• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران پر حکومت د برید په اړه د ټرمپ د پلویانو ملاتړ مخ په زیاتېدو دی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۰

د پولیټیکو د نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې د ډونالډ ټرمپ د رایه‌ورکوونکو بنسټ چې د «ماګا» یا «امریکا بېرته ستره کړو» په نوم پېژندل کېږي او تر دې دمه یې له بهرنیو جګړو سره د امریکا د ښکېلتیا مخالفت کاوه، اوس په زیاتېدونکي ډول د ایران په ګډون پر نورو هېوادونو د پوځي بریدونو ملاتړ کوي.

د دې نظرپوښتنې له‌مخې، د ټرمپ ۶۵ سلنه پلویان د امریکا له‌خوا پر لږ تر لږه یو احتمالي هدف هېواد د پوځي اقدام ملاتړ کوي. په دغو هېوادونو کې ایران، ګرینلنډ، کیوبا، کولمبیا، چین او مکسیکو شامل دي.

د یادو هېوادونو له ډلې، ایران د تر ټولو مهم او څرګند احتمالي هدف په توګه یاد شوی دی.

د نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې د ټولو بهرنیو هدفونو په منځ کې تر ټولو لوړه کچه ملاتړ د ایران اسلامي جمهوریت په اړه ثبت شوی، چې دا شمېر د ماګا غورځنګ د پلویانو تر منځ ۶۱ سلنې ته رسېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د جرمني لومړی وزیر: د ایران حکومت ولسي مشروعیت نه لري

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۰

د جرمني لومړي وزیر فرېدرېش مېرڅ د ایراني معترضانو د خونړیو ځپنو په غبرګون ویلي، هغه رژیم چې یوازې د «څرګند تاوتریخوالي او د وېرې د فضا په رامنځته کولو» سره په هېواد کې واک چلولی شي، د خپل حاکمیت وروستیو ورځو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، ښايي دا وضعیت یوازې څو اوونۍ نور دوام وکړي، خو دا ډول حکومت د هېواد د ادارې لپاره هېڅ ډول مشروعیت نه لري او د خلکو استازیتوب نه‌شي کولای.

د جرمني لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ د رومانیې له صدراعظم سره په ګډه ناسته کې د ایټالیا له هغه وړاندیز څخه ملاتړ وکړ، چې غواړي د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواکونه (سپاه پاسداران) د اروپايي ټولنې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل شي. نوموړي وویل، لا هم د اروپایي ټولنې یو یا دوه غړي هېوادونه د دې پرېکړې لپاره بشپړ چمتووالی نه لري.

ټاکل شوې ده، چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د پنجشنبې په ورځ د ایټالیا د دې وړاندیز په اړه خپلمنځي خبرې اترې وکړي.

طالبان وايي په بلخ او غور ولایتونو کې یې دوه کوډګر نیولي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، دوه کسان یې په بلخ او غور ولایتونو کې د کوډګرۍ او د خلکو د غولولو په تور نیولي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو کسانو د غولوونکو چارو او د خلکو له دیني باورونو په ناسمه استفادې سره په غیر مشروع ډول له خلکو ډېرې پیسې اخیستې، خو بالاخره د ځايي خلکو له شکایتونو وروسته نیول شوي دي.

دغه وزارت ویلي، یاد کسان به ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

طالبانو یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې د اسلامي شریعت خلاف هر ډول چاره به په جدي توګه وڅارل شي او سرغړوونکي به د قانون منګلو ته وسپارل شي.

په مکسیکو کې د فوټبال په لوبغالي کې د ډزو له امله ۱۱ کسان وژل شوي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د مکسیکو په سالامانکا ښار کې د فوټبال په یوه لوبغالي کې د وسله والو ډزو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۱۲نور یې ټپیان کړي دي. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، قربانیان د فوټبال لوبې له پای ته رسېدو وروسته سره راټول شوي وو.

د سالامانکا ښاروال په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، «مافیايي ډلې هڅه کوي حکومت په ګونډو کړي، خو هغوی به هیڅکله په دې کې بریالي نه شي.»

سالامانکا ښار د مکسیکو یو سرحدي ښار دی چې د تیلو یوه مهمه تصفیه‌خونه هم پکې ده.

دلته دوه واکمنې مافیايي ډلې هڅه کوي د ښار کنټرول ترلاسه کړي څو د مخدره توکو قاچاق او د تیلو غلا فعالیتونه پیاوړي کړي.

اسراییل: د وروستي یرغمل شوي اسراییلي د جسد تر موندلو وروسته به د رفح لاره پرانیزو

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۰

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې له مصر سره د غزې د رفح سرحدي لاره به د مساپرو پر مخ یوازې هغه مهال پرانېستل شي، څو چې په غزه کې د وروستي پاتې شوي اسراییلي یرغمل شوي کس د جسد موندلو عملیات بشپړ شوي نه وي.

د راپورونو له‌مخې، د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ د غزې په شمال کې د ران ګویلي په نوم د یوه وژل شوي افسر د جسد موندلو په موخه عملیات پیل کړي دي.

یو اسراییلي استخباراتي چارواکي ویلي، چې د دغه جسد د احتمالي ځای په اړه څو استخباراتي نښې ترلاسه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ استازو له نتنیاهو سره په لیدنه کې غوښتنه کړې وه، چې ژر تر ژره دې د فلسطین او مصر ترمنځ د رفح سرحدي لاره پرانیزې، خو اوس نتنیاهو د یادې لارې د پرانېستلو لپاره د خپلو یرغمل شویو کسانو د جسدونو د موندلو شرط ایښی دی.

طالبان: په درېیو ولایتونو کې مو لسګونه کسان له واورو وژغورل

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د بادغیس په جوند، د پروان په جبل السراج او سالنګونو او د فاریاب په لولاش ولسوالیو کې یې لسګونه هغه کسان د چورلکو په وسیله ژغورلي، چې د درنو واورو له امله په لارو کې بند پاتې وو.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې په واورو کې بنند پاتې کسان یې خوندي سیمو ته لېږدولي دي.

په یادو کسانو کې ناروغه ښځې هم شاملې وې.

طالبانو زیاته کړې، چې په ځینو سیمو کې یې په واورو کې بند پاتې څاروي هم ژغورلي دي.