• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بلخ کې له ګاونډیو هېوادونو تازه ستنو شویو ۱۰۰۰ کورنیو سره مرسته کړې

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې په بلخ کې یې له ګاونډیو هېوادونو ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غېرخوراکي توکو مرسته کړې ده. سرې میاشتې ویلي، هرې کورنۍ ته لس قلمه خوراکي توکي ورکړل شوي، چې د هرې کورنۍ د مرستې مجموعي وزن ۱۰۴ کیلوګرامه کېږي.

یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره همداراز زیاته کړې ده، چې په دې مرستو کې غوړي، اوړه، وریجې، بوره، اش او مکروني شامل وو. همداراز د خوراکي توکو تر څنګ د دغو کورنیو ماشومانو او ښځو ته د ژمنیو جامو او نورو اړینو توکو د ورکړې خبره هم شوې ده.

دا مرستې داسې مهال کېږي چې د رسمي شمېرو له‌مخې، په تېر یوه کال کې له ۲مېلیونو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه ستانه کړای شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده. د راپورونو پر بنسټ، هېواد ته دغه ستانه شوي افغانان له سخت بشري کړکېچ سره مخ شوي او ان منظمو خوړو ته هم لاسرسی نه لري.

که څه هم طالبانو په وار وار ادعاوې کړي، چې د دغو تازه ستنو شویو افغانانو بهیر یې ښه مدیریت کړی او کافي مرستې ورته رسولي؛‌ خو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان او یو شمېر نورو ادارو بیا د دغو افغانانو بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. تازه ستانه شوي کډوال په هېواد کې له سختې بې‌روزګارۍ، د سرپناوو له نشتوالي او د ژوند د اړینو اسانتیاوو له جدي نشتوالي سره مخ دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي چې په کندهار کې یې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون جوړ کړی دی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۰ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې دغه کمېسیون د نشه‌يي توکو د قاچاق، ترافیک، تولید او کارولو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې په موخه جوړ شوی دی.

په کندهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملا هبت‌الله د ۳۳۱ ګڼه فرمان له‌مخې یې په کندهار کې د نشه‌يي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون جوړ کړی دی.

د یاد کمېسیون مشري د کندهار مرستیال والي محمد صادق انقلابي کوي او د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دارالانشاء رییس امیر محمد همدرد او د کندهار د ۲۷ ریاستونو رییسان د یاد کمېسیون غړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د عالي‌ کمېسیون د دارالانشاء رییس امیر محمد همدرد ویلي: «د نشه‌يي توکو پر وړاندي د مبارزې عالي کمېسیون په هېواد کي د نشه‌يي توکو پر وړاندي د مبارزې په برخه کي د ستونزو او خنډونو په اړه تر ټولو لوړ بنسټ دی او د نشه‌يي توکو پر وړاندي د مبارزې قانون په رڼا کي د یاد فرمان د لارښوونو د تطبیق او د نشه‌يي توکو د قاچاق، ترافیکو، تولید، کارولو پر وړاندي د اغېزمني مبارزې په موخه جوړېږي».

په کندهار کې د نشه‌يي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون پر داسې مهال په فعالیت پیل وکړ، چې د نورو ولایتونو په پرتله په سوېلي ولایتونو کې د نشه‌يي توکو کر، قاچاق او تولید په ډېره اندازه ترسره کېږي او ځینو سرچینو ویلي، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق او تولید کې خپله د طالبانو لوړپوړي چارواکي لاس لري.

روسیې او طالبانو د امنیتي همکاريو پر پراختیا خبرې وکړې

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۰

د روسیې او طالبانو د دفاع وزارتونو مرستیالانو مسکو کې په یوه لیدنه کې د پوځي او امنیتي همکاریو او د هغو د پراخېدو پر راتلونکو لارو چارو باندې خبرې کړي. د روسیې د دفاع وزارت مرستیال واسیلي اُسماکوف او د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید مسکو کې سره لیدلي.

د روسیې د دفاع وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، دغه لیدنه چهارشنبه د (سلواغې ۸مه)‌ په مسکو کې شوې ده.

د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له‌مخې، دواړو لوریو په دې ناسته کې د اوسني وضعیت ترڅنګ د هغو پوځي همکاریو پر راتلونکو فرصتونو بحث کړی، چې د دواړو لوریو لپاره ګډ ارزښت لري.

په همدې حال کې، د روسیې دولتي خبري اژانسونو «ټاس» او «انترفاکس» هم د دې لیدنې خبر خپور کړی او لیکلي یې دي، چې د غونډې اساسي تمرکز د پوځي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو او د دوامدارو اړیکو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړولو و.

د روسیې دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «په هغو برخو کې چې د دواړو لوریو لپاره مهمې دي، د پوځي همکاریو د پراختیا وضعیت او راتلونکی وڅېړل شو». په خبرپاڼه کې همداراز راغلي: «د دې لیدنې د پایلو پر بنسټ، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د منظمې او سیستماتیکې پوځي همکارۍ د ټینګښت لپاره ګډ عملي ګامونه پورته کړي».

روسیه هغه لومړنی هېواد بلل کېږي، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.

ځینې سرچینې وایي، طالبان غواړي چې مسکو ورسره د پوځي وسایطو او چورلکو د ترمیم او ساتنې په برخه کې همکاري وکړي. بلخوا، روسیه د افغانستان له خاورې څخه د راټوکېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري، په ځانګړې توګه د خپلو متحدو هېوادونو د پولو پر وړاندې د بریدونو له امله چې د منځنۍ اسیا هېوادونه لکه تاجکستان او ازبکستان په‌کې شامل دي.

