• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د جنایي جرمونو په تور څلور کسان او په لوګر کې ۱۸ میله وسلې نیولي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په غزني او جوزجان ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو په تور څلور کسان نیولي او همداراز په لوګر ولایت کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط کړې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په کشف شوو وسلو کې ۹ میله توپنچې، ۳ میله کلاشینکوفونه، ۴ میله بادي وسلې او دوه میله یوولس‌ډزي ټوپکونه شامل دي.

همداراز پولیسو د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې دوه تنه د یو موټر د غلا په تړاو نیولي دي. په ورته وخت کې، د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې هم دوه تنه نور د غلا په تور د طالب امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته له اړوندو دوسیو سره یوځای عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې د نشه یي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور ۱۸ کسان په دُرو وهلي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په کابل ولایت کې یې د نشه‌یي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور ۱۸کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي د ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې تورن بلل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د نشه‌یي تابلیتو، شیشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو محکوم شوي وو او پر هغوی یې سزاوې عملي کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ابتدائیه محکمې یاد کسان له اوو میاشتو څخه تر دوو کلونو او شپږو میاشتو پورې پر بند او له ۱۵څخه تر ۳۹دُرو پورې د وهلو سزا ټاکلې وه، چې دغه پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته تطبیق شوه.

تر اوسه د دغو کسانو د هویت او د قضیو د جزیاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

نورجلال جلالي: هند تر دا مهاله د سرطاني ناروغیو په برخه کې یو مېلیون ډالر مرسته کړې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي، چې هند له افغانستان سره تر دا مهاله د سرطاني ناروغیو په برخه کې یو مېلیون ډالر مرسته کړې ده. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د سرطاني ناروغیو لپاره د یوه ځانګړي روغتون د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.

هغه ویلي، په یاد روغتون کې به د هند په مالي او تخنیکي مرسته د راډیو‌تراپۍ څانګه فعاله شي. نوموړي زیاته کړې، چې هند به د مسلکي او تخصصي ډاکټرانو د روزنې په برخه کې هم همکاري وکړي.

د جلالي په وینا؛ هند له افغانستان سره لس ټنه د سرطاني ناروغیو د درملو مرسته کړې، چې ارزښت یې په تخمیني ډول شاوخوا یو مېلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي. نوموړي له شتمنو کسانو او پانګه‌والو هم غوښتي، چې د دغه روغتون د دوام او پراختیا لپاره دې مالي ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ویلي، دغه روغتون به د ناروغانو د بستر څانګه، جراحي، لابراتوار او نورې اړینې برخې ولري او هڅه به وشي چې په راتلونکې کې یې ظرفیت تر ۲۰۰ بسترو پورې لوړ شي.

د امریکا او ایران کړکېچ؛ امریکایي اډه کې بندپاتې افغان پناه‌غوښتونکي له بریدونو وېره لري

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۵ GMT+۰

امریکا ته د افغان کډوالو پر سفر بندیز او د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې ګواښ له امله په دوحه کې د امریکا په السایلیه پوځي اډه کې سلګونه بندپاتې افغان پناه‌غوښتونکي له وېرې سره مخ دي. د ایران، اسراییل او امریکا د جکړې پرمهال هم د توغندیو ځینې پرزې په دغه پنډغالي لګېدلې وې.

د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د کابل له سقوط او له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، په سلګونه افغان پناه‌غوښتونکي د امریکا له‌خوا د دوحې پې یوه پوځي‌ اډه کې مېشت شول.

دغه افغان کډوال امریکا ته د تګ په تمه بې‌برخلیکه پاتې دي. د ډراپ سېټ ورځپاڼې د معلوماتو له مخې؛ اوس‌مهال په دغه پنډغالي کې شاوخوا ۸۰۰ افغان پناه‌غوښتونکي مېشت دي.

په راپور کې راغلي، السایلیه پنډغالی یوه پوځي اډه ده،چې د منځني‌ختیځ د کړکېچ له امله له ګواښ سره مخ ده. د امریکا یو افغان قراردادي په دې اړه وايي: «تېر اوړی چې ایران برید وکړ، د توغندیو ځینې ټوټې په پنډغالي راپرېوتې. دا ځل بیا د ورته وضعیت وېره شته».

