• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبرپښتونخوا په تېرا سیمه کې د ناامنۍ له امله په زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په تېرا کې د ناسم امنیتي‌ وضعیت له امله په زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. ځایي چارواکي وايي، په تېرو ۲۰ ورځو کې ۱۴زره بې‌ځایه شوې کورنۍ له دوی سره ثبت شوې چې ۱۰زره یې خوندي سیمو ته لېږدول شوې دي.

اېکسپریس ټربیون ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) د پاکستان د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې په حواله لیکلي، چې په تېرا کې د خلکو د اېستلو لړۍ یې (د جنورۍ په ۱۰مه) پيل کړې او ګڼې کورنۍ یې باړې، پېښور او نورو سیمو ته لېږدولې دي.

د راپور له مخې؛ یوازې تېره ورځ د باړې په پنځو مرکزونو کې ۱۷۱۹ کورنۍ ثبت شوې دي. پاکستاني چارواکي‌ وایي، د درنې واورې له امله په لاریو کې بند پاتې په سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ یې ژغورلې دي. د دوی په خبره؛ تر دې مهاله یې ۲۲۰۰ کسان د یخنۍ له سختې څپې ژغورل شوي دي.

ځایي اوسېدونکو هم په تېرا کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ناامنۍ له کبله یې خپلې مېنې پرېښې دي. ځايي چارواکو په دوو میاشتو کې د عملیاتو د پای ته رسولو هیله ښودلې او ډاډ یې ورکړی، چې د سیمې له خوندیتوب وروسته به خلک بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
خو په خواله رسنیو په خپرو شویو ویډویګانو کې لیدل کېږي، چې د تېرا درې د بې‌ځایه شویو وضعیت د اندېښنې وړ دی. ځایي اوسېدونکي وایي، تر دې دمه ۷۰زره کسان بې‌ځایه شوي دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د اسلام‌اباد یوې محکمې د سهیل اپریدي د نیولو امر صادر کړی دی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د اسلام‌اباد یوې محکمې پر دولتي ادارو د بې‌بنسټه تورونو لګولو په قضیه کې د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي د نه حاضرېدو له امله د هغه د نیولو امر صادر کړی دی.

د پاکستان جيونیوز راپور ورکړی، چې د اسلام‌اباد ولسوالۍ محکمې نن د چهارشنبې په ورځ امر کړی، چې د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي دې ونیول شي او محکمې ته وړاندې کړل شي.

د پلټنو فدرالي ادارې د سایبري جرمونو د مخنیوي قانون له‌مخې پر سهیل اپرېدي د دولتي ادارو پر ضد د بې‌بنسټه تورونو د لګولو قضیه ثبت کړې وه، خو نوموړی نن یادې محکمې ته حاضر نه‌شو.

محکمې امر کړی دی، چې سهیل اپریدي دې ونیول شي او د فبروري پر ۱۰مه دې محکمې ته حاضر کړای شي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي او د هغه رسنیز دفتر د هغه د نیولو د امر صادرولو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

وسله والو په دیره اسماعیل خان کې د پاکستان د پوځ یو ډګروال وژلی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ پولیسو خبر ورکړی، چې ناڅرګندو وسله والو د دېره اسماعیل خان او بنو پر سړک د ډزو په یوه پېښه کې د پاکستان د پوځ یو افسر وژلی دی.

پولیس وايي، پېښه د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ د شورکوټ په سیمه کې شوې ده.

د پېښې په انځورونو کې لیدل کیږي، چې د پوځي افسر موټر له سړک نه لاندې پټیو ته کوز شوی او نوموړی په شخصي جامو کې پر ځمکه پروت دی. پر موټر د سپکې وسلې د ډزو نښې لیدل کیږي.

د پولیسو په لومړني ثبت شوي رپوټ کې ویل شوي، چې وژل شوی افسر عمران نومېده او د ډګروال په رتبه کې یې د پاکستان په پوځ کې دنده ترسره کوله.

په باجوړ کې د لشکر طیبه ډلې د ښاروالۍ ټاکنو یو نوماند وژل شوی

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ د ماموند په سېوۍ سیمه کې د بمي چاودنې له امله د پاکستان د پخوانۍ جماعت الـ.ـدعوه ډلې غړی او د ښاروالۍ ټاکنو نوماند نجیب‌الله وژل شوی دی.

