• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ایران او پاکستان نه نږدې ۳۰۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، د چهارشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۲۹۵ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې چې خپلو مېنو ته د ستنېدو پرمهال ورسره مرستې هم شوې دي. دغه کورنۍ د ننګرهار، کندهار، هرات، هلمند او نیمروز له لارو ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۵۵، د کندهار سپين بولدک له لارې ۴، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۸، د هلمند د بهرامچې له لارې ۹ او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر کډوال خوشې شول

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۵۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

د طالبانو برېښنا شرکت: یو ترکي شرکت د برېښنا په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت مشر عبدالحق همکار وايي، د برېښنایي تجهیزاتو تولیدونکې ترکي کمپنۍ له مشر ګونای ګسای سره یې د اوبو برېښنا په برخه کې د پانګونې، د تجهیزاتو ترمیم او عصري ټېکنالوژۍ پر مټ د نوې کېدونکې برېښنا نويو سیسټمونو نصب په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د ترکي کمپنۍ مسوولینو په افغانستان کې د اوبو څخه د برېښنا تولید، د توربینونو ترمیم او نصب او د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخو کې د پانګونې ژمنه کړې ده.

طالبان وخت ناوخت داسې مهال د برېښنا په برخه کې د پانګونې خبره کوي، چې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان ګڼ ښارونه د برېښنا له نشتوالي سر ټکوي. کابل مېشتې وایي، د ورځې برېښنا نه‌وي او د شپې هم یوازې د درېیو ساعتونو لپاره برېښنا لري.
دغه چارې ځینې کاروباریان هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د یاد شرکت چارواکو که څه هم ژمنه کړې، چې د برېښنا د کمښت د ستونزې حل لپاره هلې ځلې کوي؛ خو د کابل ښار ځینې اوسېدونکي بیا د برېښنا له زیاتې پرچاوۍ شکایت کوي.

افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران نه واردوي، چې په یادو هېوادونو کې د اړتیا پرمهال افغانستان ته د برېښنا په کچه کې د پام وړ کموالی راځي.

د کرنې او مالدارۍ خونه: ترکي پانګه‌وال د سړوخونو په برخه کې ۱۵ مېلیونه ډالر پانګونه کوي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۰
100%

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سړې خونې مسوولین وایي، چې افغان او ترکي سوداګر په کور دننه د سړو خونو د تجهیز او نورو تولیدي برخو کې د ۱۵ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. دوی وایي، دغه پانګونه د کروندګرو او کورني محصلاتو د خوندیتوب په برخه کې مهمه ده.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د نړۍوالو اړیکو مشر امید حیدري ویلي، چې افغان او ترکي سوداګر په ګډه د کابل په صنعتي پارک کې دغه پانګونه کوي. نوموړي هیله ښودلې، چې په روان کال کې به د سړو خونو د جوړېدو په برخه کې خپلې ټاکلې موخې ته ورسېږي.

حیدري زیاته کړې:«دا د افغان کروندګرو لپاره ښه خبر دی، په دې سره دوی کولای شي په ازاد ډول سړو خونو ته لاسرسی ومومي او د محصولاتو د ضایع کېدو مخه ونیسي». تر دې وړاندې طالبانو په کرنیزه برخه کې د سړوخونو په جوړولو کې سوداګرو ته پنځه کلن مالیاتي معافیت هم اعلان کړی و.

له بل پلوه د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

د ایران پر حکومت د برید په اړه د ټرمپ د پلویانو ملاتړ مخ په زیاتېدو دی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۰
100%

د پولیټیکو د نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې د ډونالډ ټرمپ د رایه‌ورکوونکو بنسټ چې د «ماګا» یا «امریکا بېرته ستره کړو» په نوم پېژندل کېږي او تر دې دمه یې له بهرنیو جګړو سره د امریکا د ښکېلتیا مخالفت کاوه، اوس په زیاتېدونکي ډول د ایران په ګډون پر نورو هېوادونو د پوځي بریدونو ملاتړ کوي.

د دې نظرپوښتنې له‌مخې، د ټرمپ ۶۵ سلنه پلویان د امریکا له‌خوا پر لږ تر لږه یو احتمالي هدف هېواد د پوځي اقدام ملاتړ کوي. په دغو هېوادونو کې ایران، ګرینلنډ، کیوبا، کولمبیا، چین او مکسیکو شامل دي.

د یادو هېوادونو له ډلې، ایران د تر ټولو مهم او څرګند احتمالي هدف په توګه یاد شوی دی.

د نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې د ټولو بهرنیو هدفونو په منځ کې تر ټولو لوړه کچه ملاتړ د ایران اسلامي جمهوریت په اړه ثبت شوی، چې دا شمېر د ماګا غورځنګ د پلویانو تر منځ ۶۱ سلنې ته رسېږي.

د جرمني لومړی وزیر: د ایران حکومت ولسي مشروعیت نه لري

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۰
100%

د جرمني لومړي وزیر فرېدرېش مېرڅ د ایراني معترضانو د خونړیو ځپنو په غبرګون ویلي، هغه رژیم چې یوازې د «څرګند تاوتریخوالي او د وېرې د فضا په رامنځته کولو» سره په هېواد کې واک چلولی شي، د خپل حاکمیت وروستیو ورځو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، ښايي دا وضعیت یوازې څو اوونۍ نور دوام وکړي، خو دا ډول حکومت د هېواد د ادارې لپاره هېڅ ډول مشروعیت نه لري او د خلکو استازیتوب نه‌شي کولای.

د جرمني لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ د رومانیې له صدراعظم سره په ګډه ناسته کې د ایټالیا له هغه وړاندیز څخه ملاتړ وکړ، چې غواړي د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواکونه (سپاه پاسداران) د اروپايي ټولنې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل شي. نوموړي وویل، لا هم د اروپایي ټولنې یو یا دوه غړي هېوادونه د دې پرېکړې لپاره بشپړ چمتووالی نه لري.

ټاکل شوې ده، چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د پنجشنبې په ورځ د ایټالیا د دې وړاندیز په اړه خپلمنځي خبرې اترې وکړي.