• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وسله والو په دیره اسماعیل خان کې د پاکستان د پوځ یو ډګروال وژلی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ پولیسو خبر ورکړی، چې ناڅرګندو وسله والو د دېره اسماعیل خان او بنو پر سړک د ډزو په یوه پېښه کې د پاکستان د پوځ یو افسر وژلی دی.

پولیس وايي، پېښه د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ د شورکوټ په سیمه کې شوې ده.

د پېښې په انځورونو کې لیدل کیږي، چې د پوځي افسر موټر له سړک نه لاندې پټیو ته کوز شوی او نوموړی په شخصي جامو کې پر ځمکه پروت دی. پر موټر د سپکې وسلې د ډزو نښې لیدل کیږي.

د پولیسو په لومړني ثبت شوي رپوټ کې ویل شوي، چې وژل شوی افسر عمران نومېده او د ډګروال په رتبه کې یې د پاکستان په پوځ کې دنده ترسره کوله.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په باجوړ کې د لشکر طیبه ډلې د ښاروالۍ ټاکنو یو نوماند وژل شوی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ د ماموند په سېوۍ سیمه کې د بمي چاودنې له امله د پاکستان د پخوانۍ جماعت الـ.ـدعوه ډلې غړی او د ښاروالۍ ټاکنو نوماند نجیب‌الله وژل شوی دی.

پولیسو د پېښې تصدیق کړی او ویلي یې دي چې له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، شواهد یې راټول کړي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

سرچینې وایي چې وژل شوی نجیب‌الله له جماعت‌الدعوه (پخوانۍ لشکر طیبه او اوسنۍ ملي مسلملیګ) ډلې سره تړاو درلود. د بمي برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

سهیل اپریدی: د خیبر ټولو مېشتو قومونو ستره جرګه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ راوبلل شي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي اعلان کړی، چې د خیبر ټولو مېشتو قومونو ستره جرګه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د جمرود فوټبال لوبغالي کې راوبلل شي. هغه د تیراه د وضعیت په اړه ویلي، چې د عمران خان د حکومت له ړنګېدو وروسته ترهګر یو ځل بیا سیمو ته ستانه شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په هماغه وخت کې جرګې وشوې؛ خو د عمران خان حکومت دغه دریځ لاره چې دا هر څه یوازې تبلیغات دي. هغه دا هم ویلي، د تړلو دروازو تر شا د شویو پرېکړو پایله دا شوه چې ناامني بېرته را وګرځېده او اقتصاد سخت زیانمن شو.

د هغه په وینا؛ نن پانګه‌وال او ځوانان د پاکستان پرېښودو لارې لټوي. د خیبرپښتونخوا سر وزیر دا هم ویلي، چې په تیراه کې کوم پوځي عملیات نه‌دي روان او د خلکو بې‌ځایه کېدل د عملیاتو له امله نه‌دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د صوبې د ټولو سیاسي ګوندونو په ګډه جرګه کې به د ټولو په رایه ۱۵ماده‌ییزه اجنډا منظوره شوې او پرېکړه شوې چې د ستونزو د حل لپاره به په ګډه کار کېږي؛ څو دوامداره امن ټینګ شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د صوبایي حکومت له لوري د اغېزمنو خلکو د مرستې او ساتنې لپاره څلور مېلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي. سهیل اپریدي تر دې وړاندې ویلي و، چې ایالتي حکومت به د تیراه سیمې هغه کورنۍ یوازې پرېنږدي چې د پوځي عملیاتو له امله بې‌ځایه شوې دي.

نوموړي همداراز په ټينګار سره ویلي و، چې له سیاسي اجماع پرته شوې پرېکړې تل‌پاتې سوله نه‌شي راوستلای.

خواجه اصف: په تیراه دره کې هېڅ پوځي عملیات روان نه دي، خلک د واورې له امله کډې کوي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، د خېبرپښتونخوا په تیراه دره کې هېڅ ډول پوځي عملیات نه دي روان او له سیمې څخه د خلکو کډه کېدل د ډېرې واورې له امله دي. هغه زیاته کړې، چې د عملیاتو په تړاو څرګندونې یوازې یو اټکل او بې‌بنسټه اوازې دي.

نوموړي په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې هر کال خلک له تیراه درې څخه د زیاتو واورو ورېدو له امله کډه کېږي. هغه وایي، د تیراه درې اړوند ټولې چارې د ایالتي حکومت او سیمه‌ییزې جرګې په سلا او مشورې هوارې شوې دي.

د دفاع وزیر په خبره، د خېبرپښتونخوا حکومت غواړي چې خپلې ناکامۍ پر پوځ یا پر داسې عملیاتو واچوي چې اصلا وجود نه لري. هغه دا هم وویل، چې دا مهال د تیراه درې دننه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د منع شوې ډلې شاوخوا ۵۰۰ غړي د خپلو کورنیو سره مېشت دي.

