د اروپا د پارلمان مشره: د ترهګرې ډلې په توګه د سپاه پاسداران اعلانول سمبولیک ګام نه دی

د اروپا د پارلمان مشرې روبرټا متسولا پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «اروپا دا اوونۍ یو تاریخي فرصت او اخلاقي دنده لري چې بالاخره سپاه پاسداران د یو ترهګر سازمان په توګه وپېژني. دا اقدام یوازې سمبولیک نه دی، بلکې ریښتینی ارزښت لري».