• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کولمبیا کې د یوې الوتکې پرېوتو له امله ۱۵ کسان مړه شوي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د کولمبیا دولتي هوايي شرکت ساتینا خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د یوې الوتکې پرېوتو له امله د یوه دولتي چارواکي په ګډون ۱۵ کسان مړه شوي دي.

یاد هوايي شرکت زیاته کړې، چې له الوتنې ۱۲ دقیقې وروسته د هوايي ټرافیک کنټرول سره د الوتکې اړیکه پرې شوه. د یادې الوتکې د پرېوتو لامل لاروښانه نه‌دی.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

د ایران پر حکومت د برید په اړه د ټرمپ د پلویانو ملاتړ مخ په زیاتېدو دی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۰
100%

د پولیټیکو د نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې د ډونالډ ټرمپ د رایه‌ورکوونکو بنسټ چې د «ماګا» یا «امریکا بېرته ستره کړو» په نوم پېژندل کېږي او تر دې دمه یې له بهرنیو جګړو سره د امریکا د ښکېلتیا مخالفت کاوه، اوس په زیاتېدونکي ډول د ایران په ګډون پر نورو هېوادونو د پوځي بریدونو ملاتړ کوي.

د دې نظرپوښتنې له‌مخې، د ټرمپ ۶۵ سلنه پلویان د امریکا له‌خوا پر لږ تر لږه یو احتمالي هدف هېواد د پوځي اقدام ملاتړ کوي. په دغو هېوادونو کې ایران، ګرینلنډ، کیوبا، کولمبیا، چین او مکسیکو شامل دي.

د یادو هېوادونو له ډلې، ایران د تر ټولو مهم او څرګند احتمالي هدف په توګه یاد شوی دی.

د نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې د ټولو بهرنیو هدفونو په منځ کې تر ټولو لوړه کچه ملاتړ د ایران اسلامي جمهوریت په اړه ثبت شوی، چې دا شمېر د ماګا غورځنګ د پلویانو تر منځ ۶۱ سلنې ته رسېږي.

عباس عراقچي: ګوته پر ماشه ولاړ یو

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۴ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې ګواکې «د ایران پر لور به بله سمندري بېړۍ هم ولېږي»، ویلي دي، چې اسلامي جمهوریت د خپل ځان د دفاع بشپړ چمتووالی لري. هغه وایي، د ایران پوځي ځواکونه «ګوته پر ماشه ولاړ دي».

عراقچي ویلي: «زموږ زړور وسله‌وال ځواکونه ګوته پر ماشه چمتو ولاړ دي او هغه ارزښتناک درسونه چې د دولس ورځنۍ جګړې څخه ترلاسه شوي، موږ ته دا توان راکړی چې لا پیاوړي، لا چټک او لا ژور ځوابونه ورکړو».

نوموړي په ورته وخت کې له امریکا سره د اټومي خبرو اترو ته د چمتووالي هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې ایران به د یورانیمو د غني‌کولو له خپل حق څخه تېر نه‌شي. دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې د یورانیمو د غني‌ کولو بشپړ بندېدل د ټرمپ د حکومت له اساسي غوښتنو څخه شمېرل کېږي.

د امریکا ولسمشر اسلامي جمهوریت ګواښلی چې که د واشنګټن غوښتنو ته غاړه کېنږدي، نو له درنو پوځي بریدونو سره به مخامخ شي.

په همدې تړاو، د اسلامي جمهوریت د دفاعي شورا غړی او د ایران د ستر مشر علي خامنه‌یي استازی علي شمخاني د ټرمپ دغو ګواښونو ته غبرګون ښودلی او په اېکس ټولنیزه شبکه کې یې لیکلي: «محدود برید یو خیال دی. د امریکا له لوري هر ډول پوځي اقدام، له هر ځایه او په هره کچه چې وي، د جګړې پیل بلل کېږي او ځواب به یې سملاسي، هر اړخیز او بې‌ساری وي».

شمخاني همداراز زیاته کړې، چې که برید وشي نو د تهران ځواب به «د یرغلګر زړه باندې وي، د تل‌ابیب مرکز او د یرغل ټول ملاتړي به هدف وګرځول شي».

بل‌خوا، د سپاه پاسداران ویاند علي محمد ناییني هم ویلي دي چې د ایران پر ضد پوځي لاره ناکامه شوې ده. نوموړي ټینګار کړی: «موږ د امریکایانو د ټولو سناریوګانو لپاره چمتووالی لرو او د جګړې پر ډګر بشپړ واک لرو».

هغه همداراز زیاته کړې: «د سپینې ماڼۍ چارواکي دا مهال د ګډوډۍ او بې‌وسۍ په حالت کې دي».

