د پلخمري – کابل برېښنا لېږد مزی ونښلول شو

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکو د پلازمېنې کابل او اړوندو ولایتونو لپاره د پلخمري – کابل ۲۲۰ کېلو ولټه وارداتي برېښنا مزي دویم پرې شوی سرکېټ په لنډمهالي ډول نښلولی.