• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د ترکیې پر پوله په واورو کې ژغورل شوي افغانان به ډېر ژر هېواد ته راستانه شي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۰

په ایران کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د ایران او ترکیې پر پوله په واورو کې له ژغورل شویو افغانانو سره یې له نږدې لیدلي او د هغوی د درملنې لپاره یې بېړني اقدامات کړي دي.

په ایران کې د طالبانو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ترکیې او ایران پر پوله په واورو کې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د اوسېدونکي محمد عاصم په ګډون د لسو نورو افغانانو د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته یې د هغوی د درملنې او مرستې لپاره بېړني اقدامات کړي دي.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې له یادو کسانو سره د درملنې د اقداماتو ترڅنګ نغدي مرسته هم شوې ده.

په ایران کې د طالبانو سفارت ویلي، یاد لس افغانان به ډېر ژر افغانستان ته ستانه کړای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ایران او ترکیې له سرحدي سیمو څخه د یو افغان ځوان ویډیو خپره شوه، چې د سختې سړې هوا له امله یې وړاندې تګ نه شوای کولای؛ خو یوې بلې ډلې ځوانانو د دغه تنکي ځوان په ګډون د یو شمېر نورو کسانو ژوند هم وژغوره.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان سره د سوداګرۍ بندیز؛ طالبان وايي په ۴ ولایتونو کې یې د ګڼو قاچاقي توکو مخنیوی کړی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې یې د کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي او په دې تړاو یې ګڼ کسان هم نیولي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې یې په کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو کې یې څه کم ۱۰ زره ګیلوګرامه چاکلیټ، ۲۸۱۷۵ کیلو ګرامه وریجي، درمل، رُب، ملايي، پټوګان، مالګه، وچي شیدې، ټوکر، ګوړه، لیمو، سبزي، د مخ کریم، پیاز، د خامک تار، ککاو، د شیدو خام مواد، تار، د چلم مواد، حیواني درمل، پلاسټیکي کڅوړې، بوجۍ، د قلیون مواد، د چلم ښیښې، خولۍ، کرنیز درمل، یوناني درمل، د ماشومان پمپر او نور مواد نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې قاچاق کوونکو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو قاچاقي توکو په تور یې یو شمېر کسان هم نیولي، خو د شمېر په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ له بندښت وروسته اوس یو شمېر کسان هڅه کوي، چې پر غېرقانوني لارو په قاچاقي ډول توکي افغانستان ته وارد کړي او طالبانو ویلي، چې د دغه ډول کسانو پر وړاندې سخت قانوني چلند کوي.

یوې کاناډايۍ موسسې د ماشومانو لپاره له طالبانو سره د ۳۹۰ زره ډالرو هوکړه لاسلیک کړه

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې اداره وایي، دوی د جګړه‌ځپلو ماشومانو لپاره له کاناډايۍ موسسې سره د ۳۹۰ زره ډالرو په ارزښت یو هوکړه لاسلیک کړی. یاده اداره وایي، د دې هوکړې له مخې به د کونړ په دوو ولسوالیو کې ۶۰۳مستحقو کورنیو ته دوه دوه سوه ډالره نغدي مرستې هم ورکړل شي.

د طالبانو د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې هوکړې پر بنسټ به د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د ماشومانو د زده‌کړو لپاره ۱۶ښوونیز مرکزونه جوړ شي چې په هر مرکز کې به نږدې ۳۰ماشومانو ته روزنه ورکول کېږي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې پروژې بهیر کې به ۴۵۰ نجونو او ښځو ته روغتایي کڅوړې ورکړل شي او ۴۵۲ ماشومان به له ژمنیو جامو برخمن شي.

د دې ناستې پر مهال، د پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتووالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي ویلي، دغه پروژه باید په شفافه توګه پلي شي او همداراز دې مرسته کوونکې موسسې د ولس له غوښتنو سره سم اقدامات وکړي. په افغانستان کې د یادې کاناډایۍ موسسې د مشر په وینا، دغه پروژه کې به ۲زره ماشومانو ته د سالمې روغتیا په تړاو هم روزنه ورکړل شي.

افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی، چې ماشومان په‌کې د سخت فقر او لوږې سره مخ دي. د ملګرو ملتونو په ګډون د ماشومانو د ملاتړ نړۍوالو ادارو اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ په طبیعي پېښو کې هم ماشومان تر بل هر چا ډېر زیانمن شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، د کونړ او شمالي ولایتونو په ګډون د هېواد په وروستیو طبیعي پېښو کې هم ډېری قربانیان ماشوم وو.

طالبان وايي په زابل کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د نمرو د وېش دویم پړاو پیل شوی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۲ GMT+۰

په زابل کې د طالباتو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په یاد ولایت کې یې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو لپاره یې د نمرو وېش دویم پړاو پیل کړی.

په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې نمرو د وېش دویم پړاو پیل کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د زابل په شېخ متي بابا ښارګوټي کې یې ۴۳۲۱ جریبه ځمکه ځانګړې کړې او شاوخوا ۵ زره کورنیو ته به د دایمي استوګنځایونو او اړینې عامه اسانتیاوې برابرې شي.

