• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: امریکا باید له ایران سره اختلافات «یو په یو» حل کړي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۰

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان د الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې پر ایران د امریکا د احتمالي برید په اړه وویل، چې دا «ناسم» کار دی. هغه غوښتنه وکړه، چې اختلافونه دې په «دیپلوماتیکه او تدریجي» بڼه حل شي.

هغه زیاته کړه، لاهم د روانو کړکېچونو لپاره «دیپلوماتیک حل لاره» شته او ایران چمتو دی چې د اټومي مسلې په اړه بیا خبرې اترې وکړي. د فیډان په وینا؛ انقرې تل واشنګټن ته سپارښتنه کړې، چې د ایران سره ستونزې «یو په یو» حل کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي: «ما امریکایي چارواکو ته ویلي، چې د اټومي موضوع څخه پیل وکړئ او هغه پای ته ورسوئ، بیا نورو موضوعاتو ته ولاړ شئ».

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

د طالبانو د کندهار والي: ږېره خرېيلي او نوي ځوانان تلاشي کړئ «فساد» په همدوی کې دی

•
•
•

نور کیسې

د هند مشهور سندرغاړي اریجېت سېنګ د فلمونو لپاره د سندرو ویل پرېښودل

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۲ GMT+۰
100%

هندي رسنیو راپور ورکړی، د اریجېټ سېنګ د مینه‌والو د تمې خلاف هغه به په ۲۰۲۶کال کې د فلمونو لپاره سندرې ویل پرېږدي. نوموړي د خپلې یادې پرېکړې په اړه لیکلي:« زه دغه لړۍ پای ته رسوم. دا یو ښکلی سفر و، نور به د پردې ترشا د فلمونو لپاره د سندرو ویلو نوی وړاندیز ونه منم».

د اریجېت سېنګ یادې پرېکړې د هغه د هنر ډېری مینه‌وال خپه کړي. رسنیو کاږلي، چې ډېر لږ هنرمندان د خپل شهرت په اوج کې داسې پرېکړې کوي. ښاغلي سېنګ ویلي، چې یوازې یې د پردې تر شا د فلمونو لپاره سندرې ویل پرې اېښي؛ خو د موسیقۍ هنر ته به دوام ورکړي.

هغه د نوي کال په یوه پیغام کې د خپلو مینه‌والو له مینې مننه کړې او زیاته کړې یې ده: «د اورېدونکو له مینې مننه. که څه هم ما فلمونو ته د سندرو ویل پای ته رسولي؛ خو موسیقۍ ته دوام ورکوم».

هندي رسنیو تمه ښودلې، چې سېنګ به سږ کال نوې سندرې خپرې کړي. نوموړي پر خواله رسنیو لیکلي: «غواړم دا روښانه کړم، چې زه د موسیقۍ جوړول نه دروم».

اریجېت سېنګ تر دې وړاندې په فلمونو کې د پردې ترشا سندرې ویلې؛ خو په خپله د ټلوېزیون په څپو نه راڅرګندېده. دغه هندی سندرغاړی د خپل جادویي سورونو او زیاتو سندرو په لرلو سره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې زرګونه مینه‌وال لري.

له تهران سره د ترېنګلو اړیکو له امله؛ د سپاه پاسداران درې پخواني غړي له امریکا واېستل شول

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۰
100%

فاکس نیوز د سې‌شنبې په ورځ راپور ورکړی، د امریکا د کورني امنیت وزارت درې ایرانيان چې د «پېژندل شویو یا شکمنو ترهګریزو فعالیتونو» سره یې تړاو لاره؛ له امریکا واېستل. په راپور کې دغه کسان د احسان خالدي، محمد مهراني او مرتضی نصیري کاکولکي په نوم پېژندل شوي.

د امریکا کورني امنیت وزارت ویلي، هغه درې کسان یې د یکشنبې په ورځ له دغه هېواده اېستلي چې د ایران د سپاه پاسداران پخواني غړي وو. فاکس نیوز په خپل راپور کې ویلي، چې دغه درې کسان احسان خالدي، محمد مهراني او مرتضى نصيري‌کاکولکي نومېږي.

د راپور له مخې؛ دغه کسان د هغو ۱۴ ایرانيانو له ډلې وو، چې د یک‌شنبې په ورځ په یوې الوتکه کې ایران ته استول شوي. دا په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو له پیل راهیسې تهران ته د اېستل شویو کډوالو لومړۍ ستنېدنه ده.