په وروستیو میاشتو کې، وسله‌والو څو ځله د افغانستان له خاورې د تاجکستان پر پولو بریدونه کړي او همداراز یې د بدخشان ولایت او د تاجکستان د ختلان په سیمه کې چینايي وګړي په نښه کړي دي. ازبکستان هم تر دې وړاندې د داعش ډلې د یو شمېر غړو د نیولو خبر ورکړی و.

روسیې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو او د توندلارۍ د پراخېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. د روسیې په وینا، د منځنۍ اسیا یو شمېر ترهګر د منځني ختیځ له سیمو افغانستان ته ورغلي دي.

په دې وروستیو کې د ازبکستان د ولسمشر لوړپوړي سلاکار هم ویلي، چې هېواد یې افغانستان ته د منځني ختیځ څخه د ترهګرو د ورتګ له امله اندېښمن دی. هغه زیاته کړې، چې همدې اندېښنو ته په کتو سره ازبکستان د ټرمپ د سولې له تړون سره یوځای شوی دی.

روسیه لېواله ده، چې له طالبانو سره د امنیتي معالوماتو د تبادلې او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې په برخه کې همکاري پراخه کړي.

د اروپايي پارلمان غړې: د طالبانو نوې جزایي 'اصول‌نامه' د جنسیتي اپارټایډ قانوني بڼه ده

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۰

په اروپايي پارلمان کې د جرمني استازې هنا نیومن د طالبانو جزایي 'اصول‌نامې' ته په غبرګون کې لیکلي، چې دا اقدام د جنسیتي اپارټایډ قانوني بڼه ده. نوموړې وايي، دې چارې په عملي توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ژوند د 'غلامۍ مهر' لګولی دی.

هغې پر خپلې اېکس‌پاڼې زیاته کړې، چې که څه هم طالبان باید د خپلو کړنو ځواب ووایي، خو دا چاره ډېره ځنډېدلې ده. د اروپايي پارلمان دغه غړې ټینګار کوي، چې له دغې واکمنې ډلې سره د «عادي‌سازۍ هڅې» په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره د خپل حکومت د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصول‌نامې» تر عنوان لاندې نافذ کړ. دا قانون په یوه سریزه، درېیو بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی، چې په‌کې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.

له دې قانون سره، افغانستان په تېرو څه کم یوه نیمه پېړۍ کې شپږ جزایي قوانین تجربه کړي دي.

د افغانستان د حقوقي چارو مطرحو شخصیتونو او د پخواني جمهوري نظام لوړپوړو چارواکو د ملا هبت‌الله نوې جزایي کړنلاره ظالمانه بللې ده. د حقوقپوهانو په وینا، په دې قانون کې د ټولنې وګړي پر طبقو وېشل شوي او ملایان تر عامو وګړو برتر ګڼل شوي، چې ځانګړي جزایي معافیتونه هم ورته ورکړل شوي دي.

د دیني عالمانو په وینا، دې اصول‌نامه کې د اسلامي شریعت خلاف انسانان په طبقو وېشل شوي او ډېری برخې یې له شرعي مسایلو سره په ټکر کې دي.

طالبان: د ترکیې پر پوله په واورو کې ژغورل شوي افغانان به ډېر ژر هېواد ته راستانه شي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۰

په ایران کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د ایران او ترکیې پر پوله په واورو کې له ژغورل شویو افغانانو سره یې له نږدې لیدلي او د هغوی د درملنې لپاره یې بېړني اقدامات کړي دي.

په ایران کې د طالبانو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ترکیې او ایران پر پوله په واورو کې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د اوسېدونکي محمد عاصم په ګډون د لسو نورو افغانانو د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته یې د هغوی د درملنې او مرستې لپاره بېړني اقدامات کړي دي.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې له یادو کسانو سره د درملنې د اقداماتو ترڅنګ نغدي مرسته هم شوې ده.

په ایران کې د طالبانو سفارت ویلي، یاد لس افغانان به ډېر ژر افغانستان ته ستانه کړای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ایران او ترکیې له سرحدي سیمو څخه د یو افغان ځوان ویډیو خپره شوه، چې د سختې سړې هوا له امله یې وړاندې تګ نه شوای کولای؛ خو یوې بلې ډلې ځوانانو د دغه تنکي ځوان په ګډون د یو شمېر نورو کسانو ژوند هم وژغوره.

پاکستان سره د سوداګرۍ بندیز؛ طالبان وايي په ۴ ولایتونو کې یې د ګڼو قاچاقي توکو مخنیوی کړی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې یې د کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي او په دې تړاو یې ګڼ کسان هم نیولي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې یې په کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو کې یې څه کم ۱۰ زره ګیلوګرامه چاکلیټ، ۲۸۱۷۵ کیلو ګرامه وریجي، درمل، رُب، ملايي، پټوګان، مالګه، وچي شیدې، ټوکر، ګوړه، لیمو، سبزي، د مخ کریم، پیاز، د خامک تار، ککاو، د شیدو خام مواد، تار، د چلم مواد، حیواني درمل، پلاسټیکي کڅوړې، بوجۍ، د قلیون مواد، د چلم ښیښې، خولۍ، کرنیز درمل، یوناني درمل، د ماشومان پمپر او نور مواد نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې قاچاق کوونکو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو قاچاقي توکو په تور یې یو شمېر کسان هم نیولي، خو د شمېر په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ له بندښت وروسته اوس یو شمېر کسان هڅه کوي، چې پر غېرقانوني لارو په قاچاقي ډول توکي افغانستان ته وارد کړي او طالبانو ویلي، چې د دغه ډول کسانو پر وړاندې سخت قانوني چلند کوي.