• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مصنوعي ځیرکتیا پېر؛ امازون په ټوله نړۍ کې ۱۶ زره دندې له‌منځه وړي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۰

د امریکا لوی شرکت امازون اعلان کړی، چې د لګښتونو د راکمولو او د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې د پانګونې د چټکتیا په موخه غواړي ټوله نړۍ کې ۱۶ زره دندې له‌منځه یوسي. دغه برېښنايي سوداګریز شرکت تر دې مخکې هم ویلي وو، چې راتلونکو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا به د دندو د کمېدو لامل شي.

دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د امازون کارکوونکو ته د یوه رسمي پیغام له لارې اعلان شوې ده.

امازون د هغو دندو په اړه کوم کره جزییات نه دي ورکړي، چې د دې کاري کمښت تر اغېز لاندې راځي، خو ویلي یې دي چې هڅه کوي له هغو کارکوونکو ملاتړ وکړي چې دندې یې اغېزمنې کېږي او که امکان یې وي، ځیني به یې نورو کاري بستونو ته ولېږدوي.

د امازون اجراییوي رییس اندي جسي د جون په میاشت کې ویلي وو، چې د ټېکنالوژۍ د شرکتونو ترمنځ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د سختې سیالۍ له امله امازون اړ دی، چې خپل لګښتونه راکم کړي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی و، چې په راتلونکو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا به د اداري بستونو د کمېدو سبب شي. د دې بهیر لومړنی پړاو د تېر کال په وروستیو کې د اکټوبر په میاشت کې د ۱۴ زره دندو په له‌منځه وړلو سره پیل شو.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې اندي جسي د امازون مشري پر غاړه اخیستې، دغه شرکت څو ځله د کاري کمښت پړاوونه تجربه کړي دي. تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د ژمي شاوخوا کې ۲۷ زره دندې په امازون کې له‌منځه وړل شوې وې.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د غزې ټول وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په لوېدیځه غاړه کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۰

د منځني ختیځ د سولې پروسې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي رامیز الاکباروف د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې د غزې نږدې ټول وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په لوېدیځه غاړه کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

نوموړي د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د غزې لپاره د احتمالي ښه بدلون او غوره راتلونکي لپاره ښه چانس شتون لري، خو په لوېدیځه غاړه کې لا هم کړکېچ دوام لري.

نوموړي امنیت شورا ته په خپل راپور کې ویلي: «درنو بارانونو او سړې هوا د ۱،۵ میلیونه بې‌ځایه شویو فلسطینیانو کړاوونه زیات کړي دي. د ساختماني موادو، تېلو او طبي وسایلو پر واردولو محدودیتونه لا هم دوام لري. یوازې ۹سلنه مرستې د اردن له لارې غزې ته داخلې شوې دي».

پر همدغه مهال نوموړي په لوېدیځه غاړه کې وضعیت بحراني بللی دی.

نوموړي زیاته کړې: «په ختیځ بیت‌المقدس کې د انروا د دفترونو تړل او د هغوی پر کارکوونکو بریدونه د نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده. اسراییل د فلسطیني ادارې ۲،۵ میلیارده ډالره عواید بند کړي، چې له امله یې د فلسطین د ادارې مالي سیستم د پاشل کېدو په حال کې دی».

د منځني ختیځ د سولې پروسې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي پر اسراییل غږ کړی، چې د نړۍوالو نادولتي موسسو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي او د تاوتریخوالي مخه دې ونیسي.

روسیې او طالبانو د امنیتي همکاريو پر پراختیا خبرې وکړې

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۰

د روسیې او طالبانو د دفاع وزارتونو مرستیالانو مسکو کې په یوه لیدنه کې د پوځي او امنیتي همکاریو او د هغو د پراخېدو پر راتلونکو لارو چارو باندې خبرې کړي. د روسیې د دفاع وزارت مرستیال واسیلي اُسماکوف او د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید مسکو کې سره لیدلي.

د روسیې د دفاع وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، دغه لیدنه چهارشنبه د (سلواغې ۸مه)‌ په مسکو کې شوې ده.

د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له‌مخې، دواړو لوریو په دې ناسته کې د اوسني وضعیت ترڅنګ د هغو پوځي همکاریو پر راتلونکو فرصتونو بحث کړی، چې د دواړو لوریو لپاره ګډ ارزښت لري.

په همدې حال کې، د روسیې دولتي خبري اژانسونو «ټاس» او «انترفاکس» هم د دې لیدنې خبر خپور کړی او لیکلي یې دي، چې د غونډې اساسي تمرکز د پوځي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو او د دوامدارو اړیکو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړولو و.

د روسیې دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «په هغو برخو کې چې د دواړو لوریو لپاره مهمې دي، د پوځي همکاریو د پراختیا وضعیت او راتلونکی وڅېړل شو». په خبرپاڼه کې همداراز راغلي: «د دې لیدنې د پایلو پر بنسټ، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د منظمې او سیستماتیکې پوځي همکارۍ د ټینګښت لپاره ګډ عملي ګامونه پورته کړي».

