېواله ده، چې له طالبانو سره د امنیتي معالوماتو د تبادلې او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې په برخه کې همکاري پراخه کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د اروپايي پارلمان غړې: د طالبانو نوې جزایي 'اصول‌نامه' د جنسیتي اپارټایډ قانوني بڼه ده

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۰

په اروپايي پارلمان کې د جرمني استازې هنا نیومن د طالبانو جزایي 'اصول‌نامې' ته په غبرګون کې لیکلي، چې دا اقدام د جنسیتي اپارټایډ قانوني بڼه ده. نوموړې وايي، دې چارې په عملي توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ژوند د 'غلامۍ مهر' لګولی دی.

هغې پر خپلې اېکس‌پاڼې زیاته کړې، چې که څه هم طالبان باید د خپلو کړنو ځواب ووایي، خو دا چاره ډېره ځنډېدلې ده. د اروپايي پارلمان دغه غړې ټینګار کوي، چې له دغې واکمنې ډلې سره د «عادي‌سازۍ هڅې» په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره د خپل حکومت د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصول‌نامې» تر عنوان لاندې نافذ کړ. دا قانون په یوه سریزه، درېیو بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی، چې په‌کې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.

له دې قانون سره، افغانستان په تېرو څه کم یوه نیمه پېړۍ کې شپږ جزایي قوانین تجربه کړي دي.

د افغانستان د حقوقي چارو مطرحو شخصیتونو او د پخواني جمهوري نظام لوړپوړو چارواکو د ملا هبت‌الله نوې جزایي کړنلاره ظالمانه بللې ده. د حقوقپوهانو په وینا، په دې قانون کې د ټولنې وګړي پر طبقو وېشل شوي او ملایان تر عامو وګړو برتر ګڼل شوي، چې ځانګړي جزایي معافیتونه هم ورته ورکړل شوي دي.

د دیني عالمانو په وینا، دې اصول‌نامه کې د اسلامي شریعت خلاف انسانان په طبقو وېشل شوي او ډېری برخې یې له شرعي مسایلو سره په ټکر کې دي.

طالبان: د ترکیې پر پوله په واورو کې ژغورل شوي افغانان به ډېر ژر هېواد ته راستانه شي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۰

په ایران کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د ایران او ترکیې پر پوله په واورو کې له ژغورل شویو افغانانو سره یې له نږدې لیدلي او د هغوی د درملنې لپاره یې بېړني اقدامات کړي دي.

په ایران کې د طالبانو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ترکیې او ایران پر پوله په واورو کې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د اوسېدونکي محمد عاصم په ګډون د لسو نورو افغانانو د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته یې د هغوی د درملنې او مرستې لپاره بېړني اقدامات کړي دي.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې له یادو کسانو سره د درملنې د اقداماتو ترڅنګ نغدي مرسته هم شوې ده.

په ایران کې د طالبانو سفارت ویلي، یاد لس افغانان به ډېر ژر افغانستان ته ستانه کړای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ایران او ترکیې له سرحدي سیمو څخه د یو افغان ځوان ویډیو خپره شوه، چې د سختې سړې هوا له امله یې وړاندې تګ نه شوای کولای؛ خو یوې بلې ډلې ځوانانو د دغه تنکي ځوان په ګډون د یو شمېر نورو کسانو ژوند هم وژغوره.

پاکستان سره د سوداګرۍ بندیز؛ طالبان وايي په ۴ ولایتونو کې یې د ګڼو قاچاقي توکو مخنیوی کړی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې یې د کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي او په دې تړاو یې ګڼ کسان هم نیولي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې یې په کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو کې یې څه کم ۱۰ زره ګیلوګرامه چاکلیټ، ۲۸۱۷۵ کیلو ګرامه وریجي، درمل، رُب، ملايي، پټوګان، مالګه، وچي شیدې، ټوکر، ګوړه، لیمو، سبزي، د مخ کریم، پیاز، د خامک تار، ککاو، د شیدو خام مواد، تار، د چلم مواد، حیواني درمل، پلاسټیکي کڅوړې، بوجۍ، د قلیون مواد، د چلم ښیښې، خولۍ، کرنیز درمل، یوناني درمل، د ماشومان پمپر او نور مواد نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې قاچاق کوونکو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو قاچاقي توکو په تور یې یو شمېر کسان هم نیولي، خو د شمېر په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ له بندښت وروسته اوس یو شمېر کسان هڅه کوي، چې پر غېرقانوني لارو په قاچاقي ډول توکي افغانستان ته وارد کړي او طالبانو ویلي، چې د دغه ډول کسانو پر وړاندې سخت قانوني چلند کوي.