خواجه اصف زیاته کړې، په تیراه دره کې پر شاوخوا ۱۲ زره جریبه ځمکه د چرسو کرکېله کېږي او له هر جریب څخه یې شاوخوا ۳۵ لکه روپۍ عاید ترلاسه کېږي او همدا د شخړې او لانجې اصلي لامل دی.

په همدې غونډه کې د لومړي وزیر شهباز شریف د خېبرپښتونخوا چارو سلاکار او همغږی کوونکی اختیار ولي وویل، ځینې کړۍ د پرمختیايي پروژو په نوم پیسې باسي او هغه بیا پر سړکونو د احتجاجي تحریکونو لپاره لګوي. د ده په وینا، د پیسو د ګټلو لپاره یوه پروژه جوړه شوې، خو فدرالي حکومت او د پاکستان پوځ له دې پروژې سره هېڅ تړاو نه لري.

تر دې مخکې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ هم یادونه کړې وه، چې په تیراه دره کې د پوځي عملیاتو هېڅ ډول پلان نشته او نه هم پوځ خلکو ته ویلي، چې له سیمې څخه کډې وکړي. د خېبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي دغه څرګندونې دوه مخي توب بللی او د پاکستان په پوځ کې یې یو شمېر جنرالان په پښتنو سیمو کې پر کړکېچ تورنې کړې دي.

سر وزیر درې ورځې وړاندې د سوات په مینګوره کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د پوځ دننه یو شمېر جنرالان غواړي، چې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې امنیتي وضعیت لا خراب شي او له دې سره هڅې کوي چې خپلې موخې لاسته راوړي.

په بلوچستان او پښتونخوا کې په ټرافیکي پېښو کې ۹ کسان مړه او ۱۳ نور ټپيان شوي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۰

د بلوچستان په چاغي او د پښتونخوا په صوابۍ کې په دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې ۹ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د بلوچستان ایالت د چاغي ولسوالۍ په یک مچ سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۷ کسان مړه شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ ځايي چارواکو ویلي، چې د صوابۍ پر عمومي سړک د پنځو موټرو د ټکر په پېښه کې ۲ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو چارواکو د یادو ټرافیکو پېښو د لامل په اړه څه نه‌دي، خو تر ډېره د دغه ډول پېښو لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي ګڼل کېږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: د خیبر له تیراه درې څخه د خلکو اېستل پوځ پورې تړاو نه‌لري

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطاالله تارړ ویلي، د خیبر پښتونخوا له تیراه درې څخه د خلکو اېستنه له پوځ سره هېڅ تړاو نه‌لري او په دې اړوند خپرېدونکي خبرونه درواغ دي، خو ځايي اوسېدونکي وايي، له خپلو مېنو په زوره اېستل شوي دي.

عطاالله تارړ وویل، د سیمې د خالي کولو په تړاو ناسم خبرونه خپاره شوي او دا بهیر له پوځ سره تړل مناسب کار نه‌دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په خبره، هغو کسانو ته چې په خپله خوښه له سیمې کډه کوي، د څلور اربه روپیو مرسته ځانګړې شوې ده. د نوموړي په وینا، تیراه دره کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات روان دي، خو د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت ته په‌کار ده، چې د دغه ایالت د ولس پر ښه ژوند، سوکالۍ او اسانتیاوو تمرکز وکړي.

دې پاکستاني چارواکي تر دې مخکې هم دغه ډول څرګندونې کړې وې، چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي غوسه یې راپارولې وه.

سهیل اپریدي: که د تیراه عملیات په ۲ یا ۳ ورځو کې ونه‌درول شي نو نوې ستراتیژي به جوړه کړو | افغانستان انټرنشنل پښتو

اپریدي د سوات په مېنګوره کې یوه لاریون ته د وینا پر مهال خبرداری ورکړی وو، که پاکستانی پوځ په راتلونکو دوو یا هم درېیو ورځو کې عملیات ونه دروي، نو خیبر کې به لویه ولسي جرګه راوبولي. هغه زیاته کړې وه، چې دا جرګه به بیا د تیراه درې د عملیاتو په تړاو نوې پرېکړې وکړي‌ او هم به ستراتېژي چمتو کړي.

د سهیل اپریدي په خبره، تیراه درې کې د هر ډول بد وضعیت د رامنځته کېدو مسوول د پاکستان په پوځ کې ځینې جنرال دي چې د تړلو دروازو تر شا ناسمې پرېکړې کوي.

له دې سره سم، د تیراه درې اوسېدونکي بیا وايي، د عملیاتو په پلمه له خپلو مېنو اېستل شوي او دمګړۍ په ډېر سخت وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.