روسیه هغه لومړنی هېواد بلل کېږي، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.

ځینې سرچینې وایي، طالبان غواړي چې مسکو ورسره د پوځي وسایطو او چورلکو د ترمیم او ساتنې په برخه کې همکاري وکړي. بلخوا، روسیه د افغانستان له خاورې څخه د راټوکېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري، په ځانګړې توګه د خپلو متحدو هېوادونو د پولو پر وړاندې د بریدونو له امله چې د منځنۍ اسیا هېوادونه لکه تاجکستان او ازبکستان په‌کې شامل دي.

په وروستیو میاشتو کې، وسله‌والو څو ځله د افغانستان له خاورې د تاجکستان پر پولو بریدونه کړي او همداراز یې د بدخشان ولایت او د تاجکستان د ختلان په سیمه کې چینايي وګړي په نښه کړي دي. ازبکستان هم تر دې وړاندې د داعش ډلې د یو شمېر غړو د نیولو خبر ورکړی و.

روسیې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو او د توندلارۍ د پراخېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. د روسیې په وینا، د منځنۍ اسیا یو شمېر ترهګر د منځني ختیځ له سیمو افغانستان ته ورغلي دي.

په دې وروستیو کې د ازبکستان د ولسمشر لوړپوړي سلاکار هم ویلي، چې هېواد یې افغانستان ته د منځني ختیځ څخه د ترهګرو د ورتګ له امله اندېښمن دی. هغه زیاته کړې، چې همدې اندېښنو ته په کتو سره ازبکستان د ټرمپ د سولې له تړون سره یوځای شوی دی.

روسیه لېواله ده، چې له طالبانو سره د امنیتي معالوماتو د تبادلې او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې په برخه کې همکاري پراخه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: په یوه وخت کې خبرو او دفاع دواړو ته چمتو یو

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښوونکو څرګندونو په غبرګون ویلي، چې امریکا په افغانستان او عراق کې په جګړو کې له اوو ټرېلیونو ډالرو څخه زیات لګښت کړی او تر اوو زرو ډېر پوځیان یې له لاسه ورکړي دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ایران د متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو اترو لپاره چمتو دی، خو که پرې فشار واچول شي، نو داسې بې‌ساری غبرګون به وښيي چې ساری به ونه لري. ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ ایوا ایالت کې د وینا پر مهال وویل، یو «ستر پوځي سمندري ځواک» د «قدرت، چټکتیا او روښانه موخې» سره د ایران پر لور روان دی.
هغه وایي، دا سمندري ځواک چې د «ابراهام لینکن» هوايي بېړۍ یې مشري کوي، له هغه ځواک څخه هم لوی دی، چې پخوا ونزوېلا ته استول شوی و.

ټرمپ زیاته کړه، لکه څنګه چې په ونزوېلا کې عمل وشو، دا ځواک «چمتو، لېوال او وړ» دی چې که اړتیا پېښه شي، خپله دنده به په «چټکۍ او زور» سره ترسره کړي. د امریکا ولسمشر هیله وښوده چې تهران به «ژر تر ژره» خبرو ته کېني او د یوه «منصفانه او عادلانه» تړون پر سر به سلا ته ورسره ورسېږي؛ هغه تړون چې د ده په وینا، موخه یې دا ده چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او دا تړون به «د ټولو لورو په ګټه» وي.

ټرمپ خبرداری ورکړ، چې وخت په ختمېدو دی او وضعیت بېړنی شوی دی.

په همدې حال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په وروستیو ورځو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ هېڅ اړیکه نه ده نیول شوې او د خبرو کوم رسمي وړاندیز هم نه دی شوی.
هغه وویل: «ځینې هېوادونه د منځګړو په توګه هڅې کوي او زموږ اړیکې ورسره روانې دي».

له بلې خوا، امریکايي رسنۍ اکسیوس د دې هېواد د چارواکو له قوله لیکلي چې دا مهال د امریکا او ایران ترمنځ هېڅ جدي مذاکرات نه تر سترګو کېږي. د سعودي عربستان، ترکیې او قطر په ګډون ځینو هېوادونو له دواړو لورو سره اړیکې نیولې او پیغامونه یې تبادله کړي دي.

اکسیوس همداراز لیکلي، ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ایران په اړه خبرې کړې دي او عباس عراقچي بیا د چهارشنبې په ورځ د ترکیې، قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

افغانستان د هغو هېوادونو سر کې راغلی چې وګړي یې فرانسه کې تر ټولو زیاته د پناه غوښتنه کوي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۶ GMT+۰

د فرانسې د پناه غوښتنې د ملاتړ ادارې د تازه شمېرو له‌مخې، افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۳ زره او ۸۰۰ پناه غوښتنو په ثبتولو سره د هغو هېوادونو په سر کې راغلی، چې وګړي یې په فرانسه کې تر ټولو ډېرې د پناه غوښتنې کوي.

