• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روشن او اغاخان بنسټ له طالبانو سره په مخابراتي سکټور کې د لاهمکارۍ ژمنه کړې

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني په اسیا او افریقا کې د اغاخان بنسټ له اجرایوي رییس لطف کسم او په افغانستان کې دیاد بنسټ له سفیر ډاکټر نجم‌الدین نجم او د روشن مخابراتي شرکت له رییس سره کتلي دي.

یاد وزارت ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د مخابراتي سکټور د ودې او پراختیا، او همدارنګه لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي پوښښ د غځولو په اړه خبرې وشوې.

نعماني د اغاخان بنسټ او روشن مخابراتي شرکت له همکاریو او ژمنتیا مننه کړې او ټینګار یې کړی چې یاد بنسټونه په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو د پراختیا او د سکټور د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

د طالبانو د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې، د اغاخان بنسټ او روشن استازو په افغانستان کې د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه نعماني ته د معلوماتو او ډاډ تر څنګ د خدماتو د لا پراختیا ژمنه ور کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو یو ملاتړی ملا: تر هغه ارام نه کښېنو چې سپین بیرغ په اسلام اباد کې ورپیږي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۶ GMT+۰

د طالبانو یوه ملاتړي ملا شیرعلي حماد د کابل په ګلدره سیمه کې د یو تن د جنازې په مراسمو کې خلکو ته په ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او پاکستان کې د «جـهاد» بلنه ورکړې ده. نوموړي ویلي چې تر هغه به ارام نه شي چې سپین بیرغ په اسلام‌اباد کې پورته نه وي.

شیرعلي حماد دا څرګندونې د ایوب په نامه یو کس، چې په ذاکر مشهور و، د جنازې پر مهال په خپله وینا کې کړې دي.

شیرعلي حماد په خپله تونده وینا کې، چې ویډیو یې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، د منځنۍ اسیا د هېوادونو او پاکستان نظامونه «پارلماني او کفري» بللي دي.

هغه د دغو حکومتونو نسکورول او په دې هېوادونو کې د اسلامي نظام د جوړولو لپاره «جهاد» ضروري ګڼلی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو څو ځله ټینګار کړی، د افغانستان تر کنټرول لاندې د هغوی اداره د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ نه ده. طالبان ادعا کوي چې له سیمې هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان په پرله پسې ډول په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د شته والي او فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګندوي، خو طالبان وايي، د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد خلاف نه کاریږي.

طالبانو ددې ویډیو او د شیرعلي حماد په نامه خپل ملاتړي په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

ظاهرا نوموړی د طالبانو رسمي چارواکی نه ښکاري، خو په خپلو خبرو کې د طالبانو د نظام ملاتړ کو ي او د نورو وسله والو ډلو لپاره یې د یو موډل په توګه وړاندې کوي.

هند افغانستان ته ۲،۵ ټنه د سرطان ضد درمل استولي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې هند د خپلو همکاریو په دوام ۲،۵ ټنه د سرطان ضد درملو بله جوپه کابل ته لیږلې ده.

طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر ویلي چې تر دې مخکې هم هند له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې کابل ته ۷،۵ ټنه د سرطان ضد درمل استولي وو.

د هند مرسته په داسې حال کې ده چې د طالبانو ماليې وزارت د سلواغې په لومړۍ نېټه خبرداری ورکړ، چې د روانې سلواغې میاشتې تر ۱۹مې نېټې وروسته له پاکستان نه هر ډول وارېدوونکي درمل نه محصولېږي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په سپارښتنه شوې ده.

د حج ادا کولو لپاره څه باندې ۹۸ زره افغانانو نوم لیکنه کړې

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۰۵ ل کال د حج فریضې د ادا کولو لپاره د نوملیکنې د متقاضیانو ترمنځ د قرعه اچونې بهیر پیل کړ. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۹۸ زره، ۷۷۲ متقاضیانو نوم لیکنه کړې وه.

یاد وزارت زیاتوي چې دغه بهیر د اړوندو ادارو د استازو په حضور او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ټاکل شويو اصولو له مخې ترسره شو.

