• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام‌اباد په پاکستان کې د جهاد لپاره د طالب پلوي ملا څرګندونې وغندلې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۷ GMT+۰

پاکستان د طالب پلوي ملا، شیرعلي حماد هغه څرګندونې په کلکه غندلي چې په کې یې د پاکستان او د مرکزي اسیا د هېوادونو پر ضد د جهاد غږ پورته کړی و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې «پارونکې او ګواښوونکې» بللې دي.

شیرعلي حماد دغه څرګندونې د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان د یوه غړي د جنازې پر مهال کړې وې او خلکو ته یې د پاکستان پر ضد د جګړې بلنه ورکړې وه. نوموړي په خپله وینا کې ویلي وو چې تر هغه به ارام نه شي، څو د اسلام بیرغ پر اسلام‌اباد رپانده نه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، نن د پنجشنبې په ورځ د خپلې اوونیزې خبري غونډې پرمهال وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت د طالبانو مسوولیت دی، ځکه د ده په وینا، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه جدي اندېښنې شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې افغان وګړي د پاکستان دننه په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري او د افغانستان له خاورې د دغو بریدونو د پلان او عملي کولو لپاره استفاده کېږي. د یاد وزارت ویاند ټینګار وکړ چې طالبان باید په لیکلي ډول ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد لا هم د طالبانو له لوري د لیکلي تعهد په تمه دی، څو د پاکستان پر ضد د ترهګرو ډلو د فعالیت مخه ونیول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روان کال د تلې په ۱۷مه، پاکستان پر کابل هوايي برید وکړ، چې دا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ له جدي مواردو څخه ګڼل کېږي. تر دې وروسته دواړه لوري په ډیورنډ کرښه کې په نښتو واوښتل.

له دې وروسته قطر او ترکیې د کړکېچ د مهار هڅې پیل کړې. که څه هم د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ په دوحه او استانبول کې درې پړاوه خبرې د اوربند لامل شوې، خو تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د بنسټیز حل لارې موندل له خنډ سره مخ دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د بشري ناورین د ارزونې په موخه ناسته ترسره کړې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې د افغانستان د خلکو د بیړني بشري وضعیت د ارزونې په موخه، د افغان غیر دولتي بنسټونو په ګډون یوه ناسته ترسره کړې ده.

دغه سفارت د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا ناسته په ترکیه کې جوړه شوې او موخه یې د همکارو بنسټونو ترمنځ د نظرونو او تجربو شریکول وو.

د بریتانیا سفارت ویلي، دا ناسته د اغېزمنو مرستو د څرنګوالي د ارزونې او د داسې لارو چارو د موندلو لپاره مهم فرصت و، چې له لارې یې د افغانستان د تر ټولو زیانمنو قشرونو لپاره د بشري مرستو اغېزمنتوب او رسېدنه لوړه شي.

سره له دې، تر اوسه د دې ناستې د ګډونوالو بنسټونو، پایلو او یا هم کومو مشخصو هوکړو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال په ترڅ کې ۲۱.۹میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۲میلیارده ډالرو بودجې ته اړتیا ده.

د استرالیا بهرینو چارو وزیره: هېواد به یې د طالبانو پر ضد حقوقي اقداماتو ته دوام ورکړي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پني وانګ اعلان کړی چې هېواد به یې د نړیوالو شریکانو سره په ګډه د طالبانو پر ضد حقوقي اقداماتو ته دوام ورکړي. نوموړې ویلي، طالبان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي نړیوال کنوانسیون په پرله‌پسې ډول نقض کوي.

پني وانګ د پنجشنبې په ورځ، د سلواغېپه نهمه، وویل چېد قانوني لارو له لارې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو د دوامدارو سرغړونو قضیه تعقیب کړي. هغې د طالبانو «ځپونکي چلندونه»، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، په کلکه وغندل.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک دا مهال د نړۍ له تر ټولو اوږدمهالو او سختو بشري ناورینونو څخه یو تجربه کوي.

تېر کال استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډپه ګډه اعلان وکړ چې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله به د طالبانو پر ضد د هاګ نړیوالې محکمې ته شکایت کوي. د ملګرو ملتونو سازمان او له ۲۰څخه زیاتو هېوادونو د دغو څلورو هېوادونو د اقدام ملاتړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالې جزايي محکمې له لوري د طالبانو د مشر او د دې ډلې د سترې محکمې د رئیس د نیولو حکم د بشري حقونو د سرغړونو او «د بشریت پر ضد د جرمونو» په تور صادر شوی دی.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه اعلان کړی چې د افغانانو د خرابېدونکي بشري وضعیت د ښه کولو لپاره یې ۵۰میلیونه ډالره نور ځانګړي کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، دا مرسته به د ښځو او نجونو ملاتړ، د خوړو خوندیتوب، روغتیايي خدمتونه او د انساني کرامت ساتنه په لومړیتوب کې ولري. استرالیا وایي دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې وېشل کېږي، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې اړمنو خلکو ته رسېږي، نه طالبانو ته.

