• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح‌الله مجاهد: له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو څو له عامه زیان څخه په امن کې واوسو

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۷ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپلې یوې تازه مرکه کې یو ځل بیا له امریکا سره د ښو اړیکو د لرلو غوښتنه کړې. نوموړي ویلي، د چین، روسیې او سیمې د نورو هېوادونو په څېر امریکا هم کولای شي په افغانستان کې حضور ولري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له«پیام افغان ټلویزیون» سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې طالبان غواړي له امریکا سره ښې اړیکې ولري، څو له عامه زیان څخه په امن کې واوسي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو، څو له عامه زیان څخه په امن کې واوسو».

نوموړي ویلي، افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د پانګونې جذب ته اړتیا لري، له همدې امله امریکا هم کولای شي، چې د چین، روسیې او نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې حضور ولري.

مجاهد وايي: «زموږ هېواد داسې دی، چې باید پانګونه را جذب کړي، لکه چین چې دلته حضور لري، روسیه حضور لري، د سیمې نږدې هېوادونه حضور لري امریکا او اروپا هم باید حضور ولري، څو افغانستان د نړۍ د سوداګرۍ پر څلور لارې بدل شي. پانګونه وشي، کاري فرصتونه ایجاد شي، خو د افغانستان په امورو کې چې حکومتداري ده، داخلي مسایل دي هغه باید حفظ وي او هېڅ هېواد باید مداخله ونه‌شي کړای. سیاسي مداخله ونه‌کړي، خو له ټولو جهتونو سره د سیاسي اړیکو غوښتونکي یو».

مجاهد ویلي، طالبان داسې انګېري چې په افغانستان کې د امریکا غیر حاضري ښايي د یاد هېواد په ګټه نه‌وي او دوی غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک حضور فعال کړي.

مجاهد زیاته کړې: «د امریکا اوسنۍ پالیسي د باور وړ نه‌ده، ځکه سهار یوه پالیسي وي او بېګاه بله پالیسې وي. دویم دا دی، چې زموږ لید لوری همدا دی، ښايي امریکا هم دا انګېرلې وي، چې په افغانستان کې غیر حاضري به یې په ګټه نه‌وي. ښايي وروسته به په دې اړه فکر وکړي. څنګه چې په نورو هېوادونو کې ډیپلوماټیک حضور لري، دلته هم وکولای شي سفارت پرانیزي او ډيپلوماټيک تګ راتګ ولرو. موږ غواړو دا موضوعات حل شي، که امریکا وغواړي دا ښه کار دی او موږ به یې هم دغه ډول پالیسي ومنو او ښې اړیکې به ولرو».

له دې سره سم، ذبیح‌الله مجاهد د امریکا له‌خوا طالبانو ته د ۴۰ میلیوني ډالرو ورکړه ردوي او وايي، چې یاده ډله د چا پېسو ته اړتیا نه‌لري.

مجاهد وايي:«امریکا، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو، دوه درې کاله وړاندې استولې او دا پیسې موسساتو ته ورکول کېدې، وروسته امریکا پیسې بندې کړې او نورو هېوادونو کمې کړې. طالبانو ته تر اوسه هېچا یو ډالر پیسې هم نه‌دي ورکړي. او موږ اړتیا هم ورته نه‌لرو».

نوموړی د امریکا له‌خوا یادې ډلې ته د پېسو ورکړه پر داسې مهال ردوي، چې د تېر جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال په ځلونو ادعا کړې، چې امریکا طالبانو ته هره میاشت میلیونونه ډالره ورکوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې روغتون پرانیستل شو

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کابل کې یې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره لومړنی روغتون پرانیستی دی. دا روغتون د اروپایي ټولنې د مرستو له لارې د ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت او د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو ایچ او ) په تخنیکي همکارۍ جوړ شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دغه روغتون پرانیستل د سرطان د درملنې په برخه کې یو مهم ګام دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې دا روغتون د ۷۰ بسترو ظرفیت لري او انکولوژۍ په برخه کې کلینیکي خدمتونه وړاندې کوي، چې پکې کیموتراپي، جراحي انکولوژي، رادیولوژي او لابراتواري خدمات شامل دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي، هیله څرګنده کړه چې د دې روغتون په پرانیستلو سره به د سرطاني ناروغانو لپاره معیاري خدمات برابر شي او د درملنې امکانات او کیفیت به ښه شي.