د جرمني لومړی وزیر: د ایران حکومت ولسي مشروعیت نه لري

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۰
100%

د جرمني لومړي وزیر فرېدرېش مېرڅ د ایراني معترضانو د خونړیو ځپنو په غبرګون ویلي، هغه رژیم چې یوازې د «څرګند تاوتریخوالي او د وېرې د فضا په رامنځته کولو» سره په هېواد کې واک چلولی شي، د خپل حاکمیت وروستیو ورځو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، ښايي دا وضعیت یوازې څو اوونۍ نور دوام وکړي، خو دا ډول حکومت د هېواد د ادارې لپاره هېڅ ډول مشروعیت نه لري او د خلکو استازیتوب نه‌شي کولای.

د جرمني لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ د رومانیې له صدراعظم سره په ګډه ناسته کې د ایټالیا له هغه وړاندیز څخه ملاتړ وکړ، چې غواړي د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواکونه (سپاه پاسداران) د اروپايي ټولنې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل شي. نوموړي وویل، لا هم د اروپایي ټولنې یو یا دوه غړي هېوادونه د دې پرېکړې لپاره بشپړ چمتووالی نه لري.

ټاکل شوې ده، چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د پنجشنبې په ورځ د ایټالیا د دې وړاندیز په اړه خپلمنځي خبرې اترې وکړي.

د مصنوعي ځیرکتیا پېر؛ امازون په ټوله نړۍ کې ۱۶ زره دندې له‌منځه وړي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۰
100%

د امریکا لوی شرکت امازون اعلان کړی، چې د لګښتونو د راکمولو او د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې د پانګونې د چټکتیا په موخه غواړي ټوله نړۍ کې ۱۶ زره دندې له‌منځه یوسي. دغه برېښنايي سوداګریز شرکت تر دې مخکې هم ویلي وو، چې راتلونکو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا به د دندو د کمېدو لامل شي.

دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د امازون کارکوونکو ته د یوه رسمي پیغام له لارې اعلان شوې ده.

امازون د هغو دندو په اړه کوم کره جزییات نه دي ورکړي، چې د دې کاري کمښت تر اغېز لاندې راځي، خو ویلي یې دي چې هڅه کوي له هغو کارکوونکو ملاتړ وکړي چې دندې یې اغېزمنې کېږي او که امکان یې وي، ځیني به یې نورو کاري بستونو ته ولېږدوي.

د امازون اجراییوي رییس اندي جسي د جون په میاشت کې ویلي وو، چې د ټېکنالوژۍ د شرکتونو ترمنځ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د سختې سیالۍ له امله امازون اړ دی، چې خپل لګښتونه راکم کړي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی و، چې په راتلونکو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا به د اداري بستونو د کمېدو سبب شي. د دې بهیر لومړنی پړاو د تېر کال په وروستیو کې د اکټوبر په میاشت کې د ۱۴ زره دندو په له‌منځه وړلو سره پیل شو.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې اندي جسي د امازون مشري پر غاړه اخیستې، دغه شرکت څو ځله د کاري کمښت پړاوونه تجربه کړي دي. تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د ژمي شاوخوا کې ۲۷ زره دندې په امازون کې له‌منځه وړل شوې وې.

د غزې ټول وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په لوېدیځه غاړه کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۰
100%

د منځني ختیځ د سولې پروسې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي رامیز الاکباروف د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې د غزې نږدې ټول وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په لوېدیځه غاړه کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

نوموړي د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د غزې لپاره د احتمالي ښه بدلون او غوره راتلونکي لپاره ښه چانس شتون لري، خو په لوېدیځه غاړه کې لا هم کړکېچ دوام لري.

نوموړي امنیت شورا ته په خپل راپور کې ویلي: «درنو بارانونو او سړې هوا د ۱،۵ میلیونه بې‌ځایه شویو فلسطینیانو کړاوونه زیات کړي دي. د ساختماني موادو، تېلو او طبي وسایلو پر واردولو محدودیتونه لا هم دوام لري. یوازې ۹سلنه مرستې د اردن له لارې غزې ته داخلې شوې دي».

پر همدغه مهال نوموړي په لوېدیځه غاړه کې وضعیت بحراني بللی دی.

نوموړي زیاته کړې: «په ختیځ بیت‌المقدس کې د انروا د دفترونو تړل او د هغوی پر کارکوونکو بریدونه د نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده. اسراییل د فلسطیني ادارې ۲،۵ میلیارده ډالره عواید بند کړي، چې له امله یې د فلسطین د ادارې مالي سیستم د پاشل کېدو په حال کې دی».

د منځني ختیځ د سولې پروسې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي پر اسراییل غږ کړی، چې د نړۍوالو نادولتي موسسو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي او د تاوتریخوالي مخه دې ونیسي.