همداراز، افغانان د ۷۸،۸ سلنې د منلو له کچې سره د هغو ملیتونو له ډلې دي چې د نړۍوال ملاتړ د ترلاسه کولو تر ټولو لوړ چانس لري.

له افغانستان وروسته، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت د ۱۳ زره او ۲۰۰ غوښتنلیکونو، هایټي د ۱۲ زره او ۶۰۰ او اوکراین د ۱۲ زره او ۳۰۰ دوسیو په ثبتولو سره په فرانسه کې د پناه غوښتونکو له سترو سرچینو څخه دي.

د فرانسې د پناه‌غوښتنې د ملاتړ ادارې د شمېرو له‌مخې، یوازې دغه څلور هېوادونه د ۲۰۲۵ کال د ټولو ثبت شویو پناه غوښتنلیکونو له یوې پر درېیمې څخه زیات جوړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په عمومي ډول په فرانسه کې د پناه غوښتنلیکونو شمېر د تېر کال په پرتله کم شوی، خو د دوسیو د منلو کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده.

د راپور له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې په فرانسه کې ټول‌ټال ۱۴۵ زره او ۲۱۰ د نړۍوال ملاتړ غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.

دغه شمېر د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۵،۵ سلنه کمښت ښيي.

د فرانسې د پناه‌غوښتونکو د ملاتړ ادارې په وینا، دا د ۲۰۲۰ کال د کرونا وبا له پیل راهیسې دویم پرله‌پسې کال دی چې د پناه غوښتونکو شمېر راکمېږي.

د دې شمېرو له‌مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۴۱ سلنه د پناه غوښتنلیکونه د لومړنۍ ارزونې په پړاو کې د فرانسې د پناه ادارې له خوا منل شوي دي.

دغه شمېر ښيي، چې د پناه غوښتونکو د بریالیتوب چانس د تېر کال په پرتله لوړ شوی دی.

سربېره پر دې، د هغو کسانو په ګډون چې د لومړني رد وروسته یې په محکمه کې بریالی اعتراض کړی، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۷۹ زره کسانو په فرانسه کې پناه یا نړۍوال ملاتړ ترلاسه کړی دی.

ټرمپ یوځل بیا ایران ته خبرداری ورکړ چې که اتومي تړون ونه کړي بل برید به «ډېر سخت» وي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۵ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ له ایران وغوښتل چې د اټومي وسلو په اړه خبرو ته کښېني او تړون وکړي او که نه نو د امریکا بل برید به تر پخوا ډېر سخت وي. خو تهران ویلي، چې که داسې وشي بې‌ساری ځواب به ور کړي.

ټرمپ په ټولنیزو شبکو کې ولیکل، « هیله ده ایران ژر تر ژره د خبرو مېز ته راشي او یو عادلانه او منصفانه تړون ومني، داسې تړون چې د ټولو لوریو په ګټه وي. وخت په چټکۍ تېرېږي، موضوع خورا بېړنۍ ده».

دغه جمهوري غوښتونکی ولسمشر، چې د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال یې له ۲۰۱۵ کال اټومي تړون څخه امریکا وایسته، یادونه وکړه چې ایران ته د ده وروستی خبرداری د جون په میاشت کې له پوځي برید وروسته عملي شو.

ټرمپ ولیکل: « بل برید به ډېر سخت وي! دا بیا مه تکراروئ».

هغه دا هم وویل چې د امریکا یو «سمندري لښکر» د ایران پر لور روان دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ د ټرمپ په ځواب کې ولیکل، « وروستی ځل چې امریکا په افغانستان او عراق کې جګړو ته ښکته شوه، له ۷ ټریلیونه ډالرو زیاتې پیسې یې ضایع کړې او له ۷ زره زیات امریکايي سرتېري ووژل شول».

یادې استازولۍ زیاته کړې، چې « ایران د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ خبرو ته چمتو دی خو که تر فشار لاندې راوستل شي، نو له ځانه به دفاع وکړي او داسې ځواب به ورکړي چې تر دې مخکې یې ساری نه وي لیدل شوی».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې په وروستیو ورځو کې یې د امریکا له ځانګړي استازي سټیو ویتکوف سره هېڅ اړیکه نه ده نیولې او نه یې د خبرو غوښتنه کړې ده.

ټرمپ وویل چې د امریکا سمندري ځواک، چې مشري یې یو اېس اېس ابراهیم لېنکن الوتکه‌وړونکې بېړۍ کوي، د ایران پر لور روان دی. دوو امریکايي چارواکو د دوشنبې په ورځ رویټرز ته ویلي وو چې دغه بېړۍ او ورسره نورې جنګي بېړۍ منځني ختیځ ته رسېدلې دي.