طالبانو ویلي، چې په یاد ښارګوټې کې به شل جوماتونه، دوه لیسې، اته لومړني ښوونځي، ۱۶ مدرسي، ۳ روغتونونه، ۲۵ تفریحي پارکونه او یو لوی عیدګاه جومات به ولري.

په زابل کې د طالبانو د ولایت د دفتر رییس قدرت‌الله بدري وايي: «ګاونډیو هېوادونو له موږ سره داسې چلند وکړ، چې زموږ هغه مظلوم وروڼه چې هلته یې په ۱۰ یا ۱۵ روپیو کې ژوند کاوه او ځان ته یې یو کار برابر کړی و، په زور واېستل شول. زموږ مشرانو خپله حوصله له لاسه ورنه کړه او لاس په کار شول. دلته د کډوالو ښه هرکلی وشو».

د یادولو ده، چې کډوال د استوګنې لپاره د ځمکو ترلاسه کولو ته خوښ دي، خو له طالبانو غوښتنه کوي چې د کورونو په جوړولو کې هم ورسره همکاري وکړي.

محمد محقق: د طالبانو رژیم افغانانو ته د امریکا او د هغې د متحدینو ډالۍ وه

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۰

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو اوسنی نظام د امریکا او د هغوی د متحدینو «لاسته راوړنه او ډالۍ ده». هغه زیاته کړې، چې د طالبانو خلاف د اېلان ماسک په څېر خلکو څرګندونې چندان اغېزمنې نه دي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) په دې مرکه کې وویل، چې امریکا طالبان په مالي توګه تمویلوي او د دغې ډلې پر خلاف د یاد هېواد د سیاستوالو او شخصیتونو څرګندونې غولونکې دي. د محقق په خبره: «باور مې دا دی چې پر طالبانو هېڅ ډول فشار نشته او نه و. هره میاشت چې پنځه سوه مېلیونه ډالر یا ۴۸۰مېلیونه ډالر پیسې یې طالبانو ته ورکړي دي،‌ که دا فشار بلل کېږي دا بیا بېل بحث دی».

دا سیاستوال وایي، دی باور لري چې امریکا اوس مهال پر طالبانو هېڅ ډول فشار نه دی وارد کړی. د اسلامي‌ وحدت ګوند د مشر په وینا، امریکا ته د افغانانو هېڅ ډول خیر نه رسېږي او لویه ښېګڼه به یې دا وي، چې د طالبانو ملاتړ ونه‌کړي او نه هم دا ډله تجهیز کړي. د محقق په باور، امریکا دې طالبانو سره تعامل نه کوي او افغانان باید خپله پر طالبانو فشارونه ډېر کړي.

نوموړي وویل: «له نورې نړۍ څخه زموږ هیلې پرې شوي دي. پر طالبانو باید سیمه‌ییز فشارونه ډېر شي، څو مذاکراتو ته حاضر شي او یا هم د طالبانو رژیم نسکور شي، څو د خلکو په رایو افغانستان کې نظام رامنځته شي». دې پخواني چارواکي ټینګار کړی، چې د افغانستان دننه د طالبانو خلاف د افکارو بسیج لپاره یې هڅې پیل کړي او پر کابل د واکمن رژیم د نسکورېدو لپاره یې خپل فرهنګي او ډول ډول فعالیتونه پیل کړي دي.

تر دې دې دمخه هم یو شمېر افغان چارواکو د طالبانو د رژیم نسکورولو لپاره پر نړۍوالو او سیمه‌ییزو فشارونو ټینګار کړی دی. همدا راز پر کابل د واکمنو خلاف یو شمېر وسله‌والې جبهې هم فعالې شوي چې له دغه ډلې سره د «ازادۍ» تر نومونو لاندې جنګېږي.

طالبان: ترکي پانګه‌وال د اوبو د برېښنا د تولید په نوې ټېکنالوژۍ کې پانګونې ته لېوالتیا لري

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۲ GMT+۰

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې یو ترکي شرکت غواړي د افغانستان د اوبو د برېښنا د تولید، د تجهیزاتو د ترمیم، بیارغونې او په دې برخه کې د عصري ټېکنالوژۍ د کارولو په برخو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ادارې مشر د یوه ترکي شرکت له مسوول سره په لیدنه کې د اوبو د برېښنا (هایډرو پاور) په برخه کې د پانګونې، د تجهیزاتو د ترمیم او نوي کولو او د عصري ټېکنالوژۍ پر مټ د نوې کېدونکې برېښنا د سیسټمونو پر نصبولو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکیې د یوې کمپنۍ مسوول غواړي په افغانستان کې د اوبو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید، د شته تولیدي سرچینو د ټوربینونو د رغونې، د نویو عصري او لوړ ظرفیت لرونکو ټوربینونو د نصب او همداراز د تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.

طالبانو ویلي، چې یادې ترکي کمپنۍ ته یې د برېښنا او برېښنايي تجهیزاتو د تولید برخو کې د پانګونې لپاره د همکارۍ او اسانتیاوو رامنځته کولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

که څه هم افغانستان د اوبو برېښنا د تولید ګڼ فرصتونه لري، خو لا هم د افغانستان د برېښنا ډېره تکیه پر وارداتي برېښنا ده او طالبان نه دي توانیدلي، چې د تولیدي برېښنا له فرصتونو په سمه توګه استفاده وکړي.