ډراپ سېټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، دغه افغان کورنۍ د امریکا او د هغوی د ملاتړو له‌خوا قطر ته په دې تمه لېږدول شوې چې امریکا ته به انتقال شي. په راپور کې ویل شوي، چې د پالیسو بدلون، د ویزو د ورکړې لړۍ ځنډول او دوی ته نه پاملرنه د دغه کورنیو د پناه‌غوښتنې قضیې په ټپه درولې دي.

په دغه پوځي اډه کې یو افغان پناه‌غوښتونکی وايي: «هرڅوک اندېښمن دي. د پي ۱ او پي۲ پروګرامونه له یوه کال راهیسې ځنډول شوي او د خلکو برخلیک نه‌دی روښانه». دغه کورنیو د امریکا د پخواني‌ ولسمشر جوبایډن په اداره کې امریکا ته د تګ اسناد ترلاسه کړي وو؛ خو د امریکا اوسني‌ ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه لړۍ ځنډولې ده.

په دغه پنډغالي کې مېشت افغان پناه‌غوښتونکي له کړاه ډک ژوند تېروي. دوی زیاتوي:« د اوسېدو مناسب ځای نه‌شته، رواني فشار تر حد زیات دی، ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي او ستونزې خورا ډېرې دي».

راپور زیاتوي، چې د ټرمپ حکومت نه یوازې امریکا ته د کډوالو تګ بند کړی؛ بلکې هغوی ته یې د پیسو په بدل کې افغانستان ته په خپله خوښه د ستنېدو وړاندیز هم کړی دی. خو کډوال د طالبانو له‌خوا له غچ اخیستنې وېره لري او دغه وړاندیز نه مني.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي روانه اونۍ یې ۱۲ کوډګر نیولي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۰

د طالبانو امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کوډګر یې په کابل، بغلان، پروان، بلخ، زابل، غور او غزني ولایتونو کې نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي. د طالبانو د امر بالمعروف وزارت هره پنجشنبه په خپل اوونیز راپور کې د کوډګرو د نیولو ادعا کوي. د طالبانو دغه وزارت تر دې پخوا هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

د طالبانو له‌خوا د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) په خپور شوي اوونیز راپور کې راغلي، چې تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۹۳ قضیې هم حل کړې دي. چې په دې کې ۳۷ د ظلم، ۸ د میراث، ۱۱ د جبري ودونو، ۱۳ د مهر او ۷ د طلاق قضیې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات غندل شوي. بل خوا طالبانو په خپلې نوې جزايي اصول‌نامه کې د خلکو د ژوند شرایط د «شرعي چوکاټ» تر نوم لاندې لا سخت کړي دي.

دغه اصول‌نامه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې؛ خو طالبان ټینګار کوي چې د دوی کړنلارې سمې دي او ادعا کوي، چې د ښځو په ګډون د افغانستان د ټولو وګړو حقونه د «شرعي اصولو» له مخې خوندي دي.

طالبانو په هرات کې په ناقانونه توګه ایران ته د تګ په تور ۸۷۰ کسان نیولي دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۹ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو ۲۰۷ الفاروق قول اردو خبر ورکړی، تېره اونۍ یې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۷۸۰ کسان نیولي چې هڅه یې کوله په ناقانونه توګه د افغانستان له پولې ایران ته داخل شي. د یادې قول اردو په وینا؛ نیول شوي کسان یې اړونده ادارو ته سپارلي‌ دي.

د طالبانو د یادې قول اردو په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي دغه بېلابېل عملیات د دوی پوله ساتو ځواکونو له‌خوا ترسره شوي دي. دوی د نیول شویو کسانو د سیمو او هویت په اړه نور جزییات نه‌دي‌ ورکړي.

د طالبانو امنیتي‌ مسوولین دغه اقدام د پولو د کنټرول پياوړتیا، د انساني قاچاق مخنيوي او د ایران سره پر پوله د امنیت زياتوالی ګڼي. طالبانو د نیول شویو کډوالو په اړه ویلي: « نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته، د قانوني مراحلو د ترسره کولو لپاره اړونده مراجعو ته سپارل شوي دي».

طالبانو د ایران سره پر پوله د امنیتي‌څار د زیاتوالي او د ګزمو د ډېرېدو خبر ورکړی دی.