• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو او د اسیا پراختیایي بانک په افغانستان کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو پروژه پیل کړه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف ای او) او د اسیا پراختیایي بانک په ګډه په افغانستان کې د ۱۰۰میلیون ډالرو په ارزښت د خوړو خوندیتوب او د کرنیزو معیشتونو د بیا رغونې د پروژې د پیل خبر ورکړی.

ویل کېږي چې د یادې پروژې موخه د ټولنې زیانمنو قشرونو لپاره د خوړو خوندیتوب پیاوړی کول او د څه باندې یو میلیون کسانو د ژوند او عاید سرچینو ملاتړ دی.

دغه پروګرام به په راتلونکو دوو کلونو کې له ۱۵۱زره کورنیو سره مرسته وکړي، چې پکې له پاکستان او ایران څخه راستنه شوي کډوال، کوربه ټولنې او هغه کورنۍ شاملې دي چې د وروستیو زلزلو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې پرله‌پسې طبیعي پېښو کرنیز حاصلات، مالداري شتمنۍ او د اوبو لګولو زیربناوې زیانمنې کړې دي. د ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخه راستنېدنه هم پر مخکې له مخکې زیانمنو ټولنو اضافي فشار راوړی دی.

یاده پروژه به د کلیوالي معیشتونو بیارغونه، د څارویو ساتنه او د کرنیزو تولیدي سیستمونو په ښه کولو تمرکز وکړي، څو د اقلیمي بدلونونو او پرله‌پسې بحرانونو منفي اغېزې کمې کړي. ایف ای او زیاتوي چې کرنه لا هم د افغانستان د کلیوالي اقتصاد بنسټیزه برخه ده، خو ټیټه تولیدي کچه، محدود وسایل، د طبیعي پېښو له امله د اوبو د سیستمونو تخریب او د کډوالو پراخ راستنېدل پر دې سکټور فشار زیات کړی دی.

سره له دې چې بېړنۍ مرستې د خوړو د ناامنۍ مخه تر یوه حده نیولې، وړاندوینې ښيي چې تر ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې له ۱۷میلیونو څخه ډېر کسان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي، چې له دې ډلې ۴.۷میلیونه به په بېړني حالت کې وي.

دغه سازمان ویلي چې دغه نوښت به د اقلیم‌محورو حل لارو پر بنسټ د کرنیزو تولیداتو زیاتوالي، د خوړو او تغذیې د خوندیتوب ښه والي او د کلیوالو د عاید سرچینو د تنوع لپاره کار وکړي. د پروژې په لومړیتوب کې به ښځې، د اقلیمي او اقتصادي پیښو له امله زیانمن ولایتونه او هغه کورنۍ وي چې تر ټولو ډېر اړتیا لري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ لپاره اروپایي ټولنې ۱۵ میلیونه یورو پانګونه وکړه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۶ GMT+۰

په کابل کې د اروپایي ټولنې دفتر وایي چې د ۲۰۲۶کال لپاره یې په افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ته د پور ورکولو لپاره ۱۵میلیونه یورو پانګونه کړې ده.

د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پروګرام د اقتصادي مقاومت د پیاوړتیا او د پایداره معیشت د ملاتړ لپاره عملي کېږي. دغه نوې مرحله د افغانستان د اعتبار تضمین بنسټ (ای‌سی‌جی‌اف) سره په همکارۍ پیل شوې او د کاروبارونو مالکینو ته د مالي منابعو لاسرسی اسانوي.

دوی زیاتوي چې دا د کاروبارونو د ملاتړ دویمه مرحله ده، لومړۍ مرحله یې په ۲۰۲۵کال کې پلې شوې وه او د ۶۸میلیونه یورو په مرسته یې شاوخوا ۵۵زره نوې دندې رامنځته کړې وې.

دا پروګرام به د کوچنیو پورونو د ورکړې د بانک له لارې د کاروبارونو لپاره مالي لاسرسی برابر کړي په ځانګړي ډول د کرنې، راستنېدونکو ته د خدمتونو او د ښځو تر مشرۍ لاندې کاروبارونو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د همکارۍ مشر اریک بوم وویل، «دا سازمان د اقتصادي ودې او دندو برابرولو لپاره ژمن دی. نوې مرحله به په ځانګړي ډول نوښت، اقتصادي مقاومت، د ښځو او بزګرانو ګډون ته وده ورکړي.»

همدارنګه، اروپا ټولنې د ښځو د اقتصادي توانمندسازۍ د برنامې دویمه مرحله هم د ۱۰میلیونه یورو په لګښت پیل کړې ده، چې د ښځو د معیشت پیاوړتیا او د هغوی رول ساتلو لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیا دفتر او محلي بنسټونو په همکارۍ پر مخ وړل کېږي.

