• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پنجشېر کې د یاقوتو ۱۰ نوي کانونه کشف کړي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۱ GMT+۰

په پنجشېر کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په حصه‌اول ولسوالۍ کې د یاقوتو لس نوي کانونه پېژندل شوي او هم‌مهاله په ابشار او عنابه ولسوالیو کې د بیروج ډبرو کېندنه هم پیل شوې ده.

په پنجشېر کې د طالبانو رسنیز دفتر له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي ټیمونه د وروستیو ساحوي ارزونو پر مهال د حصه‌اول ولسوالۍ په یوشمېر سیمو کې د یاقوتو لس نوي کانونه تثبیت کړي دي.

په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد وزارت متخصصانو او انجنیرانو له نږدې څېړنو وروسته د دغه کانونو شته‌والی تایید کړی دی. د طالبانو ځایي چارواکي بیا وايي، له دې تازه موندنې سره هم‌مهاله په ابشار او عنابه ولسوالیو کې د تورمالین (بیروج) کان رسمي استخراج هم پیل شوی، چې موخه یې د پنجشېر د طبیعي سرچینو «منظم مدیریت او اغېزمنه ګټه‌اخیستنه» ده.

پنجشېر د افغانستان له مهمو سیمو شمېرل کېږي، چې د ګران بیه ډبرو او په ځانګړې توګه د زمردو او یاقوتو سترې زېرمې لري. په وروستیو کلونو کې بېلابېلو راپورونو ښودلې، چې دغه ولایت د ګران بیه ډبرو د تولید لوړه وړتیا لري.

طالبانو تر دې وړاندې هم په پنجشېر کې د نویو کانونو د پېژندنې خبرونه ورکړي او ویلي یې وو، چې لسګونه تخنیکي ډلې یې د دغه ولایت د ځمکپوهنې جوړښت د ارزونې لپاره ګومارلې دي. د دوی د معلوماتو له مخې؛ په ځینو سیمو لکه پریان او حصه‌اول کې سلګونه نوي د زمردو کانونه تثبیت شوي او د ځینو استخراج یې هم پیل شوی دی.

ځینې طالب چارواکي ادعا کوي، چې تر اوسه په پنجشېر کې له زرو ډېر د زمردو کانونه ثبت شوي او سلګونه نورو ته د استخراج جوازونه ورکړل شوي دي. د ځمکپوهنې په اړه نړۍوالې څېړنې ښیي، چې د پنجشېر زمرد د کیفیت، روڼوالي او رنګ له پلوه د نړۍ له غوره ګران بیه ډبرو شمېرل کېږي او په نړۍوالو بازارونو کې ځانګړي پېرېدونکي لري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په پکتیکا کې دوه کسان په دُرو وهلي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ کې یې دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو ته یې د درېیو کلونو تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۵ دُرو سزا ورکړې ده. طالبانو یوازې تېره اونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۳ کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

اصف درانی: د ترهګرو د ملاتړ له امله طالبان نه‌دي توانېدلي له نړۍوالې ټولنې سره اړیکې ورغوي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، له نړۍوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې له دې امله زیانمنې شوې چې دوی ترهګرو ډلو ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي. دراني دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) پر اېکس پاڼه کړې دي.

نوموړي ویلي، که افغانستان ثبات، اقتصادي رغونه او عادي نړۍوالې اړیکې غواړي؛ نو باید تمرکز له بهرني ملامتۍ د کور دننه حساب‌ورکونې ته واړوي، په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو د خوندي پټنځایونو پر وړاندې د باور وړ او عملي اقدام له لارې.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي، داعش خراسان، القاعده او د ځینو نورو ډلو دوامدار حضور د پاکستان او د سیمې لپاره مستندې امنیتي پایلې لرلې دي. د هغه په وینا، یاد واقعیت له پامه غورځول یا کم‌ارزښته ګڼل د افغانستان ګټې نه خوندي کوي؛ بلکې نړۍوالې اندېښنې زیاتوي او دغه هېواد انزوا کې ساتي.