یوې کاناډايۍ موسسې د ماشومانو لپاره له طالبانو سره د ۳۹۰ زره ډالرو هوکړه لاسلیک کړه

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې اداره وایي، دوی د جګړه‌ځپلو ماشومانو لپاره له کاناډايۍ موسسې سره د ۳۹۰ زره ډالرو په ارزښت یو هوکړه لاسلیک کړی. یاده اداره وایي، د دې هوکړې له مخې به د کونړ په دوو ولسوالیو کې ۶۰۳مستحقو کورنیو ته دوه دوه سوه ډالره نغدي مرستې هم ورکړل شي.

د طالبانو د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې هوکړې پر بنسټ به د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د ماشومانو د زده‌کړو لپاره ۱۶ښوونیز مرکزونه جوړ شي چې په هر مرکز کې به نږدې ۳۰ماشومانو ته روزنه ورکول کېږي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې پروژې بهیر کې به ۴۵۰ نجونو او ښځو ته روغتایي کڅوړې ورکړل شي او ۴۵۲ ماشومان به له ژمنیو جامو برخمن شي.

د دې ناستې پر مهال، د پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتووالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي ویلي، دغه پروژه باید په شفافه توګه پلي شي او همداراز دې مرسته کوونکې موسسې د ولس له غوښتنو سره سم اقدامات وکړي. په افغانستان کې د یادې کاناډایۍ موسسې د مشر په وینا، دغه پروژه کې به ۲زره ماشومانو ته د سالمې روغتیا په تړاو هم روزنه ورکړل شي.

افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی، چې ماشومان په‌کې د سخت فقر او لوږې سره مخ دي. د ملګرو ملتونو په ګډون د ماشومانو د ملاتړ نړۍوالو ادارو اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ په طبیعي پېښو کې هم ماشومان تر بل هر چا ډېر زیانمن شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، د کونړ او شمالي ولایتونو په ګډون د هېواد په وروستیو طبیعي پېښو کې هم ډېری قربانیان ماشوم وو.

طالبان وايي په زابل کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د نمرو د وېش دویم پړاو پیل شوی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۲ GMT+۰

په زابل کې د طالباتو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په یاد ولایت کې یې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو لپاره یې د نمرو وېش دویم پړاو پیل کړی.

په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې نمرو د وېش دویم پړاو پیل کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د زابل په شېخ متي بابا ښارګوټي کې یې ۴۳۲۱ جریبه ځمکه ځانګړې کړې او شاوخوا ۵ زره کورنیو ته به د دایمي استوګنځایونو او اړینې عامه اسانتیاوې برابرې شي.

طالبانو ویلي، چې په یاد ښارګوټې کې به شل جوماتونه، دوه لیسې، اته لومړني ښوونځي، ۱۶ مدرسي، ۳ روغتونونه، ۲۵ تفریحي پارکونه او یو لوی عیدګاه جومات به ولري.

په زابل کې د طالبانو د ولایت د دفتر رییس قدرت‌الله بدري وايي: «ګاونډیو هېوادونو له موږ سره داسې چلند وکړ، چې زموږ هغه مظلوم وروڼه چې هلته یې په ۱۰ یا ۱۵ روپیو کې ژوند کاوه او ځان ته یې یو کار برابر کړی و، په زور واېستل شول. زموږ مشرانو خپله حوصله له لاسه ورنه کړه او لاس په کار شول. دلته د کډوالو ښه هرکلی وشو».

د یادولو ده، چې کډوال د استوګنې لپاره د ځمکو ترلاسه کولو ته خوښ دي، خو له طالبانو غوښتنه کوي چې د کورونو په جوړولو کې هم ورسره همکاري وکړي.