• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلام‌اباد یوې محکمې د سهیل اپریدي د نیولو حکم صادر کړی دی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۰

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد یوې محکمې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر، سهیل اپريدي، د نیولو حکم صادر کړی دی.

د راپورونو له مخې، دا حکم د سهیل اپریدي د هغو څرګندونو په تړاو ورکړل شوی چې نوموړي د ۲۰۲۵کال په نومبر میاشت کې کړې وې.

ښاغلي اپریدي، هغه مهال ادعا کړې وه چې پاکستاني امنیتي ځواکونو په خیبرپښتونخوا کې جوماتونو ته سپي وروستي دي، دا هغه څرګندونې دي چې د دولتي بنسټونو پر وړاندې «ګمراه ‌کوونکې» بلل شوي او د هغوی د اعتبار د زیانمنولو تور ورباندې لګېدلی دی.

د دغې قضیې قاضي، عباس شاه، ویلي چې سهیل اپریدی، سره له دې چې محکمې ته احضار شوی و، خو حاضر نه شو، له همدې امله د هغه د نیولو امر صادر شو.

محکمې ویلي چې د دې قضیې راتلونکې اورېدنه به د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۱۰مه نېټه ترسره شي.

تر اوسه، پخپله سهیل اپریدي او یا هم د خیبرپښتونخوا حکومت په رسمي ډول د دې محکمې د پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

عاصم منیر: نوې ټکنالوژي د پاکستان د پوځي تګلارو بڼه بدلوي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر وایي چې د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه د بنسټیز بدلون له پړاو تېرېږي او د جګړې بڼه د ټکنالوژۍ د چټکو پرمختګونو له امله په اساسي ډول بدله شوې ده.

هغه نن د پنجشنبې په ورځ د بهاولپور له پوځي مرکز څخه د لیدنې پر مهال وویل: «د جګړې ماهیت په پراخه کچه تکامل موندلی او ټکنالوژیک پرمختګونه د دې بدلون اصلي محرک دي.» نوموړي ټینګار وکړ چې د دغو بدلونونو د مدیریت لپاره په ټولو کچو کې ژور بدلون ته اړتیا ده.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز زیاته کړه چې وسله‌وال ځواکونه په چټکۍ سره نوې ټکنالوژي خپلوي او د پوځ په بېلابېلو برخو کې یې جذبوي. د هغه په وینا، په نږدې راتلونکي کې به ټکنالوژۍ‌ محوره مانورونه د فزیکي مانورو ځای ونیسي، چې دا به د بریدیزو او دفاعي عملیاتو تګلارې په بنسټیز ډول بدلې کړي.

عاصم منیر وویل چې د دې بدلونونو د پلي کولو پر مهال به نوښت، بومي کول او له شرایطو سره سمون د پوځ د بدلون د بهیر بنسټیز عناصر پاتې شي.

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې (ای ایس‌پي‌ار) ویلي چې د بهاولپور پوځي مرکز قومندانانو د عملیاتي، روزنیزو او اداري چارو په اړه عاصم منیر ته معلومات ورکړل، چې پکې د څو ساحوي جګړې لپاره د چمتووالي پر موضوع ځانګړی تمرکز شوی و.

د عمران‌خان د روغتیا په اړه اندېښنې؛ تارړ وايي خان د سترګو درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د عمران‌خان د روغتیا په اړه له اندېښنو سره هم‌مهاله د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي‌، د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر چې په اډیاله زندان کې بند دی؛ د طبي درملنې لپاره د اسلام‌اباد (پیمز) روغتون ته وړل شوی و. نوموړي‌ د خان روغتیايي‌ حالت د ډاډ وړ ښودلی.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې په پاکستان کې د عمران خان د روغتیايي وضعیت او د هغه سره پر لیدنې بندیز د خلکو اندېښنې راپورته کړې دي. د تحریک انصاف او د هغوی ملاتړو ګوندونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، چې عمران خان د سترګو په درد اخته شوی.

د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پنجشنبې په ورځ وویل، د سترګو متخصصو ډاکټرانو عمران خان په اډیاله زندان کې معاینه کړی و او سپارښتنه یې کړې وه چې د لازیاتو معاينو او درملنې لپاره دې نوموړی پېمز روغتون ته ولېږدول شي.