دا هغه څرګندونې دي، چې پاکستاني چارواکي یې په وار، وار تکراروي؛ خو طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد ونه کارول شي.

لوګزامبورګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق سره ۲مېلیونه یورو مرسته کړې

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق (UN_STFA) اعلان کړی، چې د لوګزامبورګ حکومت له لوري ورکړل شوې ۲ مېلیونه یورو مرسته به په هېواد کې د اړینو خدمتونو پراختیا، اقتصادي پیاوړتیا او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د مقاومت لوړولو په برخه کې ولګول شي.

یاد صندوق پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دغه مرسته به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د بنسټیزو خدمتونو د ښه‌والي، د خلکو د عایداتي سرچینو د پیاوړتیا او د راتلونکو اقلیمي ننګونو پر وړاندې د ټولنو د چمتووالي په برخه کې ولګول شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق ټینګار کړی، چې د نړۍوالو شریکانو عملي همکاري کولای شي د افغانانو ژوند ته بدلون ورکړي او د دوامداره پرمختګ لپاره بنسټیز فرصتونه برابر کړي.

دغه ادارې یادې مرستې د افغانستان د ملاتړ په لور یو مهم ګام بللی دی.

تېره میاشت تر ۱۴زره ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، په تېرې مرغومي میاشت کې شاوخوا ۱۴زره او ۴۱۹ کورنۍ له ترکیې، ایران او پاکستان نه په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه وزارت وایي، چې ستنو شویو کډوالو ته یې اړینې مرستې هم برابرې کړې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د راستنېدونکو کورنیو د ثبت او مېشتولو په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې ځانګړي مرکزونه فعال شوي او د مرستو د وېش لپاره روڼ او منظم مېکانیزم رامنځته شوی دی.

د دغه وزارت ویاند مولوي عبدالمطلب حقاني وايي: «راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې لپاره نغدي مرستې، خوراکي توکي، خېمې، کمپلې او نور غیرخوراکي توکي ورکړل شوي دي. روغتیايي خدمات، لنډمهاله سرپناوې او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو اسانتیاوې هم ورسره مل دي».

همداراز د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تازه راستانه شویو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د دغه وزارت په وینا؛ تر دې مهاله په ټول هېواد کې پر ۵۵۰۰ کورنیو ځمکې وېشل شوې او دغه لړۍ لا هم په کندهار، کونړ، لغمان، ننګرهار، کندوز، میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې روانه ده.

د یادونې وړ ده، په وروستیو کلونو کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې چې له امله یې د راستنېدونکو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو عملیات چټک شوي، افغانان نیول کېږي او په جبري توګه افغانستان ته ستنول کېږي. د پاکستان له ځينو ښارونو داسې راپورونه هم ترلاسه شوي، چې پاکستاني پولیسو د هغه کورنو دروازې ماتې کړې چې ګومان کېده افغان کډوال به په‌کې اوسېږي.

په تېرو ۹ میاشتو کې د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۰۰زره ټنه واردات شوي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۵ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو تر واک لاندې د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ د روزنک تمځای مسوولین وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې له دې لارې ۳۸۳زره او ۸۰۷ ټنه واردات شوي دي. دغه طالب مسوولینو زیاته کړې، چې په همدې موده کې یې ۴ واګونه صادرات هم کړي.

د روزنک تم ځای مسوول غلام علي د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) ویلي، چې د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ له لارې یې ورځني انتقالات زیات شوي. نوموړي زیاته کړې، چې په صادراتو او وارداتو کې د نورو توکو ترڅنګ نفتي، غیري نفتي، خوراکي او غیري خوراکي توکي هم شامل دي.

غلام علي له سوداګرو غوښتي، چې له دې لارې خپله سوداګري پراخه کړي. ورته مهال د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په تېرې مرغومي میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۹۹زره او ۸۲۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د دغه وزارت په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي. یاد وزارت وایي، د دغه انتقالاتو ۱۰۲۵ ټنه برخه صادرات جوړوي چې لویه برخه یې وچه مېوه، کاني ډبرې او د انارو جوس دی.