پولیسو د پېښې تصدیق کړی او ویلي یې دي چې له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، شواهد یې راټول کړي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

سرچینې وایي چې وژل شوی نجیب‌الله له جماعت‌الدعوه (پخوانۍ لشکر طیبه او اوسنۍ ملي مسلملیګ) ډلې سره تړاو درلود. د بمي برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

سهیل اپریدی: د خیبر ټولو مېشتو قومونو ستره جرګه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ راوبلل شي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي اعلان کړی، چې د خیبر ټولو مېشتو قومونو ستره جرګه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د جمرود فوټبال لوبغالي کې راوبلل شي. هغه د تیراه د وضعیت په اړه ویلي، چې د عمران خان د حکومت له ړنګېدو وروسته ترهګر یو ځل بیا سیمو ته ستانه شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په هماغه وخت کې جرګې وشوې؛ خو د عمران خان حکومت دغه دریځ لاره چې دا هر څه یوازې تبلیغات دي. هغه دا هم ویلي، د تړلو دروازو تر شا د شویو پرېکړو پایله دا شوه چې ناامني بېرته را وګرځېده او اقتصاد سخت زیانمن شو.

د هغه په وینا؛ نن پانګه‌وال او ځوانان د پاکستان پرېښودو لارې لټوي. د خیبرپښتونخوا سر وزیر دا هم ویلي، چې په تیراه کې کوم پوځي عملیات نه‌دي روان او د خلکو بې‌ځایه کېدل د عملیاتو له امله نه‌دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د صوبې د ټولو سیاسي ګوندونو په ګډه جرګه کې به د ټولو په رایه ۱۵ماده‌ییزه اجنډا منظوره شوې او پرېکړه شوې چې د ستونزو د حل لپاره به په ګډه کار کېږي؛ څو دوامداره امن ټینګ شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د صوبایي حکومت له لوري د اغېزمنو خلکو د مرستې او ساتنې لپاره څلور مېلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي. سهیل اپریدي تر دې وړاندې ویلي و، چې ایالتي حکومت به د تیراه سیمې هغه کورنۍ یوازې پرېنږدي چې د پوځي عملیاتو له امله بې‌ځایه شوې دي.

نوموړي همداراز په ټينګار سره ویلي و، چې له سیاسي اجماع پرته شوې پرېکړې تل‌پاتې سوله نه‌شي راوستلای.

خواجه اصف: په تیراه دره کې هېڅ پوځي عملیات روان نه دي، خلک د واورې له امله کډې کوي

۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، د خېبرپښتونخوا په تیراه دره کې هېڅ ډول پوځي عملیات نه دي روان او له سیمې څخه د خلکو کډه کېدل د ډېرې واورې له امله دي. هغه زیاته کړې، چې د عملیاتو په تړاو څرګندونې یوازې یو اټکل او بې‌بنسټه اوازې دي.

نوموړي په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې هر کال خلک له تیراه درې څخه د زیاتو واورو ورېدو له امله کډه کېږي. هغه وایي، د تیراه درې اړوند ټولې چارې د ایالتي حکومت او سیمه‌ییزې جرګې په سلا او مشورې هوارې شوې دي.

د دفاع وزیر په خبره، د خېبرپښتونخوا حکومت غواړي چې خپلې ناکامۍ پر پوځ یا پر داسې عملیاتو واچوي چې اصلا وجود نه لري. هغه دا هم وویل، چې دا مهال د تیراه درې دننه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د منع شوې ډلې شاوخوا ۵۰۰ غړي د خپلو کورنیو سره مېشت دي.

خواجه اصف زیاته کړې، په تیراه دره کې پر شاوخوا ۱۲ زره جریبه ځمکه د چرسو کرکېله کېږي او له هر جریب څخه یې شاوخوا ۳۵ لکه روپۍ عاید ترلاسه کېږي او همدا د شخړې او لانجې اصلي لامل دی.

په همدې غونډه کې د لومړي وزیر شهباز شریف د خېبرپښتونخوا چارو سلاکار او همغږی کوونکی اختیار ولي وویل، ځینې کړۍ د پرمختیايي پروژو په نوم پیسې باسي او هغه بیا پر سړکونو د احتجاجي تحریکونو لپاره لګوي. د ده په وینا، د پیسو د ګټلو لپاره یوه پروژه جوړه شوې، خو فدرالي حکومت او د پاکستان پوځ له دې پروژې سره هېڅ تړاو نه لري.

تر دې مخکې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ هم یادونه کړې وه، چې په تیراه دره کې د پوځي عملیاتو هېڅ ډول پلان نشته او نه هم پوځ خلکو ته ویلي، چې له سیمې څخه کډې وکړي. د خېبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي دغه څرګندونې دوه مخي توب بللی او د پاکستان په پوځ کې یې یو شمېر جنرالان په پښتنو سیمو کې پر کړکېچ تورنې کړې دي.

سر وزیر درې ورځې وړاندې د سوات په مینګوره کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د پوځ دننه یو شمېر جنرالان غواړي، چې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې امنیتي وضعیت لا خراب شي او له دې سره هڅې کوي چې خپلې موخې لاسته راوړي.