• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین د میانمار له جنایي ډلو سره تړاو لرونکي ۱۱ کسان اعدام کړي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۰

فرانس پرېس خبري اژانس د چین د ځايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې نند میانمار پولې ته نږدې د مېشتو جنايي ډلو ۱۱مهم غړي اعدام شوي دي. دغه کسان د انټرنیټي او ټیلیفوني درغلیو په پراخو شبکو کې د لاس لرلو په تور مجرم پېژندل شوي وو.

د چینايي چارواکو په وینا، پر دغو کسانو د قتل، انسان‌تښتونې، په ناقانونه ډول د خلکو ساتلو او د شاوخوا ۱.۴میلیارد ډالرو په ارزښت د مالي درغلیو تورونه ثابت شوي وو.

د فرانس پرېس د راپور له مخې، د یادو جنايي ډلو د فعالیتونو له امله لږ تر لږه ۱۴چینايي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستیو کلونو کې د میانمار په سرحدي سیمو کې د انټرنیټي درغلیو مرکزونه جوړ شوي، چېرې چې زرګونه کسان په جبري توګه کار ته اړ ایستل کېږي، څو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د خلکو څخه د انټرنیټ له لارې پیسې غلا کړي.

چارواکي وايي، چین د دغو نړیوالو جنايي شبکو پر وړاندې د سختو اقداماتو لړۍ چټکه کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په سویلي افریقا کې د یوه بس او باروړونکې لارۍ د ټکر له امله ۱۱ کسان مړه شوي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۰ GMT+۰

د سویلي افریقا په ختیځ کوازولوناتال ایالت کې یوه کوچني بس او باروړونکې لارۍ ټکر کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او اووه نور سخت ټپیان دي. دا پېښه نن د پنجشنبې په سهار وختي د ډربن ښار ته نږدې رامنځته شوې ده.

د ایالتي ترانسپورټ ادارې چارواکي سیبونیسو دوما ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې یو د ښوونځي ماشوم هم شامل دی. د نوموړي په وینا، عیني شاهدانو ادعا کړې چې د لارۍ چلوونکي ناڅاپي موټر له یوه سړک څخه بل سړک ته واړوه ، چې له امله یې مخامخ ټکر رامنځته شو. چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه به بشپړه پلټنه د ښاروالۍ او ملي پولیسو له خوا ترسره شي.

د بېړنیو مرستو ویاند ګیرېت جېمیسن ویلي، بس چلوونکی د موټر په اوسپنو کې بند پاتې و او د ژغورنې ډلې د هغه د راایستلو هڅې کولې. ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا پېښه یوازې څو ورځې وروسته له هغې شوې چې په یوه بل ایالت کې د ښوونځي د ماشومانو د لېږد یو وړوکی بس د یوې لارۍ سره ټکر وکړ او ۱۴ ماشومان پکې ووژل شول.

په سویلي افریقا او د افریقا په ډېرو هېوادونو کې د سړک خوندیتوب یوه جدي ستونزه بلل کېږي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، افریقا د نړۍ تر ټولو لوړه د ترافيکي مړینو کچه لري، چې هر کال شاوخوا ۳۰۰ زره کسان د سړکونو په پېښو کې مړه کیږي.

د عمران‌خان د روغتیا په اړه اندېښنې؛ تارړ وايي خان د سترګو درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د عمران‌خان د روغتیا په اړه له اندېښنو سره هم‌مهاله د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي‌، د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر چې په اډیاله زندان کې بند دی؛ د طبي درملنې لپاره د اسلام‌اباد (پیمز) روغتون ته وړل شوی و. نوموړي‌ د خان روغتیايي‌ حالت د ډاډ وړ ښودلی.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې په پاکستان کې د عمران خان د روغتیايي وضعیت او د هغه سره پر لیدنې بندیز د خلکو اندېښنې راپورته کړې دي. د تحریک انصاف او د هغوی ملاتړو ګوندونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، چې عمران خان د سترګو په درد اخته شوی.

د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پنجشنبې په ورځ وویل، د سترګو متخصصو ډاکټرانو عمران خان په اډیاله زندان کې معاینه کړی و او سپارښتنه یې کړې وه چې د لازیاتو معاينو او درملنې لپاره دې نوموړی پېمز روغتون ته ولېږدول شي.

نوموړي‌ ویلي، چې عمران خان د شنبې په شپه روغتون ته وړل شوی و. هغه زیاته کړې:« ډاکټرانو د عمران خان د سترګو بیا معاینه وکړه او د هغه د اجازې تر ترلاسه کولو وروسته یې د سترګو یوه وړه درملنه وکړه، چې شاوخوا ۲۰ دقیقې یې وخت ونیوه».

تارړ وویل، چې له دې پروسې وروسته عمران خان له اړینو طبي لارښوونو سره بېرته اډیاله زندان ته ولېږدول شو. هغه وویل: «هغه بالکل روغ دی».