د وزارت مسلکي مرستیال مولوي محمد حامد حسیب، د بهیر د څرنګوالي او شفافیت په اړه وویل چې د نویو متقاضیانو د نوم‌لیکنې پروسه د مرغومي میاشتې په ۲۴ نېټه په کابل او ټولو ولایتونو کې پیل او د د سلواغې میاشتې په ۴ نېټه پای ته ورسېده.

د کابل ښار د ناحیو په شمول په ټول هېواد کې اته نوي زره، اووه سوه او دوه اویا تنو نویو متقاضیانو د حج ادا کولو لپاره نوم لیکنه کړې او نن چارشنبه د هغوی ترمنځ د قرعه اچونې بهیر پیل شو.

حسیب زیاته کړه چې د قرعې اچونې له لارې منتخب شوي متقاضیان به د سږ کال د حج لپاره واستول شي.

د سوالګرو ډېرېدل؛ طالبانو په کابل ښار کې څه کم ۷۵ زره سوالګر راټول کړي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون سره په ناسته کې په کابل ښار کې د مسلکي سوالګرو شته والی جدي بللی. یاد کمیسون ویلي، چې تر دې دمه یې۷۴ زره او ۹۶۸ سوالګر راټول کړي، چې ۳۷ زره پکې مسلکي دي.

د طالبانو د سوالګرو د راټولونې او سوالګرۍ مخنیوي کمیسیون د چارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ویلي، چې په کابل ښار کې تر دې دمه ۷۴٬۹۶۸ سوالګر راټول شوي، چې له دې ډلې ۳۷٬۹۴۷ تنه مستحق سوالګر پېژندل شوي او ۳۷٬۰۲۱تنه مسلکي سوالګر بلل شوي دي.

راپور زیاتوي چې مستحق سوالګر د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندل شوي او هره میاشت به د بانکي حسابونو له لارې ورسره نغدي مرستې کېږي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د طالبانو اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د سوالګرو د راټولولو بهیر چټک کړي او له مستحقو کسانو سره لازمې مرستې وکړي.

یاد کمیسیون په خپل رپوټ کې ویلي، چې یو شمېر نور کسان د درملنې او یا د کارموندنې لپاره اړوندو ادارو ته معرفي شوي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د دفتر د معلوماتو له مخې، ملا برادر د کمېسیون غړو ته سپارښتنه کړې چې د طالبانو د مشر د منظورې شوې کړنلارې پر بنسټ د سوالګرو د راټولولو او مخنیوي چارې په اغیزناکه توګه عملي کړي.

د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې کاري فرصتونه محدود شوي، اقتصادي سرچینې کمې شوې او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ډېر کسان سوالګرۍ ته اړ شوي، په ځانګړې توګه هغه ښځې، چې د کورونو سرپرستان نه لري او پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله، پخپله د کار او کاروبار اجازه نه لري.

د مشهد په لاریونونو کې ایراني ځواکونو د یوه ماشوم په ګډون څلور افغانان هم وژلي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان هنګاو خبر ورکړی، چې د مشهد په وروستیو لاریونونو کې د ایران د دولتي ځواکونو په ډزو کې لږترلږه څلور افغانان هم وژل شوي، چې یو تن پکې ۱۶ کلن ماشوم دی.

د هنګاو د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې، دغه کسان د جنورۍ پر۸مه نېټه د ماښام پر وخت د مشهد په بېلابېلو سیمو کې د ایران دولتي ځواکونو وژلي دي.

وژل شوي کسان ۱۶ کلن امیرحسین مرادي، ۱۹ کلنه یزدان تمنا، ۲۰ کلن علیرضا بهبودي یاو ۲۲ کلن کیارش کریمدادي ښودل شوي دي.

سرچینې وايي، امیرحسین مرادي په نوده سیمه کې په ډزو ووژل شو، په داسې حال کې چې علیرضا بهبودي او کیارش کریمدادي په وکیل‌آباد کې ووژل شول او یزدان تمنا د امامیه پولیسو د څانګې له خوا وژل شوې ده.

د وژل شویو کسانو پر کورنیو امنیتي ادارو فشار راوړی، چې په دې اړه غلي پاتې شي.

د مړو د سپارنې لپاره له څو ځله مراجعې وروسته، هغوی ته اجازه ورکړل شوې، چې خپل مړي تسلیم کړي او پټه خوله یې خاورو ته وسپاري.