د کورني امنیت وزارت ویلي، محمد مهراني او احسان خالدي په ۲۰۲۴کال کې په ناقانونه توګه د سوېلي کالیفورنیا له لارې او مرتضى نصيري‌کاکولکي هم د ۲۰۲۴کال په نومبر کې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوی و.

کرملین وايي چې کارمندان یې په پراخه کچه مصنوعي ځیرکتیا کاروي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۰
100%

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف تایید کړه، چې د کرملین کارمندان په پراخه کچه مصنوعي ځیرکتیا کاروي. نوموړي وویل چې ددوی کارکوونکي د روسیې اړوند مصنوعي ځیرکتیا کاروي.

پېسکوف د سلواغې پر ۷مه د روسیې رسنیو ته وویل:« د مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژي لا دمخه د کرملین لپاره یو معیاري وسیله ګرځیدلې او د کارمندانو له خوا په پراخه کچه کارول کیږي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د کرملین کارمندان په خپل کار کې مصنوعي ځیرکتیا کاروي، پېسکوف وویل: «البته موږ یې کاروو. اوس دا د کار لپاره یو معیاري وسیله ده.»

هغه د روسیې مصنوعي ځیرکتیا پیاوړې او خوندي وبلله.

د ۱۴۰۳ کال په مروغومي میاشت کې ولادیمیر پوتین د روسیې حکومت ته امر وکړ، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې له چین سره همکاري پراخه کړي.

د وروستي‌ اسراییلي‌ یرغمل شوي جسد له غزې اسراییل ته ولېږدول شو

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۰
100%

د اسراییل پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې تر ۸۴۳ ورځې جګړې وروسته ټول اسراییلي یرغملي او د هغوی جسدونه د غزې له تړانګې اسراییل ته لېږدول شوي دي. د اسراییل پوځ له‌خوا په خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې په غزه کې د وروستي یرغملي جسد ترلاسه شوی او اسراییل ته لېږدول شوی دی.

د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې د دغه جسد په موندلو سره، «له غزې تړانګې څخه د ټولو یرغملو د بېرته ستنولو لړۍ بشپړه شوې ده». د جسدونو تبادله د امریکا په منځګړیتوب د اوربند د یوې برخې په توګه وشوه، چې د ۲۰۲۵کال (د اکتوبر په ۱۰مه) پیل شوه.

په ورته وخت کې د فلسطین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییل پوځ په غزه کې لسګونه جوړښتونه ویجاړ کړي، د سیمې په ختیځ کې د «ژېړ زون» په نوم یې پېژندل شوی امنیتي زون پراخ کړی او د خپلو ځواکونو لپاره یې لږترلږه شپږ نوي ځایونه جوړ کړي دي. دغه اقدام د غزې په ځینو برخو کې د اسراییل د پوځي حضور د پیاوړتیا په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» د پرانیستې په مراسمو کې اعلان وکړ، چې امریکا به د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو لوبغاړو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

ګارډین: پر ایران برید به د دغه هېواد مشرتابه په نښه کړي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۰
100%

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) په یوه راپور کې د څارونکو په حواله لیکلي، چې ایران ته نږدې د «یو.اېس‌.اېس» ابراهام لېنکلن الوتکه وړونکې بېړۍ تر لېږد وروسته امریکا او اسراییل د یوه نوي‌ برید لپاره چمتوالی نیسي.

د دغه رسنۍ د راپور له مخې؛ داسي ګڼل کېږي چې واشنګټن د اسراییل جنګي الوتکو سره په همغږۍ د خپلو بریدونو د ترسره کولو لپاره اړین اور وژونکی ځواک لري، چې موخه یې د هغه حکومت نسکورول دي چې د لاریونونو پرمهال د زرګونه ایرانیانو په وژنه تورن دی.

ګارډین لیکي، چې احتمالي برید به د ایران له مخکې زیانمن شوي اټومي پروګرام د کمزوري کولو لپاره نه؛ بلکې د ایران د سیاسي مشرتابه د هدف ګرځولو او سړکونو ته د هغو معترضو د راوېستو لپاره وي، چې د خپل ژوند د خرابېدو له امله په غوسه دي.

په ورته وخت کې اېکونومېسټ مجلې په یوه راپور کې د ایران شاوخوا د امریکا د پوځي چمتوالي په اړه د خلیجي چارواکو په حواله لیکلي، چې د امریکا د پراخ برید احتمال ډېر دی او ښايي د ایران سیاسي مشرتابه په نښه کړي.