نوموړي‌ ویلي، چې عمران خان د شنبې په شپه روغتون ته وړل شوی و. هغه زیاته کړې:« ډاکټرانو د عمران خان د سترګو بیا معاینه وکړه او د هغه د اجازې تر ترلاسه کولو وروسته یې د سترګو یوه وړه درملنه وکړه، چې شاوخوا ۲۰ دقیقې یې وخت ونیوه».

تارړ وویل، چې له دې پروسې وروسته عمران خان له اړینو طبي لارښوونو سره بېرته اډیاله زندان ته ولېږدول شو. هغه وویل: «هغه بالکل روغ دی».

په هند کې د «نیپا» ویروس د خپرېدو له امله پاکستان خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۴ GMT+۰

په هند کې د «نیپا ویروس» د خپرېدو له راپورونو وروسته د پاکستان د روغتیا چارواکو په دغه هېواد کې د بېړني حالت خبرداری ورکړی. د پاکستان د روغتیا وزارت په وینا؛ دا مهال په پاکستان کې د نیپا ویروس کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې؛ خو د احتیاطي تدابیرو په توګه جدي اقدامات پیل شوي دي.

د پاکستان روغتیا وزارت ویلي، چې نیپا ویروس له څارویو انسان او همدارنګه له انسان څخه انسان ته انتقالېږي. د دغه ویروس لومړنۍ نښې تبه، سر درد، ټوخی، د بدن درد او کانګې بلل شوې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې ټول دولتي او خصوصي روغتونونه د چمتووالي په حال کې دي. همدارنګه د هند د نیپا ویروس د خپرېدو له امله د پاکستان په ټولو هوايي ډګرونو، بندرونو او ځمکنیو پولو کې د مساپرو د تګ‌راتګ شرایط سخت شوي.

چارواکو زیاته کړې، چې له اغېزمنو او یا د لوړ ګواښ لرونکو سیمو څخه راغلي کسان به تر ځانګړې څارنې لاندې وي او پرته له بشپړې طبي معاینې به هېچا ته پاکستان ته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د هند په لوېدیځ بنګال ایالت کې تر اوسه لږترلږه پنځه د نیپا ویروس پېښې ثبت شوې دي.

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر کډوال خوشې شول

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۵۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

د خیبرپښتونخوا په تېرا سیمه کې د ناامنۍ له امله په زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په تېرا کې د ناسم امنیتي‌ وضعیت له امله په زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. ځایي چارواکي وايي، په تېرو ۲۰ ورځو کې ۱۴زره بې‌ځایه شوې کورنۍ له دوی سره ثبت شوې چې ۱۰زره یې خوندي سیمو ته لېږدول شوې دي.

اېکسپریس ټربیون ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) د پاکستان د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې په حواله لیکلي، چې په تېرا کې د خلکو د اېستلو لړۍ یې (د جنورۍ په ۱۰مه) پيل کړې او ګڼې کورنۍ یې باړې، پېښور او نورو سیمو ته لېږدولې دي.

د راپور له مخې؛ یوازې تېره ورځ د باړې په پنځو مرکزونو کې ۱۷۱۹ کورنۍ ثبت شوې دي. پاکستاني چارواکي‌ وایي، د درنې واورې له امله په لاریو کې بند پاتې په سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ یې ژغورلې دي. د دوی په خبره؛ تر دې مهاله یې ۲۲۰۰ کسان د یخنۍ له سختې څپې ژغورل شوي دي.

ځایي اوسېدونکو هم په تېرا کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ناامنۍ له کبله یې خپلې مېنې پرېښې دي. ځايي چارواکو په دوو میاشتو کې د عملیاتو د پای ته رسولو هیله ښودلې او ډاډ یې ورکړی، چې د سیمې له خوندیتوب وروسته به خلک بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
خو په خواله رسنیو په خپرو شویو ویډویګانو کې لیدل کېږي، چې د تېرا درې د بې‌ځایه شویو وضعیت د اندېښنې وړ دی. ځایي اوسېدونکي وایي، تر دې دمه ۷۰زره کسان بې‌ځایه شوي دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.