په هند کې د «نیپا» ویروس د خپرېدو له امله پاکستان خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۴ GMT+۰

په هند کې د «نیپا ویروس» د خپرېدو له راپورونو وروسته د پاکستان د روغتیا چارواکو په دغه هېواد کې د بېړني حالت خبرداری ورکړی. د پاکستان د روغتیا وزارت په وینا؛ دا مهال په پاکستان کې د نیپا ویروس کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې؛ خو د احتیاطي تدابیرو په توګه جدي اقدامات پیل شوي دي.

د پاکستان روغتیا وزارت ویلي، چې نیپا ویروس له څارویو انسان او همدارنګه له انسان څخه انسان ته انتقالېږي. د دغه ویروس لومړنۍ نښې تبه، سر درد، ټوخی، د بدن درد او کانګې بلل شوې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې ټول دولتي او خصوصي روغتونونه د چمتووالي په حال کې دي. همدارنګه د هند د نیپا ویروس د خپرېدو له امله د پاکستان په ټولو هوايي ډګرونو، بندرونو او ځمکنیو پولو کې د مساپرو د تګ‌راتګ شرایط سخت شوي.

چارواکو زیاته کړې، چې له اغېزمنو او یا د لوړ ګواښ لرونکو سیمو څخه راغلي کسان به تر ځانګړې څارنې لاندې وي او پرته له بشپړې طبي معاینې به هېچا ته پاکستان ته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د هند په لوېدیځ بنګال ایالت کې تر اوسه لږترلږه پنځه د نیپا ویروس پېښې ثبت شوې دي.

د پولیټیکو تحلیلي مقاله: ایرانیان تاریخ جوړوي، اروپا باید اقدام وکړي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۵ GMT+۰

د بشري حقونو، رسنیو او مدني ټولنې یوې ډلې په یوې ګډه مقاله کې چې د پولیټیکو په اروپایي ګڼه خپره شوې، خبرداری ورکړی چې اروپایي ټولنه نور نه‌شي کولی په ایران کې د اعتراضونو د ځپلو په وړاندې د ډیپلوماټیکو تشریفاتو تر شا ځان پټ کړي او باید سملاسي او پرېکنده اقدام وکړي.

په مقاله کې ټينګار شوی، چې د ایران خلک «تاریخ جوړوي؛ خو بیه یې په خپلو ځانونو پرې کوي».

لیکوالو د لاریونونو پیل ته په اشارې سره لیکلي، چې نړۍواله ټولنه نور نه‌شي کولی په ایران کې د روانو پېښو په اړه د بې‌خبرۍ یا بې‌طرفۍ ادعا وکړي. د دوی په وینا؛ ایرانیان له نړۍ څخه دا نه غواړي، چې د دوی په استازیتوب خبرې وکړي؛ بلکې تمه لري چې نړۍواله ټولنه دوی پیاوړي کړي، ترڅو پيل کړې مبارزه پای ته ورسوي.

د یادې مقالې په یوې برخه کې راغلي، چې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران د شاملولو په غوښتنه کې د اېټالیا له یوځای کېدو سره اوس یوازې فرانسه او هسپانیا د دې مخه نیسي چې اروپایي ټولنه په ډله‌ییزه توګه دغه ډله د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامله کړي.

د لیکوالانو په باور؛ اروپایي ټولنې لپاره اصلي پوښتنه نور د شرایطو برابرېدل نه دي، بلکې د اقدام لپاره سیاسي اراده ده. دغه مقاله داسې مهال خپره شوې، چې د چهارشنبې په شپه هسپانیا او فرانسې اعلان وکړ چې خپل پخوانی دریځ یې بدل کړی او د اروپایي ټولنې د ترهګرو په نوملړ کې د سپاه پاسداران د شاملولو ملاتړ کوي.

د طالبانو برېښنا شرکت: یو ترکي شرکت د برېښنا په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت مشر عبدالحق همکار وايي، د برېښنایي تجهیزاتو تولیدونکې ترکي کمپنۍ له مشر ګونای ګسای سره یې د اوبو برېښنا په برخه کې د پانګونې، د تجهیزاتو ترمیم او عصري ټېکنالوژۍ پر مټ د نوې کېدونکې برېښنا نويو سیسټمونو نصب په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د ترکي کمپنۍ مسوولینو په افغانستان کې د اوبو څخه د برېښنا تولید، د توربینونو ترمیم او نصب او د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخو کې د پانګونې ژمنه کړې ده.

طالبان وخت ناوخت داسې مهال د برېښنا په برخه کې د پانګونې خبره کوي، چې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان ګڼ ښارونه د برېښنا له نشتوالي سر ټکوي. کابل مېشتې وایي، د ورځې برېښنا نه‌وي او د شپې هم یوازې د درېیو ساعتونو لپاره برېښنا لري.
دغه چارې ځینې کاروباریان هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د یاد شرکت چارواکو که څه هم ژمنه کړې، چې د برېښنا د کمښت د ستونزې حل لپاره هلې ځلې کوي؛ خو د کابل ښار ځینې اوسېدونکي بیا د برېښنا له زیاتې پرچاوۍ شکایت کوي.

افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران نه واردوي، چې په یادو هېوادونو کې د اړتیا پرمهال افغانستان ته د برېښنا په کچه کې د پام وړ کموالی راځي.