طالبانو د کاپیسا ولایت په رسنیو کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړل

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په رسمي ډول په کاپیسا کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړي دي. د پرېکړې له عملي کېدو سره د کاپیسا ملي تلویزیون خپل فعالیت راډیویي بڼې ته اړولی او همدارنګه د خصوصي رسنیو فعالیتونه هم تر سختو محدودیتونو لاندې راغلي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره د دې نوي محدودیت په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا پرېکړه به د خبر رسونې پر بهیر، د بیان پر ازادۍ او معلوماتو ته د خلکو پر لاسرسي ناوړه اغېزې ولري.

په کاپیسا کې یوې ځایي سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د دې ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي جمال‌الدین مظهري، د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لارې ټولو رسنیو ته ابلاغ کړی دی. د سرچینې په وینا، دا بندیز د واکمنې ادارې د مسوولینو پر ویډیويي مرکو هم تطبیقېږي.

د یادې پرېکړې له اعلان وروسته، د کاپیسا ملي تلویزیون خپل ماهیت بدل کړی او په راډیو بدل شوی دی. یو ځایي خبریال ویلي چې دا بندیز د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د اوولسمې مادې پر بنسټ عملي شوی، چې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول منع کوي.

دا مهال، په کاپیسا کې د دولتي رسنیو ترڅنګ، یو شمېر خصوصي راډیوګانې لکه د نجراب غږ، ندای حقیقت او طنین غږ هم فعالیت لري، چې ټولې د دې بندیز تر اغېز لاندې راغلي دي.

د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز د ۱۴۰۳ کال د زمري له میاشتې راهیسې په تدریجي ډول په هېواد کې پلی کېږي او تر دې دمه، د کاپیسا په ګډون، په ۲۵ ولایتونو کې په رسمي ډول اعلان شوی دی. په دغو ولایتونو کې کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، بدخشان، بامیان، پنجشیر، لغمان او یو شمېر نور ولایتونه شامل دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کوي چې دا ډول محدودیتونه د بیان د ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي حق او د هېواد د رسنیو له نافذه قانون سره په ټکر کې دي. یاد مرکز له واکمنو چارواکو غواړي چې د ژوندي موجوداتو د انځورونو د خپرولو په بندیز کې بیاکتنه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي چې د قانون له مخې، ازاد او بې له وېرې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

طالبانو د جنایي جرمونو په تور څلور کسان او په لوګر کې ۱۸ میله وسلې نیولي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په غزني او جوزجان ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو په تور څلور کسان نیولي او همداراز په لوګر ولایت کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط کړې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په کشف شوو وسلو کې ۹ میله توپنچې، ۳ میله کلاشینکوفونه، ۴ میله بادي وسلې او دوه میله یوولس‌ډزي ټوپکونه شامل دي.

همداراز پولیسو د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې دوه تنه د یو موټر د غلا په تړاو نیولي دي. په ورته وخت کې، د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې هم دوه تنه نور د غلا په تور د طالب امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته له اړوندو دوسیو سره یوځای عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

طالبانو په کابل کې د نشه یي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور ۱۸ کسان په دُرو وهلي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په کابل ولایت کې یې د نشه‌یي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور ۱۸کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي د ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې تورن بلل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د نشه‌یي تابلیتو، شیشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو محکوم شوي وو او پر هغوی یې سزاوې عملي کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ابتدائیه محکمې یاد کسان له اوو میاشتو څخه تر دوو کلونو او شپږو میاشتو پورې پر بند او له ۱۵څخه تر ۳۹دُرو پورې د وهلو سزا ټاکلې وه، چې دغه پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته تطبیق شوه.

تر اوسه د دغو کسانو د هویت او د قضیو د جزیاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

نورجلال جلالي: هند تر دا مهاله د سرطاني ناروغیو په برخه کې یو مېلیون ډالر مرسته کړې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي، چې هند له افغانستان سره تر دا مهاله د سرطاني ناروغیو په برخه کې یو مېلیون ډالر مرسته کړې ده. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د سرطاني ناروغیو لپاره د یوه ځانګړي روغتون د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.

هغه ویلي، په یاد روغتون کې به د هند په مالي او تخنیکي مرسته د راډیو‌تراپۍ څانګه فعاله شي. نوموړي زیاته کړې، چې هند به د مسلکي او تخصصي ډاکټرانو د روزنې په برخه کې هم همکاري وکړي.

د جلالي په وینا؛ هند له افغانستان سره لس ټنه د سرطاني ناروغیو د درملو مرسته کړې، چې ارزښت یې په تخمیني ډول شاوخوا یو مېلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي. نوموړي له شتمنو کسانو او پانګه‌والو هم غوښتي، چې د دغه روغتون د دوام او پراختیا لپاره دې مالي ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ویلي، دغه روغتون به د ناروغانو د بستر څانګه، جراحي، لابراتوار او نورې اړینې برخې ولري او هڅه به وشي چې په راتلونکې کې یې ظرفیت تر ۲۰۰ بسترو پورې لوړ شي.