ننګرهار کې د یوه کور د نړېدو له امله یوه مور او شپږ ماشومان یې مړه شوي دي

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیر دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند غوچکو سيمه کې تېره شپه ناوخته د يوه کور د نړېدو په پېښه کې يوه مور او شپږ ماشومان يې مړه او پلار يې ټپي شوی دی.

د طالبانو له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه دوه پوړيزه کور چې د نهر ترڅنګ جوړ شوی؛ تر دې وړندې هم د اوبو له امله زيانمن شوی و.