• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: د کیوبا حکومت به ژر نسکور شي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د کیوبا اقتصاد له سخت ناورین سره مخ دی او دغه هېواد به ډېر ژر نسکور شي. نوموړي زیاته کړې، ونزویلا چې پخوا یې کیوبا ته تېل او مالي مرسته ورکوله؛ اوس یې دغه مرستې بندې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي، ټرمپ د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو تر نیول کېدو وروسته پر کیوبا د فشارونو زیاتولو ته چمتو ښکاري. د وال‌سټریټ ژورنال په وینا؛د ټرمپ اداره د کیوبا حکومت د بدلون لپاره پر بېلابېلو لارو غور کوي؛ خو لا یې کوم عملي پلان نه‌دی اعلان کړی.

ټرمپ تر دې وړاندې هم کیوبا ته خبرداری ورکړی و؛ خو د دغه هېواد مشر دغه ګواښونه رد کړي او ویلي یې دي، چې کیوبا به له خپلې خپلواکۍ دفاع کړي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

د طالبانو د کندهار والي: ږېره خرېيلي او نوي ځوانان تلاشي کړئ «فساد» په همدوی کې دی

۵

په سوریې کې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د کیمیاوي وسلو متخصص ونیول شو

•
•
•

نور کیسې

کرملین وايي چې کارمندان یې په پراخه کچه مصنوعي ځیرکتیا کاروي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۰
100%

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف تایید کړه، چې د کرملین کارمندان په پراخه کچه مصنوعي ځیرکتیا کاروي. نوموړي وویل چې ددوی کارکوونکي د روسیې اړوند مصنوعي ځیرکتیا کاروي.

پېسکوف د سلواغې پر ۷مه د روسیې رسنیو ته وویل:« د مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژي لا دمخه د کرملین لپاره یو معیاري وسیله ګرځیدلې او د کارمندانو له خوا په پراخه کچه کارول کیږي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د کرملین کارمندان په خپل کار کې مصنوعي ځیرکتیا کاروي، پېسکوف وویل: «البته موږ یې کاروو. اوس دا د کار لپاره یو معیاري وسیله ده.»

هغه د روسیې مصنوعي ځیرکتیا پیاوړې او خوندي وبلله.

د ۱۴۰۳ کال په مروغومي میاشت کې ولادیمیر پوتین د روسیې حکومت ته امر وکړ، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې له چین سره همکاري پراخه کړي.

د وروستي‌ اسراییلي‌ یرغمل شوي جسد له غزې اسراییل ته ولېږدول شو

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۰
100%

د اسراییل پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې تر ۸۴۳ ورځې جګړې وروسته ټول اسراییلي یرغملي او د هغوی جسدونه د غزې له تړانګې اسراییل ته لېږدول شوي دي. د اسراییل پوځ له‌خوا په خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې په غزه کې د وروستي یرغملي جسد ترلاسه شوی او اسراییل ته لېږدول شوی دی.

د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې د دغه جسد په موندلو سره، «له غزې تړانګې څخه د ټولو یرغملو د بېرته ستنولو لړۍ بشپړه شوې ده». د جسدونو تبادله د امریکا په منځګړیتوب د اوربند د یوې برخې په توګه وشوه، چې د ۲۰۲۵کال (د اکتوبر په ۱۰مه) پیل شوه.

په ورته وخت کې د فلسطین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییل پوځ په غزه کې لسګونه جوړښتونه ویجاړ کړي، د سیمې په ختیځ کې د «ژېړ زون» په نوم یې پېژندل شوی امنیتي زون پراخ کړی او د خپلو ځواکونو لپاره یې لږترلږه شپږ نوي ځایونه جوړ کړي دي. دغه اقدام د غزې په ځینو برخو کې د اسراییل د پوځي حضور د پیاوړتیا په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» د پرانیستې په مراسمو کې اعلان وکړ، چې امریکا به د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو لوبغاړو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

ګارډین: پر ایران برید به د دغه هېواد مشرتابه په نښه کړي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۰
100%

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) په یوه راپور کې د څارونکو په حواله لیکلي، چې ایران ته نږدې د «یو.اېس‌.اېس» ابراهام لېنکلن الوتکه وړونکې بېړۍ تر لېږد وروسته امریکا او اسراییل د یوه نوي‌ برید لپاره چمتوالی نیسي.

د دغه رسنۍ د راپور له مخې؛ داسي ګڼل کېږي چې واشنګټن د اسراییل جنګي الوتکو سره په همغږۍ د خپلو بریدونو د ترسره کولو لپاره اړین اور وژونکی ځواک لري، چې موخه یې د هغه حکومت نسکورول دي چې د لاریونونو پرمهال د زرګونه ایرانیانو په وژنه تورن دی.

ګارډین لیکي، چې احتمالي برید به د ایران له مخکې زیانمن شوي اټومي پروګرام د کمزوري کولو لپاره نه؛ بلکې د ایران د سیاسي مشرتابه د هدف ګرځولو او سړکونو ته د هغو معترضو د راوېستو لپاره وي، چې د خپل ژوند د خرابېدو له امله په غوسه دي.

په ورته وخت کې اېکونومېسټ مجلې په یوه راپور کې د ایران شاوخوا د امریکا د پوځي چمتوالي په اړه د خلیجي چارواکو په حواله لیکلي، چې د امریکا د پراخ برید احتمال ډېر دی او ښايي د ایران سیاسي مشرتابه په نښه کړي.

امریکا: تهران دې د اټومي او توغندیزو فعالیتونو زیاتوالی او د نیابتي ډلو ملاتړ پای ته ورسوي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ایران انټرنشنل ته ویلي، د ټرمپ حکومت غواړي چې «په نړۍ کې د ترهګرۍ ترټولو لوی دولتي ملاتړی» ایران خپل اټومي فعالیتونه، د بالستیک توغندیو پروګرام او په سیمه کې د خپلو نیابتي ډلو ملاتړ ودروي.

نوموړي ویلي: «د ایران حکومت په تېرو څو لسیزو کې په قصدي ډول د دغه هېواد اقتصاد، کرنه، اوبه او برېښنا له پامه غورځولي او پر ځای یې د ایران د خلکو سترې شتمنۍ او راتلونکی د ترهګریزو نیابتي ډلو او د اټومي وسلو د څېړنو لپاره لګولې دي».

دغه څرګندونې د ایران دولتي رسنیو د یوه راپور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې شوې دي. په هغه کې راپور کې ادعا شوې وه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران سره د جوړجاړي لپاره د «اسراییل په رسمیت پېژندلو» شرط زیات شوی دی.

ټرمپ مخکې «اکسیوس» وېب‌‌پاڼې ته ویلي و، د ایران وضعیت «په بدلېدو دی»، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې دوی سیمې ته یو «ستر سمندري ځواک» ولېږه؛ خو په ورته وخت کې باوري و، چې تهران د یوې هوکړې لپاره لېواله دی. هغه زیاته کړه: «هغوی غواړي هوکړې ته ورسېږي. زه په دې پوهېږم. څو، څو ځله یې اړیکه نیولې. غواړي خبرې وکړي».

تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۴۸۶ فلسطینیان وژل شوي دي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۰
100%

د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۴۸۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۳۴۱ نور بیا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ ټینګ شو. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یوشمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.

الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۱زره او ۶۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا د فلسطین ۱۷۱زره او ۴۱۹ وګړي ټپیان شوي هم دي.

په دې مرګ ژوبله کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.