د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې چې دا روغتون به د ناروغانو د درملنې تر څنګ، د سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې د افغان طبي پرسونل د روزنې مهم رول هم ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان اجرایوي مشر، ایدوین سینیزا، د دغه روغتون پرانیستل په افغانستان کې د سرطان د درملنې لپاره یو مهم پړاو وباله.
هغه وویل: «د اوږدې مودې لپاره، په افغانستان کې د سرطان ناروغان له ګڼې ګوڼې ډکو روغتیايي مرکزونو، محدودو خدماتو او له کور څخه لرې، حتی له هېواده بهر د درملنې لپاره د اوږدو سفرونو له ترخو واقعیتونو سره مخ وو. نن موږ د دې واقعیت د بدلولو په لور یو مهم ګام اخلو.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره هند کابل ته ۲،۵ټنه د سرطان ضد درمل لېږلي دي.

ګورډن براون: د طالبانو پر وړاندې د سازش سیاست ناکام شوی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰

د بریتانیا پخوانی لومړي وزیر او د نړیوالې زده‌کړې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن براون وایي چې د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د سازشي سیاست ناکام شوی او دې تګلارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځپلو لړۍ لا پسې شدیده کړې ده.

هغه وایي طالبان د افغانستان اقتصادي او بشري راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.

براون دا خبرې ګارډین ورځپاڼې ته په یوې مقاله کې کړي، چې په کې یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ځپنې زیاتوالی او د زده‌کړو د محرومیت پراخوالی څېړلی دی.

هغه لیکلي چې د طالبانو اداره د ښځو او نجونو د زده‌کړې د محدودولو په برخه کې تر ټولو افراطي ګامونه اخیستي او هغوی یې له ښوونځیو او هر ډول زده‌کړې سره له اړیکې محرومې کړې دي. براون دا کړنه «جنسیتي اپارتاید» بللی دی.

د ګورډن براون په باور، دا اقدامات د «کندهار د افراطي دیني مشرانو د جناح بریا پر هغو وزیرانو ښکارندويي کوي چې په کابل کې مېشت دي.»

هغه ټینګار کړی چې دا کړنې ښایي د ملګرو ملتونو له‌ خوا د بشریت پر ضد د جنایت په توګه طبقه‌بندي شي.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر د طالبانو پر وړاندې د نړۍ د هېوادونو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځینو هېوادونو په داسې حال کې چې ښځې او نجونې ځپل کېدې، د طالبانو سره د اړیکو پراخولو او د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل هڅې کولې.

هغه همدارنګه د ښځو پر کار بندیز، له محرم پرته پر سفر بندیز او په عامه ځایونو لکه پارکونو او ورزشي کلبونو کې پر حضور محدودیتونو ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، د طالبانو سره د سازش سیاست د روسیې، چین او هند په مشرۍ پیل شوی او ځینې اروپايي هېوادونه هم ورپسې تللي دي.

هغه د ښځو پر وړاندې د ځپنې زیاتوالی د هبت‌الله اخندزاده د سیاستونو پایله بللې او ټینګار یې کړی چې په کابل کې د طالبانو جناح دا مني چې د هېواد اقتصاد د ښځو ګډون او زده‌کړې ته لاسرسي ته اړتیا لري.

براون د طالبانو د مشر په اړه لیکلي: «د هغه ایډیالوژي دومره وچه او سخت‌دریځه ده چې ان د خپل زوی د ځانمرګي بریدګر کېدو ملاتړ یې کړی دی.»

ګورډن براون ټینګار کړی چې د نجونو د زده‌کړو څخه محرومول به د طالبانو د ړنګېدو لامل شي، ځکه افغانستان چې له ۴۳ میلیونو څخه زیات نفوس لري، د خوړو له سخت ناامنۍ او خوارځواکۍ سره مخ دی .

اسلام‌اباد په پاکستان کې د جهاد لپاره د طالب پلوي ملا څرګندونې وغندلې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۷ GMT+۰

پاکستان د طالب پلوي ملا، شیرعلي حماد هغه څرګندونې په کلکه غندلي چې په کې یې د پاکستان او د مرکزي اسیا د هېوادونو پر ضد د جهاد غږ پورته کړی و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې «پارونکې او ګواښوونکې» بللې دي.