طالبانو د غزني د مالستان ولسوالۍ د علماوو د شورا پخوانی مرستیال نیولی دی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۶ GMT+۰

سرچینې وايي، د طالب استخباراتو د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د علماوو شورا پخوانی مرستیال جان علي اکبري، نیولی دی. د ځایي سرچینو په وینا، اکبري د یوه مکتب مدیر دی او د طالبانو استخباراتو تېره اوونۍ هغه په غزني ښار کې نیولی دی.

باخبره سرچینې وايي چې طالبانو تر اوسه د دې دیني عالم ته د کورنۍ له غړو او نږدې کسانو سره د لیدو اجازه نه‌ ده ورکړې، چې د مرغومې په ۲۸ نیول شوی دی. تر اوسه د هغه د وضعیت او برخلیک په اړه نور معلومات نه‌ دي ترلاسه شوي.

نوموړي ته نږدې کسانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې جان علي اکبري لومړی د یوه پخواني محلي قوماندان د پوځي تجهیزاتو د ساتلو په تور نیول شوی و، خو د څېړنو وروسته دغه تورونه ثابت نه‌ شول.

اکبري ته یو نږدې سرچینه وايي، طالبانو دغه روحاني شخصیت د «مکتب په اسنادو کې د جعل» په تور نیولی دی، هغه مکتب چې په کې د مدیر په توګه فعالیت کوي.

طالبان: سږ کال ٢٣ زره ټنه انار بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر دا مهاله پورې د دوی په همغږۍ شاوخوا ۲۳زره ټنه انار بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د یاد ریاست په وینا، د لومړي ځل لپاره ۲۰ټنه انار قطر ته هم لېږدول شوي وو.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، د کندهار انار پاکستان، هند، سعودي عربستان، مالیزیا، ازبکستان، روسیې، قزاقستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته صادر شوي دي.

همداراز سږ کال په کندهار کې پر نږدې ۱۵زره هکټاره ځمکه د انارو بڼونه جوړ شوي وو، چې له دغو بڼونو څخه شاوخوا ۲۷۴زره ټنه حاصل ترلاسه شوی دی.

ملګرو ملتونو او د اسیا پراختیایي بانک په افغانستان کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو پروژه پیل کړه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف ای او) او د اسیا پراختیایي بانک په ګډه په افغانستان کې د ۱۰۰میلیون ډالرو په ارزښت د خوړو خوندیتوب او د کرنیزو معیشتونو د بیا رغونې د پروژې د پیل خبر ورکړی.

ویل کېږي چې د یادې پروژې موخه د ټولنې زیانمنو قشرونو لپاره د خوړو خوندیتوب پیاوړی کول او د څه باندې یو میلیون کسانو د ژوند او عاید سرچینو ملاتړ دی.

دغه پروګرام به په راتلونکو دوو کلونو کې له ۱۵۱زره کورنیو سره مرسته وکړي، چې پکې له پاکستان او ایران څخه راستنه شوي کډوال، کوربه ټولنې او هغه کورنۍ شاملې دي چې د وروستیو زلزلو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې پرله‌پسې طبیعي پېښو کرنیز حاصلات، مالداري شتمنۍ او د اوبو لګولو زیربناوې زیانمنې کړې دي. د ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخه راستنېدنه هم پر مخکې له مخکې زیانمنو ټولنو اضافي فشار راوړی دی.

یاده پروژه به د کلیوالي معیشتونو بیارغونه، د څارویو ساتنه او د کرنیزو تولیدي سیستمونو په ښه کولو تمرکز وکړي، څو د اقلیمي بدلونونو او پرله‌پسې بحرانونو منفي اغېزې کمې کړي. ایف ای او زیاتوي چې کرنه لا هم د افغانستان د کلیوالي اقتصاد بنسټیزه برخه ده، خو ټیټه تولیدي کچه، محدود وسایل، د طبیعي پېښو له امله د اوبو د سیستمونو تخریب او د کډوالو پراخ راستنېدل پر دې سکټور فشار زیات کړی دی.

سره له دې چې بېړنۍ مرستې د خوړو د ناامنۍ مخه تر یوه حده نیولې، وړاندوینې ښيي چې تر ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې له ۱۷میلیونو څخه ډېر کسان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي، چې له دې ډلې ۴.۷میلیونه به په بېړني حالت کې وي.

دغه سازمان ویلي چې دغه نوښت به د اقلیم‌محورو حل لارو پر بنسټ د کرنیزو تولیداتو زیاتوالي، د خوړو او تغذیې د خوندیتوب ښه والي او د کلیوالو د عاید سرچینو د تنوع لپاره کار وکړي. د پروژې په لومړیتوب کې به ښځې، د اقلیمي او اقتصادي پیښو له امله زیانمن ولایتونه او هغه کورنۍ وي چې تر ټولو ډېر اړتیا لري.