نصیراحمد اندېشه: د ۲۱مې پېړۍ افغانستان، پرمختللی او پراخ بنسټه ملي روایت ته اړتیا لري

په جنېوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه ویلي، چې د ۲۱مې پېړۍ افغانستان د یوه نوي، پرمختللي او پراخ بنسټه ملي روایت او تصور ته اړتیا لري. هغه ټینګار کړی، چې دغه نوی ملي تصور باید مدني، ولسي، څو اړخیزه او د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ وي.