شیرعلي حماد دغه څرګندونې د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان د یوه غړي د جنازې پر مهال کړې وې او خلکو ته یې د پاکستان پر ضد د جګړې بلنه ورکړې وه. نوموړي په خپله وینا کې ویلي وو چې تر هغه به ارام نه شي، څو د اسلام بیرغ پر اسلام‌اباد رپانده نه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، نن د پنجشنبې په ورځ د خپلې اوونیزې خبري غونډې پرمهال وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت د طالبانو مسوولیت دی، ځکه د ده په وینا، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه جدي اندېښنې شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې افغان وګړي د پاکستان دننه په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري او د افغانستان له خاورې د دغو بریدونو د پلان او عملي کولو لپاره استفاده کېږي. د یاد وزارت ویاند ټینګار وکړ چې طالبان باید په لیکلي ډول ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد لا هم د طالبانو له لوري د لیکلي تعهد په تمه دی، څو د پاکستان پر ضد د ترهګرو ډلو د فعالیت مخه ونیول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روان کال د تلې په ۱۷مه، پاکستان پر کابل هوايي برید وکړ، چې دا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ له جدي مواردو څخه ګڼل کېږي. تر دې وروسته دواړه لوري په ډیورنډ کرښه کې په نښتو واوښتل.

له دې وروسته قطر او ترکیې د کړکېچ د مهار هڅې پیل کړې. که څه هم د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ په دوحه او استانبول کې درې پړاوه خبرې د اوربند لامل شوې، خو تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د بنسټیز حل لارې موندل له خنډ سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د بشري ناورین د ارزونې په موخه ناسته ترسره کړې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې د افغانستان د خلکو د بیړني بشري وضعیت د ارزونې په موخه، د افغان غیر دولتي بنسټونو په ګډون یوه ناسته ترسره کړې ده.

دغه سفارت د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا ناسته په ترکیه کې جوړه شوې او موخه یې د همکارو بنسټونو ترمنځ د نظرونو او تجربو شریکول وو.

د بریتانیا سفارت ویلي، دا ناسته د اغېزمنو مرستو د څرنګوالي د ارزونې او د داسې لارو چارو د موندلو لپاره مهم فرصت و، چې له لارې یې د افغانستان د تر ټولو زیانمنو قشرونو لپاره د بشري مرستو اغېزمنتوب او رسېدنه لوړه شي.

سره له دې، تر اوسه د دې ناستې د ګډونوالو بنسټونو، پایلو او یا هم کومو مشخصو هوکړو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال په ترڅ کې ۲۱.۹میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۲میلیارده ډالرو بودجې ته اړتیا ده.

د استرالیا بهرینو چارو وزیره: هېواد به یې د طالبانو پر ضد حقوقي اقداماتو ته دوام ورکړي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پني وانګ اعلان کړی چې هېواد به یې د نړیوالو شریکانو سره په ګډه د طالبانو پر ضد حقوقي اقداماتو ته دوام ورکړي. نوموړې ویلي، طالبان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي نړیوال کنوانسیون په پرله‌پسې ډول نقض کوي.

پني وانګ د پنجشنبې په ورځ، د سلواغېپه نهمه، وویل چېد قانوني لارو له لارې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو د دوامدارو سرغړونو قضیه تعقیب کړي. هغې د طالبانو «ځپونکي چلندونه»، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، په کلکه وغندل.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک دا مهال د نړۍ له تر ټولو اوږدمهالو او سختو بشري ناورینونو څخه یو تجربه کوي.

تېر کال استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډپه ګډه اعلان وکړ چې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله به د طالبانو پر ضد د هاګ نړیوالې محکمې ته شکایت کوي. د ملګرو ملتونو سازمان او له ۲۰څخه زیاتو هېوادونو د دغو څلورو هېوادونو د اقدام ملاتړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالې جزايي محکمې له لوري د طالبانو د مشر او د دې ډلې د سترې محکمې د رئیس د نیولو حکم د بشري حقونو د سرغړونو او «د بشریت پر ضد د جرمونو» په تور صادر شوی دی.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه اعلان کړی چې د افغانانو د خرابېدونکي بشري وضعیت د ښه کولو لپاره یې ۵۰میلیونه ډالره نور ځانګړي کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، دا مرسته به د ښځو او نجونو ملاتړ، د خوړو خوندیتوب، روغتیايي خدمتونه او د انساني کرامت ساتنه په لومړیتوب کې ولري. استرالیا وایي دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې وېشل کېږي، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې اړمنو خلکو ته رسېږي، نه طالبانو ته.