
د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنو لسګونه بنسټونو په یوې ګډې اعلامیه کې د طالبانو لهخوا د ښځو او لږکیو پر وړاندې «سیسټماتیکې ځپنې، جنسیتي توپیر، غلامۍ او بشري جنایتونه» سخت غندلي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې دغه کړنې دې د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژندل شي.
د دغه ۱۱۶ بنسټونو لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د طالبانو پالیسۍ او قوانین په قصدي او سازمان شوي ډول ښځې له ټولنیز، ښوونیز، کاري او عامه ژوند څخه اېستلې دي او مېلیونونه ښځې او نجونې یې له «تاوتریخوالي، جبري ودونو، کورني بند او د انساني کرامت له بشپړ محرومیت» سره مخ کړې دي.
په اعلامیه کې راغلي: «د طالبانو کړنو په سیسټماټيکه بڼه تفکیک او جنسیتي حذف نظام رامنځته کړی، چې د روم د اساسنامې له مخې د بشریت ضد ښکاره جنایت بلل کېږي».
اعلامیې همداراز د طالبانو د محاکمو جزایي اصولنامه «د ټولنیزو طبقو پر بنسټ د سزاوو سیستم» بللی او ویلي یې دي، چې دغه قانون غلامۍ ته مشروعیت ورکوي او د عدالت، برابرۍ او انساني حقونو ښکاره نقض دی.
د اعلامیې په یوه برخه کې ټینګار شوی: «دغه قوانین نه یوازې مذهبي تبعیض ته وده ورکوي؛ بلکې د عادلانه محاکمې حق لهمنځه وړي، د مخالفانو د وژنې اجازه ورکوي او د بشري حقونو ټول بنسټیز اصول تر پښو لاندې کوي».
لاسلیک کوونکو له نړۍوالې جزایي محکمې غوښتي، چې د طالبانو د مشرانو پر ضد خپلواکې او پراخې څېړنې پیل کړي او دغه کړنې دې په رسمي ډول د «بشریت ضد جنایت» او «جنسیتي توپیر» په توګه وپېژندل شي.
اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې طالبان باید د افغانستان د مشروع حکومت په توګه ونه پېژندل شي، پر مشرانو یې پراخ بندیزونه ولګول شي او د ښځو، نجونو او قربانیانو لپاره نړۍوال ملاتړ او پناه برابره شي.
دغه بنسټونو همداراز له ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او امنیت شورا غوښتي، چې د افغانستان روان وضعیت دې په رسمي ډول وغندي او د دغه جنایتونو د ثبت او تعقیب لپاره یو خپلواک نړۍوال مېکانیزم جوړ کړي.